• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا په لبنان کې د ایران پر اېستل شوي سفیر بندیز ولګاوه

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۸ GMT+۱

د امریکا د خزانې وزارت په لبنان کې د تهران پر اېستل شوي سفیر محمدرضا ریوف شیباني بندیزونه ولګول. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې له حـ. ـزب‌الله ډلې سره تړلي ۹ کسان یې تحریم کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، دغو کسانو په لبنان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د نفوذ د پراخولو او د لبنان د حاکمیت د کمزوري کولو لپاره فعالیت کاوه.

امریکايي چارواکو ویلي، دا بندیزونه د هغو کسانو او شبکو پر ضد لګول شوي چې د حزب‌الله مالي، سیاسي او عملیاتي فعالیتونو ملاتړ کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین جګړې او سیمه‌ییزو کړکېچونو د فنلنډ د بم‌پناه‌ځایونو نړیواله غوښتنه زیاته کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱

د اوکراین د جګړې او په منځني ختیځ کې د امنیتي اندېښنو له پراخېدو سره، فنلنډ د خپلو لویو او پرمختللو بم‌پناه‌ځایونو له امله د نړۍ د هېوادونو پام ځانته اړولی او اوس فنلنډي شرکتونه هڅه کوي چې د دغو امنیتي تاسیساتو ټکنالوژي او خدمات نورو هېوادونو ته صادر کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د فنلنډ پلازمېنه هلسینکي د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو، ښاروالانو او شرکتونو د استازو د لیدنو مهم مرکز ګرځېدلی دی. راپور وايي چې تر اوسه شاوخوا ۸۰۰ بهرنیو پلاوو د «مېريهاکا» په نوم د دغه هېواد تر ټولو ستر ملکي بم‌پناه‌ځای لیدنه کړې ده.

دغه بم‌پناه‌ځای، چې په ۲۰۰۳ کال کې د ځمکې تر سطحې شاوخوا ۲۵ متره لاندې جوړ شوی، د عادي وختونو پر مهال د سپورټ میدانونه، جمنازیم او د ماشومانو د لوبو ځای لري، خو د بیړني حالت پر مهال په ۷۲ ساعتونو کې د شپږ زره کسانو د استوګنې په مرکز بدلېدلی شي.

راپور وايي، په فنلنډ کې د لویو استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو لاندې د بم‌پناه‌ځایونو جوړول قانوني شرط دی، او همدې چارې فنلنډي شرکتونه د دغو تاسیساتو په ډیزاین، جوړولو او ساتنې کې له پراخې تجربې برخمن کړي دي.

طالبان: د پاکستان له زندانونو څخه تر ۳۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بندخونو ۳۰۷ افغان کډوال ازاد شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له دغو راستانه شویو کسانو څخه ۲۶۸ تنه د تورخم او ۳۹ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په پاکستان کې نیول شوي او زنداني شوي وو.

خبرپاڼه زیاتوي، راستانه شوي کډوال په اړوندو امریتونو کې له ثبت او لومړنیو مرستو د تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په روسیه کې پر یوه اورګاډي د اوکرایني ډرون د برید له امله درې تنه وژل شوي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱

د روسیې د دولتي اورګاډو شرکت ویلي چې د پنجشنبې په ورځ په بریانسک سیمه کې پر یوه اورګاډي د اوکراینۍ بې‌پېلوټه الوتکې (ډرون) د برید له امله درې کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دا پېښه د یونېچا ښار په یوه رېل تمځي کې شوې او د اورګاډي مخکینۍ برخه په نښه شوې ده.

وژل شوي درې واړه کسان د روسیې د اورګاډو کارکوونکي وو.

د بریانسک سیمې سرپرست والي ایګور کووالچوک تر دې مخکې ویلي وو چې پر یونېچا ښار برید شوی دی.

بریانسک سیمه له اوکراین سره ګډه پوله لري او په وروستیو میاشتو کې څو ځله د اوکرایني بریدونو هدف ګرځېدلې ده.

په جرمني کې یو ډنمارکی وګړی له ایران سره د همکارۍ په تور تر عدلي تعقیب لاندې راغلی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د جرمني چارواکو یو ډنمارکی وګړی له ایران سره د همکارۍ او په اروپا کې د یهودي څېرو او د اسراییل د یوه پخواني ملاتړي استازي د ترور د پلان جوړولو په تور تر عدلي تعقیب لاندې راوستی دی.

دغه شکمن کس تېر کال د جون په میاشت کې په ډنمارک کې نیول شوی و.

جرمني ادعا کوي چې نوموړي د ایران له اړوندو کړیو سره په همغږۍ د احتمالي هدفي بریدونو د پلان جوړولو هڅه کوله.

په ورته مهال، د هغه یو بل همکار چې د افغانستان تبعه بلل شوی، د تېر کال په نومبر میاشت کې په ډنمارک کې نیول شوی دی.

د پاکستان لوی درستیز د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړتوب په موخه تهران ته ځي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۶ GMT+۱

اسلام‌اباد د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرو د چټکتیا لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړې دي. سرچینو ویلي چې د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر ښايي نن پنجشنبه د منځګړیتوب لپاره تهران ته لاړ شي.

پاکستاني چارواکي وایي چې له ایران سره د اړیکو د تنظیم او د خبرو د چټکتیا لپاره له بېلابېلو لوریو سره په تماس کې دي.

بل لور ته، ایراني سرچینو ویلي، د ایران ستر مشر امر کړی چې د هېواد نږدې د وسلو درجې ته رسېدلي بډایه شوي یورانیم باید له هېواده بهر ونه لېږدول شي، چې دا د امریکا له مهمو غوښتنو یوه بلل کېږي.

ډونالډ ټرمپ ویلي که مناسب ځوابونه ترلاسه نه کړي، نو امریکا چمتو ده چې ژر اقدام وکړي.

هغه ویلي: «که سم ځوابونه ترلاسه نه کړو، هر څه ډېر ژر بدلېدای شي».

په همدې حال کې، د ایران سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې که پر ایران بیا برید وشي، نو شخړه به له سیمې هم پراخه شي.