شهزاده رضا پهلوي: د اسلامي جمهوریت چارواکي دې د ولس پر وړاندې تسلیم شي

شهزاده رضا پهلوي په یوه ویډیو کې غوښتنه کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت مسوولین دې د ولس پر وړاندې تسلیم شي. هغه د ایران پوځي او امنيتي ځواکونو ته هم ویلي چې له ولس او «زمري او لمر» انقلاب سره یوځای شي او خپلې وسلې د خلکو د ساتنې لپاره د رژیم د لاسپوڅو پر وړاندې وکاروي.
