• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مقاومت جبهه: اروپایي پارلمان د طالبانو د «نورمال کولو» پر ضد اصولي او زړور دریځ خپل کړی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۱

د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې ویاند علي میثم نظري، د اروپایي پارلمان له وروستي پرېکړه‌لیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت هڅو پر ضد یو واضح او اخلاقي پیغام دی، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه.

علي میثم نظري د اروپایي پارلمان د مرستیالې او د غړو له دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د «ترهګریزې ډلې د عادي کولو» پر ضد د هغوی دریځ «اصولي او زړور» دی.

نظري په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اروپایي پارلمان وروستی پرېکړه‌لیک، چې پکې د طالبانو سیسټماټیک ظلم، ترهګري او د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو تعقیب غندل شوی، نړیوالې ټولنې ته یو «مهم او اخلاقي واضح پیغام» لېږي.

هغه زیاته کړې: «په داسې وخت کې چې ځینې لوري هڅه کوي د عملي تعامل تر نوم لاندې د یوه ترهګریز رژیم د مشروعیت لپاره زمینه برابره کړي، اروپایي پارلمان څرګنده کړه چې نړیوال ارزښتونه او بنسټیز بشري حقونه باید هېڅکله د سیاسي مصلحت قرباني نه شي.»

نظري ټینګار کړی چې له طالبانو سره هغه ډول تعامل چې له محدودو تخنیکي اړتیاوو پورته وي، کولی شي د ده په وینا د «بشري ضد جرمونو، جنسیتي اپارتاید او د افغانستان د مدني او ډیموکراټیکو بنسټونو د له منځه وړونکي ډلې» ته مشروعیت ورکړي.

هغه د اروپایي پارلمان له لوري د افغانستان د ډیموکراټیک اپوزیسیون او د افغان ولس د ملاتړ هرکلی هم کړی او ویلي یې دي چې افغانان باید د چوپتیا او بې‌پروايۍ له امله د افراطیت او استبداد په لاس کې یوازې پرېنښودل شي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

ملا عبدالغني برادر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ویزې پرته د تګ‌راتګ غوښتنه کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې په ورځ د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، هیله لري چې په راتلونکي کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ تګ‌راتګ له ویزې او پاسپورټ پرته ترسره شي.

ملا برادر وویل چې طالبان له ازبکستان سره د اړیکو پراختیا ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره تعامل او همکاري د ښه نیت پر بنسټ پراخوي.

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز وویل، د بلخ والي په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په اړیکو کې احتمالي ستونزې وڅېړي او حل کړي، څو د لا ډېرو همکاریو او تعاملاتو زمینه برابره شي.

پانګه‌والو ته بلنه او د صادقانه خدمت ټینګار

ملا عبدالغني برادر له بهر مېشتو افغان سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې بېرته افغانستان ته راستانه شي.

هغه ټینګار وکړ چې باید بهر مېشتي سوداګر هېواد ته د ستنېدو لپاره وهڅول شي. د طالبانو اقتصادي مرستیال زیاته کړه: «موږ تضمین ورکوو چې پانګه‌وال کولای شي په هره برخه کې چې وغواړي، په ډاډه زړه پانګونه وکړي».

د مزارشریف ـ حیرتان د اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه د طالبانو د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال، د عامه ګټو وزارت د چارواکو، د ازبکستان د دولتي استازو، سیمه‌ییزو مسئولانو او د بلخ ولایت د اوسېدونکو په حضور کې د ټولګټو وزارت له لوري پرانیستل شوه.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د ټولګټو ریاست مسئولانو ویلي چې د دې پروژې لګښت د رېل پټلۍ، ودانیو، کرښو او زیربناوو په ګډون، د ازبکستان له هېواد سره په قرارداد کې ۶.۳ میلیونه ډالره ټاکل شوی دی. د دوی په وینا، د دې پروژې ټول لګښت د عامه ګټو وزارت له بودجې ورکول کېږي.

وسله‌والو غلو هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ترڅنګ یو سوداګریز مارکېټ لوټ کړ

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۱

وسله‌والو غلو تېره شپه د هرات ښار په مرکز کې د «خواجه محمد تاکي» سوداګریز مارکېټ ته تر ننوتلو وروسته، د اته دوکانونو څخه نغدې پیسې او مالونه له ځان سره وړي دي.

په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې غلو له مارکېټ ته تر ننوتلو وروسته د ساتونکي لاسونه وتړل، امنیتي کمرې یې ویجاړې کړې او د سهار تر پنځو بجو پورې په دغه سوداګریز مرکز کې پاتې شول.

د خواجه محمد تاکي مارکېټ د هرات ښار د «درب خوش» په سیمه کې موقعیت لري او د طالبانو د امنیه قوماندانۍ څخه شاوخوا یو کیلومتر واټن لري.

دغه سوداګریز مرکز په هرات کې د خوراکي توکو له سترو عمده‌فروشۍ مارکېټونو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو ډېری خوراکي توکي هم له همدې مارکېټه برابرېږي.

لږ تر لږه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې وسله‌والو غلو د اته دوکانونو پیسې او نور مالونه غلا کړي دي.

د خواجه محمد تاکي مارکېټ یوه دوکاندار افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې غلو د دوکاندارانو د پیسو د ساتلو له ځایونو سره بشپړه بلدتیا لرله.

تر اوسه د غلا شویو پیسو دقیق مقدار نه دی څرګند شوی.

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو دوکاندارانو ته ویلي له رسنیو سره خبرې ونه کړي او د پېښې اړوند هېڅ انځورونه او ویډیوګانې خپرې نه کړي.

په وروستیو میاشتو کې، په هرات کې یو شمېر سوداګریزو مرکزونو د خپل امنیت د ساتنې لپاره شخصي ساتونکي ګومارلي دي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. په دې وروستیو کې په هرات کې وسله‌والې غلاوې، په ځانګړي ډول د موټرو او موبایل ټیلیفونونو غلا، په څرګند ډول زیاتې شوې دي.

نصیر احمد اندېشه: د طالبان تر واک لاندې د یوه ځوان ځان‌وژنه د ژور ټولنیز بحران نښه ده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو په جینوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه د یوه ۲۷ کلن افغان انجینر «شمس» مړینه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ژور ټولنیز او بشري بحران نښه بللې او ویلي یې دي چې هېواد له یوې «خاموشې انساني فاجعې» سره مخ دی.

اندېشه پر ایکس خوا رسنۍ کې لیکلي، شمس چې د راپورونو له مخې یې د انجینرۍ او کمپیوټرپوهنې په برخو کې زده کړې کړې وې، د بېکارۍ او فقر پر هله اعتراض وروسته د ځان‌وژنې هڅه او وروسته یې د کابل په استقلال روغتون کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه لیکلي: «دا پېښه یوازې یوه حادثه یا شخصي غمیزه نه ده، بلکې په افغانستان کې د یوه ژور ټولنیز بحران نښه ده چې طالبانو نیولی دی.»

اندېشه د دغه ځوان د مړینې پر وړاندې د ټولنې چوپتیا ته په اشارې ویلي چې دا سکوت د افغانستان د اوسني وضعیت تریخ انځور وړاندې کوي. د هغه په وینا: «هغه ټولنه چې روح یې ترې اخیستل شوی وي، ان د یوه لوستي ځوان د اعتراضي مړینې پر وړاندې هم د ګډ غبرګون توان نه لري.»

هغه د ۲۰۱۱ کال د «عربي پسرلي» له پیل سره د تونسي ځوان محمد ابوعزیزي د ځان‌سوځونې پېښې ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت له هغه وخت سره توپیر لري. د هغه په خبره، دا توپیر د خلکو د بې‌پروایۍ له امله نه، بلکې د «جوړښتي وېرې، سیستماتیکې ځپنې، د مدني بنسټونو د ړنګېدو، د نخبه‌ګانو د پراخې کډوالۍ او له ټولنیز ډګره د ښځو د حذف» پایله ده.

اندېشه د طالبانو په اړه ویلي چې، د دوامدارې وېرې فضا یې رامنځته کړې او زیاتوي: «طالبانو هر ډول راټولېدنه، اعتراض او ان ډله‌ییز ماتم هم په مرګوني ګواښ بدل کړی دی.»

هغه د سیمې له هېوادونو، نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې دې پېښې ته د خبرداري په سترګه وګوري او زیاته کړې یې ده چې فقر، بېکاري، ځپنه او ناهیلي داسې کچې ته رسېدلي چې ځینې لوستي ځوانان نور د ژوند دوام ته هېڅ لاره نه ویني.

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د طبیعي پېښو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱

په افغانستان کې د روغتیا نړېوال سازمان دفتر ویلي، طبیعي پېښې پر ټولو خلکو یو شان اغېز نه کوي. یاد سازمان پر اېکس لیکلي چې لږ تر لږه ۷۰ تر ۸۰سلنه د بیړنیو مرستو بېړني اړمن کسان ښځې او ماشومان دي او نږدې ۷۵ سلنه هغه کسان چې د طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه کېږي هم ښځې او ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، دا شمېرې د طبیعي پېښو نابرابر اغېز ښيي او پر دې ټینګار کوي چې ښځې او ماشومان د مرستو په لومړۍ کرښه کې ځای لري. په دغه پیغام کې راغلي چې د دغو زیانمنو قشرونو د خوندیتوب، رواني پاملرنې او عملي ملاتړ اړتیاوې باید په بیړني ډول په پروګرامونو کې ځای شي.

یاد پیغام زیاتوي چې د مرستو د وېش پر مهال باید د ښځو او ماشومانو ځانګړې اړتیاوې، لکه خوندي سرپناه، روغتیایي خدمتونه، د تغذیې ملاتړ او د ساتنې میکانیزمونه په پام کې ونیول شي. همدارنګه ټینګار شوی چې د معلوماتو راټولول او ارزونې باید د جنسیت او عمر پر بنسټ وشي تر څو د مرستو هدفمندوالي لوړه شي.

د بشري حقونو د څارونکو په وینا، طبیعي پېښو او بې‌ځایه کېدو کې ښځې او نجونې له لوړې خطرې سره مخ وي ځکه د خدماتو لاسرسی، د سرپناه خوندیتوب او د تاوتریخوالي مخنیوی ورته جدي ننګونې دي.

د ښځو پر حقونو کارکوونکي وایي که د بیړني غبرګون پلانونه د ښځو او ماشومانو اړتیاوې په منظم ډول شاملې نه کړي، د مرستو اغېز به کم او د زیانمنو قشرونو خطر به زیات وي.

هم‌مهاله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو او زلزلو له کبله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د راپورونو له مخې، ښځو او ماشومانو په دغو طبیعي افتونو کې تر هر چا ډېر زیان لیدلی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو له خوا بامیان راډیو تړل د رسنیو له ازادۍ سرغړونه ده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز (ای ایف جی سي) وايي، د طالبانو د استخباراتو ادارې په بامیان ولایت کې د «بامیان راډیو» فعالیت درولی او دا اقدام یې د رسنیو د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي له حقه ښکاره سرغړونه بللې ده.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، د طالبانو د استخباراتو اړوند چارواکو د غويي په ۲۷مه (مې ۱۷مه) په بامیان ولایت کې د «بامیان راډیو» دفتر وتاړه. د راپور له مخې، دغه راډیو له ۲۰۰۳ کال راهیسې فعالیت درلود او له مخکیني خبرتیا او قانوني بهیر پرته یې فعالیت درول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، که څه هم په بامیان کې یوه طالب چارواکي ادعا کړې چې د راډیو د کاري جواز د مودې پای ته رسېدو له امله یې فعالیت بند شوی، خو ځایي سرچینو ویلي چې د راډیو مسوولانو څو ځله د جواز د تمدید غوښتنې سپارلې وې، خو د چارواکو له لوري نه وې منل شوې.

راپور د یوې ځایي سرچینې له قوله، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی اخیستل شوی، زیاتوي چې د راډیو د تړلو لپاره نه رسمي خبرتیا ورکړل شوې او نه هم کوم مستند قانوني دلیل وړاندې شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په اعلامیه کې ویلي: «د بامیان راډیو د تړلو پرېکړه باید ژر تر ژره بیا وڅېړل شي او دغه راډیو باید له کوم شرط پرته بېرته خپل فعالیت پیل کړي.»

راپور زیاتوي چې د بامیان راډیو له تړل کېدو وروسته، اوس په دې ولایت کې یوازې یوه خصوصي راډیو «نسیم» فعالیت کوي، چې له امله یې د رسنیو تنوع او خپلواکو معلوماتو ته د خلکو لاسرسی نور هم محدود شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې یې د خبریالانو د حقونو د سرغړونو لږ تر لږه ۲۰۷ پېښې ثبت کړې دي. په دغو پېښو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د بندیز له امله د ۲۱ سیمه‌ییزو ټلوېزیونونو تړل کېدل، د اتو رسنیزو بنسټونو د فعالیت درول او له لسو څخه د ډېرو رسنیو د جوازونو لغوه کېدل هم شامل دي.