همدا اوس د دویم نړۍوال جنګ له پای وروسته نړۍ په لومړي ځل په داسې یو حالت کې ده چې څلور سترې بینالدولتي جګړې او له دیارلسو زیاتې خونړۍ کورنۍ جګړې پکې دایمي شوې دي.
نږدې ۷۴ هېوادونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په دې جګړو کې دخیل دي، چې دا چاره نړیوال ثبات ته بېساری ګواښ دی.
روسیه له اوکراین سره په جګړه اخته ده، ایران له امریکا او اسراییل سره په کړکېچ اخته دی، پاکستان له طالبانو سره د جګړې ډګر ته وتلی او اسراییل په منځني ختیځ او په ځانګړي ډول غزه کې اوږدمهاله جګړه وکړه.
د روسیې او اوکراین جګړه
په ۲۰۲۲ کال د فېبرورۍ په میاشت کې روسیې پر اوکراین برید وکړ او د اروپا تر ټولو پراخه جګړه یې پیل کړه. جګړه تر اوسه فعاله ده، دواړه لوري منظم پوځونه، ثقیله وسلې، توغندیز سیستمونه او هوایي ځواک کاروي.
اوکراین د امریکا، اروپایي ټولنې او لوېدیزو متحدینو له پراخو مرستو ملاتړ ترلاسه کوي؛ په داسې حال کې چې روسیه د چین، شمالي کوریا او یو شمېر نورو متحدینو سیاسي ملاتړ لري.
دا جګړه د نړیوال نظم لپاره یو ستر ازموینه ده او د اروپا د امنیتي معماري بنسټونه یې لړزولي دي.
د امریکا–اسراییل او ایران جګړه
که څه هم له ایران سره د اسراییل او امریکا کړکېچ پخوانی دی، خو په ۲۰۲۶ کال کې امریکا او اسراییل په ګډو عملیاتو کې د ایران پر پوځي هدفونو بریدونه وکړل، چې د دې هېواد د مذهبي رهبر په ګډون یې شاوخوا دېرش لوړ پوړي چارواکي ووژل. ایران په ځواب کې د امریکا او اسراییل اهداف په خلیج، عراق او سوریه کې په نښه کړل او جګړه له سیمهییزې کچې نړۍوال حیثیت ته وغځېده.
امریکا او اسراییل د لوېدیځ بلاک ملاتړ لري. ایران د حزبالله، حوثي ملېشو او د سیمې د نورو متحدینو له لارې عمل کوي او د روسیې او چین سیاسي خواخوږي یې تر شا ولاړه ده.
دا جګړه د انرژۍ په بازارونو، د سیمې په اقتصاد او د نړۍ په سیاسي توازن مستقیم اغېز لري. همدا اوس په نړۍوال بازار کې تېل قیمته شوي دي، سټاک مارکیټونه مخ پر زوړ روان دي او ملګري ملتونه یوازې د جګړې پر کنټرول غونډې کوي.
د پاکستان او طالبانو جګړه
په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې رسمي جګړې ته ورسېدې. پاکستان په کابل، ننګرهار، پکتیا، لغمان، خوست، پکتیکا، هلمند او کندهار کې هوايي بریدونه ترسره کړل. طالبانو هم په ځواب کې پر ډېورنډ د پاکستاني پوځ د پوستو پر وړاندې بریدونه کوي.
دا جګړه که څه هم له نړۍوال دریځه کوچنۍ ښکاري؛ خو د ټولې سیمې امنیت ګواښي، د کډوالۍ څپې زیاتوي، د افغانستان کمزوری اقتصادي وضعیت لا نازکوي، د پاکستان داخلي امنیتي بحران پراخوي او دا شخړه کولای شي د سیمې په نورو هېوادونو هم اغېز وکړي.
پاکستان که څه هم د غربي بلاک او امریکا له متحدینو ګڼل کیږي، په یاده جګړه کې د ټرمپ له خواخوږۍ او ستاینې برخمن دی؛ خو طالبان یوازې د ټي ټي پي نظامي او د هند سیاسي ملاتړ له ځانه سره لري.
د غزې جګړه
په غزه کې د اسراییل پوځي عملیات له کلونو راهیسې روان دي، خو د ۲۰۲۶ له سیمهییز بحران وروسته وضعیت نور هم کړکېچن شوی دی. ټینګې محاصرې، د خوراکي توکو کمښت، د تیلو نشتوالی او د مرستو محدودیت د انساني ناورین کچه لوړه کړې ده.
فلسطین د قطر، ترکیې او ایران سیاسي او لوژستیکي ملاتړ لري؛ خو د وروستیو کلونو پراخو عملیاتو او جګړې دا سیمه په پراخه کچه ځپلې ده او د همدې جګړې په لړ کړې اسراییل د امریکا په پراخ پوځي او سیاسي ملاتړ جګړه پرمخ وړي.
د نړۍ ۱۳ فعاله کورنۍ جګړې
سره له دې چې د نړۍ پام تر ډېره بینالدولتي جګړو ته اوښتی، خو تر ټولو خونړۍ او دوامدارې جګړې هماغه کورنۍ جګړې دي. دا جګړې د حکومتونو د کمزورتیا، قومي نابرابریو، مذهبي افراطیت او بهرني لاسوهنې له امله رامنځته شوي دي.
همدا اوس پر ځمکه لږ تر لږه ۱۳ فعالې کورنۍ جګړې روانې دي، چې مهمې یې دا دي:
هایټي
هایټي دا مهال د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د دولتي واک بشپړه کمزورتیا او د وسلهوالو ډلو پراخ نفوذ یې د ټولنیز، امنیتي او بشري کړکېچ څپه لا پسې ژوره کړې ده. نږدې ۸۰ تر ۹۰ سلنه پلازمېنه پورټ او پرنس د وسلهوالو ایتلافي شبکو تر واک لاندې دی، چې حکومت یې د هغوی د مخنیوي توان له لاسه ورکړی دی. وسلهوال د ښار مهم کورېډورونه، سوداګریزې لارې، بندرونه او د خلکو ورځنی ژوند کنټرولوي، د باجاخیستنې، تښتونو، وژنو او جنسي تاوتریخوالي له لارې یې ټولنیز نظم له منځه وړي دی.
سازماني شوې جرمې شبکې نه یوازې د دولت تشه ډکوي، بلکې خپل موازي حاکمیت، د قاچاق مالي لارې او د وسلهوالو عملیاتو تنظیم یې د قانوني نظام ځای ناستی کړی دی. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، تاوتریخوالی په وروستیو کلونو کې ډېر پراخ شوی، ماشومان د وسله والو ډلو په چوکاټ کې په منظم ډول استخدامېږي او دولت د بشري ناورین د مخنیوي توان له لاسه ورکړی دی.
پاکستان
په پاکستان کې د دولت او وسلهوالو ډلو ترمنځ روان کړکېچ په دوو عمده محورونو ولاړ دی: بلوڅ بېلتون پاله ډلې او تحریک طالبان پاکستان (TTP).
بلوڅ وسله وال په ځانګړي ډول د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پراخ بریدونه ترسره کوي، چې په ۲۰۲۶ کې یې همغږي شويو حمله پر بنسټ پر دولتي ادارو، پولیسو، پوځ، بازارونو او زیربنایي تاسیساتو بریدونه کړي دي او په لسګونو ملکي وګړي، امنیتي سرتېري او وسلهوال پکې وژل شوي دي، چې دا بریدونه د شاوخوا ۸۰ کلنې اوږدې بلوڅ ازادۍ غوښتونکې مبارزې تازه او شدیده مرحله بلل کېږي.
بل لور ته تحریک طالبان پاکستان په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې له کلونو راهیسې پر امنیتي ځواکونو، حکومتي چارواکو او ملکي وګړو بریدونه جاري ساتلي او د پاکستان شمال لوېدیزې سیمې یې د خونړیو حملو سره مخ کړې دي، په ځانګړي ډول له ۲۰۲۱ وروسته د دې ډلې فعالیتونه لا زیات شوي چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت یې څوچنده کړکېچن کړی دی. د دواړو ډلو فعالیتونه نه یوازې د پاکستان داخلي ثبات ته دایمي ګواښ جوړوي، بلکې د سیمې امنیتي معادلې او د دولت امنیتي ستراتیژۍ یې سختې ننګولې دي.
ایران
په ایران کې د حکومت او بېلابېلو اقلیت وسلهوالو ډلو ترمنځ شخړې په وروستیو کلونو کې شدت موندلی، چې پکې کُردي، بلوڅ او سني ډلې د تهران پر وړاندې د وسله وال مقاومت مهم څپرکی جوړوي. کردي وسلهوال، په ځانګړي ډول د کومله، پېژاک او نورو ایتلافي ډلو د غړو په بڼه، له عراق سره د پولې په اوږدو کې فعال حضور لري او حتا د ۲۰۲۶ له پیل راهیسې د ایران په خاوره کې د نوې جبهې پرانیستلو ته چمتوالی ښودل شوی دی، چې د ایران د رژیم پر ضد د پراخ مقاومت د رامنځته کېدو احتمال یې زیات کړی دی.
له بلې خوا، بلوڅ وسلهوالې ډلې د ختیزو سرحدي سیمو په ځانګړي ډول سیستان او بلوچستان کې د حکومت پر پوځي او امنیتي هدفونو بریدونه کوي، چې د امریکا او اسراییل جګړې د پراختیا له امله یې کړکېچ نور هم ژور شوی دی؛ راپورونه ښيي چې د امریکا د استخباراتو هڅې د بلوڅ او کُردي ډلو د قوي کولو لپاره روانې دي چې دا وضعیت نور هم پېچلی کوي. تر دې سربېره، سني او مذهبي اقلیت ډلې له ډېرې مودې راهیسې د حکومت د سختو امنیتي سیاستونو، تبعیض او مذهبي محدودیتونو پر ضد په بېلابېلو برخو کې سر راپورته کوي او تهران د سپاه پاسداران په عملیاتو سره هغوی ځپي. په ټوله کې دا درې واړه جریانونه د ایران د داخلي امنیتي فضا یو مهم او دایمي ستونزمن اړخ جوړوي، چې د سیمهییزو جګړو په غځېدو سره یې خطر نور هم زیات شوی دی.
ایتوپیا
ایتوپیا لا هم له اوږدمهالو کړکېچونو سره مخ ده، ځکه د فېډرالي حکومت او سیمهیزو وسلهوالو ډلو جګړه، په ځانګړي ډول د تیګرای ځواکونو او اورومو وسلهوالو (OLA/OLF‑Shane) تر اوسه نه ده بشپړه شوې. په تیګرای کې د ۲۰۲۶ په لومړیو کې تازه نښتې د حکومت او سیمهیزو ځواکونو ترمنځ راپورته شوې، چې درنې وسلې، ډرونونه او توپخانه پکې وکارول شوې او د سیمې انساني وضعیت یې نور هم خراب کړی دی. بل لور ته، په اورومیا او بنیشنګول-ګوموز کې د اورومو وسلهوالو بریدونه او د دولت عملیات لا روان دي، چې ملکي تلفات، تښتونې او پراخې بېځایه کېدنې یې رامنځته کړې دي او د دولت د ساتندوی ځواکونو هڅې تر اوسه د بشپړ ثبات د راوستو لپاره بسنه نه کوي.
کولمبیا او اکوادور
په کولمبیا او اکوادور کې د دولت واک د مخدره موادو کارټېلونو او وسلهوالو شبکو له سخت فشار سره مخ دی؛ هلته قوي جنایي ډلې لکه لاس لوبوس، لاس ټیګرونیس او د کولمبیا پخواني فارک ډیسیډنټان د دواړو هېوادونو امنیتي جوړښتونه ننګوي، چاودنې، وسلهوال بریدونه او د دولت ضد عملیات ترسره کوي، چې اکوادور یې د ۲۰۲۳ راهیسې د سیمې تر ټولو تاوتریخجنه نقطه ګرځولې ده. د نشهيي توکو د ترانزیټ مهمو لارو، د بندرونو کنټرول او د سرحدي سیمو کمزورې څارنې له امله، دا ډلې نه یوازې پیاوړې شوې دي، بلکې د دواړو حکومتونو پر وړاندې پراخ وسلهوال مقاومت کوي، چې د امنیتي ځواکونو ګډ عملیات او حتا د امریکا له لوري د ګډو پوځي ماموریتونو پیل ته یې زمینه برابره کړې ده.
میانمار
په میانمار کې کورنۍ جګړه ورځ تر بلې پراخېږي، ځکه پوځ له یوې خوا د بېلابېلو قومي وسلهوالو ډلو او له بلې خوا د ډېموکراسي پلوه ځواکونو پر ضد په سخته نښتو بوخت دی. جګړه چې د ۲۰۲۱ پوځي کودتا وروسته پیل شوې، اوس یاد هېواد د بشپړ کړکېچ په حالت کې اچولی؛ پراخې هوايي حملې، د سیمو سوځول، د ښارونو نیول او د میلیونونو خلکو بېځایه کېدل د دې شخړې مهم اړخونه دي.
د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ تازه راپورونه څرګندوي چې پوځ د خپلې ولکې د ټینګېدو لپاره د عامو خلکو پر سیمو بمبار زیات کړی او جګړه د هېواد له ګڼو سرحدي سیمو تر ښارونو لکه کاچین، راخاین او ساګاین پورې رسېدلې ده، په داسې حال کې چې د رژیم مخالفې ملېشې او قومي ځواکونه د پراخو سیمو د کنټرول لپاره مقاومت ته دوام ورکوي.
همدا راز سوډان، یمن، سومالیا، موزامبیق، مرکزي افریقا او یو شمېر نور خواره وار هېوادونه د کورنیو جګړو ښکار دي.
په هر یوه هېواد کې جګړې د دولتونو بنسټونه ویجاړ کړي او انساني ناورینونه یې رامنځته کړي دي.
یوه اساسي پوښتنه چې د دغو جګړو له دوامه مطرح کیږي، هغه دا ده چې ولې نړۍ د نوي نظم پر درشل ولاړه ده؟
د روانو بین الدولتي او کورنیو جګړو دواړه ابعاد له یو بل سره تړلي دي، په نننۍ نړۍ کې د جګړو د پراخېدو تر ټولو مهم اغېز دا دی چې د نړۍوال نظم زاړه چوکاټونه نور د بېسارې سیالۍ او داخلي کړکېچونو د مهار توان نه لري. بینالدولتي جګړې د لویو قدرتونو د سیالۍ، د ختیځ او لوېدیځ د بلاکونو د ټکر، د جیوپوليټیک رقابت او د متحدینو د نویو جوړښتونو له امله د نړۍ سیاسي توازن ګډوډوي؛ په داسې حال کې چې کورنۍ جګړې د سیاسي واک د نابرابر وېش، قومي او مذهبي اختلافاتو، افراطي ډلو د پیاوړتیا او د دولتونو د داخلي کمزورۍ له امله د دولتونو بنسټونه له منځه وړي. کله چې دا دواړه ابعاد یو ځای شي، یوې سیمې کې جګړه بله سیمه هم متاثره کوي، د اقتصادي، امنیتي او سیاسي بېثباتۍ موجونه رامنځته کوي او نړۍ د داسې نوي نظم پر څنډه دروي چې لا یې شکل روښانه نه دی، خو پایله یې د پخوانیو نړۍوالو توازنونو له ړنګېدو سره تړلې ده.