ټرمپ: ایران به ډېر ژر د امریکا پر سفارت د برید له امله زموږ له غچ اخیستونکي ځواب سره مخ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «نیوز نېشن» شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، ډېر ژر به روښانه شي چې په ریاض کې د امریکا پر سفارت د برید او له ایران سره د شخړې پرمهال د امریکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه به غچ اخیستونکی ځواب څه وي.
