• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

طالبان خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته له سرحدي ولسوالیو ځوانان جذبوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۸ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان د افغانستان په سویلي او سویل ختیزو ولایتونو کې د امنیتي جوړښت د پیاوړتیا په هڅه کې دي او پلان لري چې لومړی د ځاځیو له قبیلې شاوخوا زر تنه د خپلو ځواکونو لیکو ته جذب کړي. سرچینې وايي، دغه جلب او جذب د سراج‌الدین حقاني په غوښتنه کېږي.

یوې باوري سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله له نومښودنې ډډه کوي، افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل چې دا جذب د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په مستقیمه غوښتنه کېږي.

د سرچینې په وینا، له هرې سرحدي ولسوالۍ نه به د قبیلو په مشوره پنځوس پنځوس تنه د سرحدي پولیسو او دفاعي قطعاتو په چوکاټ کې ځای پر ځای شي. د جذبېدونکو کسانو لپاره د طالبانو د «جهادي سابقې» په څېر شرایط هم په نظر کې نیول شوي دي.

د سرتېرو د جلب او جذب ولایتونه ډېری پر ډیورنډ کرښه دي، چې خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند ولایتونه پکې شاملیږي.

د دې هڅې تر شا یو هدف دا ګڼل کیږي، چې طالبان غواړي په هغو ټولنو کې نفوذ پیدا کړي چې پخوا یې ورسره محدود تعامل درلود. طالبانو د جمهوري نظام پر مهال له افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د جګړې په کلونو کې په ځاځي میدان او پنجشېر کې ډلګۍ نه درلودې.

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده تېر کال د دې ډلې دفاع وزارت ته امر کړی و چې په پنجشیر ولایت کې ۱۵۰۰ ځوانان جذب کړي. یادو کسانو ته شپږ میاشتنۍ نظامي زده‌کړې ورکړل شوې او یو شمېر یې وروسته د طالبانو د اردو په لیکو کې شامل شول.

د خوست ولایت ځاځي میدان او د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ، چې دواړې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، په تاریخي ډول داسې سیمې ګڼل کېږي چې د مرکزي حکومتونو ترڅنګ یې د خپلو سیمو امنیت د قومي اربکیو له لارې ساتلی دی.

د همدغو محلي جوړښتونو له امله، دا سیمې د دولت ضد وسله‌والو ډلو لپاره په تېرو لسیزو کې د محدود نفوذ ساحې پاتې شوې وې.

سرچینه زیاتوي چې د جذب په لومړیو پړاوونو کې یوازې له ځاځي میدان څخه شاوخوا زر تنه ځوانان هدف ګرځول شوي او تمه کېږي دا پروسه نورو سرحدي ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د شنونکو په باور، د په سرحدي سیمو کې له پرتو قبیلو نه د افرادو د جذب تر شا یو لامل د سرحدي امنیت اړتیاوې دي، ځکه په دې وروستیو کې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې ترینګلې شوې، ځینې پوستې یې له لاسه ور کړې او هممهاله پر ډیورنډ کرښه د نښتو پېښې زیاتې شوې دي.

د شنونکو په باور، د طالبانو دغه پلان د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د پاکستان د خاصه دار ځواک او لیوي ځواک د جلب او جذب له طرحې سره ورته والی لري، ځکه د هغو ځواکونو د جلب او جذب تمرکزهم، چې اوس یې جوړښت بدل شوی، پر سرحدي قبیلو و.

د طالبانو په سرحدي ځواکونو کې د نویو جنګیالیو ځای پرځای کول د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو د محدودولو لپاره هم مهم ګڼل کیږي، ځکه نوي سرتېري به د جګړې د کلونو د جنګیالیو په څېر له بهرنیو وسله والو سره ډېرې تنګې اړیکې ونه لري او له خپلې اراضي سره به بلد وي.

په تېرو لسیزو کې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ځايي قومي اربکیو د دولتونو لپاره د لومړۍ کرښې د دفاع رول لوبولی. د شنونکو له نظره، اوس طالبان هڅه کوي همدغه دودیز نفوذ د خپل مرکزي امنیتي جوړښت برخه کړي.

طالبانو په رسمي ډول له سرحدي ولسوالیو د سرتېرو د جلب او جذب په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟

۵

درې تورن افغانان په فرانسه کې تر نېول کېدو وروسته بېرته برېتانیا ته لېږدول شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په کابل کې د کور جوړونې او محکمو د چارو په برخه کې اسانتیاوې راولي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۵ GMT+۱
طالبان وايي په کابل کې د کور جوړونې او محکمو د چارو په برخه کې اسانتیاوې راولي
100%

د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور وایي، چې ډېر ژر به د هېواد په کچه د کورونو جوړولو او محکمو په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې په کابل کې د طالبانو له لوري د ودانیزو مقرراتو پرله‌پسې بدلونونو ودانیزې چارې ټکنۍ کړې، د زرګونو کارګرو دندې یې له منځه وړې دي او د کورونو بازار یې د لوړې بیې، ټیټې عرضې او پراخو اداري مسایلو له امله له ستونزو سره مخ کړی دی.

په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدو بهیر تېز شوی دی خو ددې تازه کډوالو نیوکې دا دي، چې طالبان د کورونو د جوړولو اجازه نه ور کوي او بله خوا په ولایتونو کې د کورونو پیدا کېدل ناممکن شوي او یا هم کرایې ډېرې لوړې دي.

د افغان تحلیلګرانو شبکې په یوه رپوټ کې ویل شوي و، چې د کابل شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي یوازې عرفي قبالې لري، چې طالبان یې نه مني. دا خلک نه شي کولای نوي کورونه جوړ کړي او نه هم خپلې شته ودانۍ پراخولای شي.

په رپوټ کې ویل شوي و، حتا هغه کسان چې شرعي قبالې لري، د ملکیت د تثبیت، اداري ځنډ، او د فساد د ادعاوو له امله د ودانۍ جواز ته په میاشتو او ان کلونو انتظار باسي.

سره له دې چې طالبان د کابل د «منظم او ښکلي ښار» خبره کوي، خو د ودانیزو مقرراتو اوسنی چوکاټ د کور او کار بحرانونه لا ژور کړي دي.

د طالبانو د قبایلو چارو وزیر وايي «افغانان نه غواړي شړل شوي کسان» بیا واک ته ورسوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۱
د طالبانو د قبایلو چارو وزیر وايي «افغانان نه غواړي شړل شوي کسان» بیا واک ته ورسوي
100%

د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په کندز ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، چې ځینې بهر مېشتي هڅه کوي په هېواد کې ناسمې اندېښنې خپرې کړي، خو د ده په وینا، « د افغانانو ډېری برخه دا ډول هڅې ردوي او نه غواړي شړل شوي کسان بیا واک ته ورسوي».

په داسې حال کې، چې په دې وروستیو کې له هېواده بهر د طالبانو مخالفانو خپل فعالیتونه چټک کړي، د دې ډلې د قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري په خپلو خبرو کې ویلي، چې د طالبانو له راتګ سره هغه ځواکونه کمزوري شوي چې په تېرو کلونو کې یې په سیمه کې نفوذ درلود.

هغه د طالبانو د مخالفو ځواکونو نومونه یاد نه کړل، خو د افغانستان په شمال کې ډېری د طالبانو پخوانۍ رقیبې ډلې په واک کې وې.

د هغه په وینا، اوسنی نظام یو خپلواک او مستقل حکومت دی چې غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولري.

نورالله نوري په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې «په افغانستان کې د یوه مستحکم حکومت په رامنځته کېدو سره د پاکستان هغه واګې له لاسه وتلې چې تېر شل کاله یې په لاس کې وې».

هغه د جمهوري نظام له اړوندو چارواکو سره د پاکستان د مرستو یادونه نه ده کړې، خو د طالبانو په اړه ویل کیږي، چې تېر شل کاله یې د پاکستان په ملاتړ په افغانستان کې د جمهوري نظام او ناټو او بهرنیو ځواکونو خلاف جګړې کولې.

د طالبانو د قبایلو چارو وزیر وویل، چې « افغان ولس نه غواړي یو ځل شړل شوي بیا د ځان واکمنان کړي».

په دې غونډه کې د طالبانو د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین شیخ نور محمد حقاني وویل چې د افغانستان د خلکو بریا د مادي امکاناتو له امله نه، بلکې د الهي نصرت او مرستې پایله ده.

ملګري ملتونه: له شپږم ټولګي ښکته ۱،۹ میلیونه نجونو ته مو د زده کړو زمینه برابره کړې

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۱
ملګري ملتونه: له شپږم ټولګي ښکته ۱،۹ میلیونه نجونو ته مو د زده کړو زمینه برابره کړې
100%

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې یې ۴،۶ میلیونه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې، چې له دې ډلې یې یوازې ۱،۹ میلیونه نجونې دي. سازمان اندېښنه ښودلې، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر زده کړو بندیز د افغانستان د بشري ځواک د ودې په لاره کې ستر خنډ دی.

ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د یاد سازمان په مرسته په عامه ښوونځیو کې شامل شوي زده کوونکي ۵۸ سلنه هلکان او ۴۲ سلنه نجونې دي.

یاد سازمان ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په مستقیم ډول د ۱،۹ میلیونو نجونو د زده کړو ملاتړ کړی دی.

خو یاد سازمان اندېښنه ښودلې، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانستان د بشري ځواک د ودې او پراختیا په لاره کې لوی خنډ رامنځته کړی دی.

په راپور کې راغلي تر هغو چې نجونو ته په ټولو کچو کې د زده‌کړو اجازه ور نه کړل شي، د بشري پانګې عادلانه وده به له سختو ننګونو سره مخ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه، چې له امله یې په میلیونونو نجونې له زده‌کړو بې برخې پاتې دي.

ملګري ملتونه دا وضعیت د هېواد د راتلونکې ځان‌بسیاینې لپاره زیانناک بولي.

سږ کال له افغانستان څخه ۲۱ زره او ۴۰۲ تنه اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې لپاره تللي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۱
سږ کال له افغانستان څخه ۲۱ زره او  ۴۰۲ تنه اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې لپاره تللي
100%

د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې اروپا ته تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي له وینزویلا تللي چې شمېر یې ۲۱ زره او ۵۴۲ تنه دی. بنګله دېشي پناه غوښتونکي څه کم لس زره تنه یاد شوي دي. د اروپايي ټولنې د احصایې له مخې، د پناه غوښتنې ۳۸ سلنه غوښتنلیکونه د افغانانو له خوا ثبت شوي دي.

د اروپايي اتحادیې د نوې احصایې له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې د پناه غوښتنو شمېر ۱۸ سلنه کم شوی او څه باندې۱۷۳ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.

سږ کال له افغانستان څخه ۲۱زره او ۴۰۲ تنو د پناه غوښتنه کړې چې ۳۸ سلنه غوښتنلیکونه تشکیلوي. کارپوهان وايي، د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو خراب وضعیت د افغانانو د کډوالۍ لوی لامل دی.

د اروپايي اتحادیې د نوې احصایې له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې د اروپايي اتحادیې په ۲۷ غړو هېوادونو او ناروې او سویس کې د پناه غوښتنې ټولټال ۱۷۳ زره او ۸۲ غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸ سلنه کمښت ښيي.

راپورونه وایي چې دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.

د جرمني د حکومت د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې د پناه غوښتنو شمېر پام وړ کم شوی او اوس برلین د پناه غوښتنو له مخې څلورم مقام ته ښکته شوی دی.

د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې په جرمني کې ۲۸ زره او ۹۲۲ غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دا شمېر د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه کم شوی دی. د جرمني فدرالي حکومت د کډوالو د شمېر کمولو لپاره سرحدي کنټرول او افغانستان ته د اخراج الوتنو ته دوام ورکړی.

د اروپايي کمېسیون یو محرم راپور ښيي چې د پناه غوښتنې تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه په فرانسه کې ثبت شوي دي.

په دغه هېواد کې ۳۴ زره او ۶۴۳ په هسپانیا کې ۳۲زره او۶۳۰ او په ایټالیا کې ۳۲زره او ۶۰۲ غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. تر ټولو لږ شمېر بیا په هنګري کې ۲۶ او په سلواکیا کې ۳۵ غوښتنلیکونه دي.

د راپور له مخې، ډېری پناه غوښتونکي له وینزویلا، افغانستان او بنګله دېش څخه دي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له امله د بشري حقونو وضعیت ډېر کړکېچن بلل کېږي، چې دا د افغانانو د کډوالۍ یو مهم لامل ګڼل کېږي. سږ کال له افغانستان څخه ۲۱ زره او۴۰۲ کسان د پناه غوښتنې لپاره اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

په جرمني کې هم د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه برخه افغانان جوړوي.

د معلوماتو له مخې، ۳۸ سلنه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د افغان اتباعو له خوا ثبت شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې وګړو یوازې ۹ سلنه غوښتنلیکونه ورکړي او د سوریې د پناه غوښتونکو شمېر ۶۳ سلنه کم شوی دی. د اوکرایني پناه غوښتونکو شمېر هم ۵۷ سلنه راټیټ شوی دی.

کارپوهان وايي، د جرمني د پناه غوښتنو په شمېر کې د کمښت یو لامل دا دی چې له سوریې او اوکراین څخه د غوښتنو کچه ډېره ټیټه شوې ده. په تېرو کلونو کې ډېری سوریان او اوکراینیان جرمني ته تلل، خو سږ کال دا شمېرې کمې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په بلخ کې ۴۳ ښځینه روغتیايي کارکوونکې وروزلې

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۷ GMT+۱
د روغتیا نړیوال سازمان په بلخ کې ۴۳ ښځینه روغتیايي کارکوونکې وروزلې
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د خپل روزنیز پروګرام له لارې یې په بلخ کې ۵۵ ټولنیز روغتیايي کارکوونکي وروزل، چې ۴۳ یې مېرمنې دي. ګډونوالو ته د لوړ فشار، شکرې، تنفسي مزمنو ناروغیو او سرطانونو په اړه عملي زده کړې ورکړل شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې نن یکشنبه، د وري پر۳۰مه ویلي، چې ددې پروژې هدف دا دی چې د غیرساري ناروغیو پر وخت پېژندنه او روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو راجع کول اسانه شي.

دوی همدراز زیاتوي، چې روزنیز پروګرام ګډونوالو ته دا هم ښوول شوي چې څنګه د غیرساري ناروغیو ناروغان ژر وپېژني او اړوندو روغتیايي مرکزونو ته یې راجع کړي.

د طالبانو له بیا ځلې واک ته رسېدو سره دې ډلې له شپږم پورته ښونځي او د روغتیايي برخې مرکزونه د افغان نجونو پرمخ وتړل.