د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې په افغانستان کې له ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې وسلهوال، چې له ۲۰ ډېرو مختلفو ډلو سره تړاو لري، فعالیت کوي.
هغه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د اړوندو ادارو د سکرترانو په ۲۱مه غونډه کې وویل، « په افغانستان کې وضعیت دشانګهای همکارۍ سازمان د امنیت د تضمین لپاره ډېر مهم دی. دا په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق له ګواښونو سره تړاو لري چې له دغه هېواده سرچینه اخلي».
شویګو وویل چې کابل د داعش پر وړاندې، چې د طالبانو د خوځښت اصلي سیاسي او ایډیالوژیک سیال بلل کېږي سخته وسلهواله جګړه کوي. د هغه په وینا، دا ډله شاوخوا درې زره غړي لري.
هغه زیاته کړه چې د بېلابېلو اټکلونو له مخې په افغانستان کې له ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې وسلهوال فعالیت لري.
شویګو وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې داعش ۱۲ لوی ترهګریز بریدونه کړي، چې له امله یې ۴۰ نظامي سرتېري او ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي دي.
هغه دا هم وویل چې له سوریې څخه افغانستان ته د اویغور، تاجک او ازبک الاصله وسلهوالو د راتګ کچه لوړه شوې ده. نوموړي ویلي، چې د طالبانو امنیتي ادارې ددې جنګیالیو څارنه کوي.
خو د شویګو په وینا، ځینې افراطي کسان لا هم د طالبانو د امنیتي ادارو له څارنې بهر پاتې دي.
د روسیې د امنیت شورا منشي دا هم وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د عادي کېدو لپاره مالي سرچینې خورا کمې دي.
هغه ویلي چې لویدیځ د روسیې، کیوبا، وینزویلا، عراق، ایران، شمالي کوریا، لیبیا او افغانستان شاوخوا ۵۹۰ میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل کړې دي.
هغه وویل: «د۲۰۲۲ کال په فبروري کې د جو بایډن د پرېکړې له مخې ۳،۵ میلیارده ډالر د سپټمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه ورکړل شول. نور ۳،۵ میلیارده ډالر امریکا د افغانستان د بشري مرستو ځانګړي صندوق ته ولېږدول».
نوموړي وویل، چې «دا پیسې غلا شوې دي».
هغه وویل چې طالبان د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې مهمې هڅې کوي. د هغه په وینا، د کوکنارو د کښت او تولید ساحه له هغه وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، له ۹۰ سلنې زیاته کمه شوې ده خو د اقتصادي ستونزو له امله شاوخوا څلور میلیونه کسان لا هم د نشه يي بوټو په کرنه کې ښکېل دي.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو، په ځانګړي ډول میتامفېټامین، تولید زیات شوی دی.
شویګو د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د اړوندو ادارو د سکرترانو په ۲۱مه غونډه کې وویل: « زموږ بنسټیز دریځ دا دی چې امریکا او د هغې متحدین باید په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن حضور بشپړ مسوولیت ومني او له جګړې وروسته د بیارغونې اصلي بار پر غاړه واخلي».
هغه زیاته کړه چې روسیه افغانستان ته د درېیمو هېوادونو د پوځي تاسیساتو بېرته راتګ د نه منلو وړ بولي.
شویګو وویل چې روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی او له طالبانو سره یې عملي او واقعي خبرې اترې پیل کړې دي.
هغه زیاته کړه: «موږ په تدریجي ډول یو بشپړ شراکت جوړوو، له سیاسي او امنیتي اړیکو څخه نیولې تر سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور او بشري همکارۍ پورې.»
د هغه په وینا، له کابل سره همکاري د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ د اهدافو لپاره مهمه ده.
شویګو وویل چې اړینه ده د شانګهای د همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډلې فعالیتونه بېرته پیل شي او همدارنګه په سیمهییزو نوښتونو لکه د مسکو فارمټ کې هم همکاري پراخه شي.