هغه ځوان چې پرون یې په کابل کې ځان ته اور اچولی و د ټپونو له امله ومړ

د کابل د ځان سوځونې په پرونۍ پېښه کې سوځېدلي افغان نن د ټپونو له امله سا ور کړې ده. یاد کس، چې انجنیر یاد شوی، د بېکارۍ او بېوزلۍ پر ضد د اعتراض په موخه ځان ته اور اچولی و، خو نورو خلکو اور ترې مړ کړی و.
