• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کانګو په ختیځ کې د ایبولا نوې پېښه؛ نړیوال خبرداری او د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۵ GMT+۱

د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت په ختیځ کې، د یاغي ډلې تر کنټرول لاندې جنوبي کیوو ولایت کې د ایبولا یوه نوې پېښه ثبت شوې. دا پېښه داسې مهال ثبت شوې چې روغتیايي چارواکي د دغه ناروغۍ د پراخېدو خبرداری ورکوي او د تلفاتو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه له هغه اصلي مرکز څخه سلګونه کیلومټره لرې ثبت شوې چې د ایبولا خپرېدل پکې لومړی ځل تشخیص شوي وو. راپور وايي، په جنوبي کیوو کې یو ۲۸ کلن ناروغ، چې د کیسنګاني ښار څخه سیمې ته تللی و، د ناروغۍ له امله مړ شوی او روغتیايي اصولو ته په پام خاورو ته سپارل شوی دی.

د کانګو د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه د ایبولا د خپرېدونکې څپې له امله د ۶۷۰ شکمنو پېښو له ډلې ۱۶۰ مشکوکې مړینې ثبت شوي او له دغو څخه ۶۱ مثبتې پېښې په رسمي ډول تایید شوې دي.

راپور زیاتوي چې په ګاونډي یوګانډا کې هم د ایبولا دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یوګانډا حکومت د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې اعلان کړی چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به له کانګو سره الوتنې وځنډوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې اوونۍ په پای کې د ایبولا د «بونډیبوګیو» بڼې خپرېدل نړیوال روغتیايي اضطراري وضعیت اعلان کړل. د راپور له مخې، د دې ویروس لپاره تر اوسه کوم تایید شوی واکسین نه شته.

د وبایي ناروغیو د چمتووالي نړیوال ایتلاف مشرې جېن هالټن، ویلي چې تر اوسه ثبت شوې پېښې ښايي یوازې «د یخ غره غوندې» وي، یعنې اصلي شمېرې ښايي تر دې ډېرې لوړې وي.

په ورته وخت کې مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې د روغتیايي تجهیزاتو او لومړنیو امکاناتو کمښت د ناروغۍ د کنټرول هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د ځینو لویو تمویلوونکو هېوادونو مرستې کمې شوې دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین جګړې او سیمه‌ییزو کړکېچونو د فنلنډ د بم‌پناه‌ځایونو نړیواله غوښتنه زیاته کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱

د اوکراین د جګړې او په منځني ختیځ کې د امنیتي اندېښنو له پراخېدو سره، فنلنډ د خپلو لویو او پرمختللو بم‌پناه‌ځایونو له امله د نړۍ د هېوادونو پام ځانته اړولی او اوس فنلنډي شرکتونه هڅه کوي چې د دغو امنیتي تاسیساتو ټکنالوژي او خدمات نورو هېوادونو ته صادر کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د فنلنډ پلازمېنه هلسینکي د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو، ښاروالانو او شرکتونو د استازو د لیدنو مهم مرکز ګرځېدلی دی. راپور وايي چې تر اوسه شاوخوا ۸۰۰ بهرنیو پلاوو د «مېريهاکا» په نوم د دغه هېواد تر ټولو ستر ملکي بم‌پناه‌ځای لیدنه کړې ده.

دغه بم‌پناه‌ځای، چې په ۲۰۰۳ کال کې د ځمکې تر سطحې شاوخوا ۲۵ متره لاندې جوړ شوی، د عادي وختونو پر مهال د سپورټ میدانونه، جمنازیم او د ماشومانو د لوبو ځای لري، خو د بیړني حالت پر مهال په ۷۲ ساعتونو کې د شپږ زره کسانو د استوګنې په مرکز بدلېدلی شي.

راپور وايي، په فنلنډ کې د لویو استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو لاندې د بم‌پناه‌ځایونو جوړول قانوني شرط دی، او همدې چارې فنلنډي شرکتونه د دغو تاسیساتو په ډیزاین، جوړولو او ساتنې کې له پراخې تجربې برخمن کړي دي.

په روسیه کې پر یوه اورګاډي د اوکرایني ډرون د برید له امله درې تنه وژل شوي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱

د روسیې د دولتي اورګاډو شرکت ویلي چې د پنجشنبې په ورځ په بریانسک سیمه کې پر یوه اورګاډي د اوکراینۍ بې‌پېلوټه الوتکې (ډرون) د برید له امله درې کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دا پېښه د یونېچا ښار په یوه رېل تمځي کې شوې او د اورګاډي مخکینۍ برخه په نښه شوې ده.

وژل شوي درې واړه کسان د روسیې د اورګاډو کارکوونکي وو.

د بریانسک سیمې سرپرست والي ایګور کووالچوک تر دې مخکې ویلي وو چې پر یونېچا ښار برید شوی دی.

بریانسک سیمه له اوکراین سره ګډه پوله لري او په وروستیو میاشتو کې څو ځله د اوکرایني بریدونو هدف ګرځېدلې ده.

په جرمني کې یو ډنمارکی وګړی له ایران سره د همکارۍ په تور تر عدلي تعقیب لاندې راغلی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د جرمني چارواکو یو ډنمارکی وګړی له ایران سره د همکارۍ او په اروپا کې د یهودي څېرو او د اسراییل د یوه پخواني ملاتړي استازي د ترور د پلان جوړولو په تور تر عدلي تعقیب لاندې راوستی دی.

دغه شکمن کس تېر کال د جون په میاشت کې په ډنمارک کې نیول شوی و.

جرمني ادعا کوي چې نوموړي د ایران له اړوندو کړیو سره په همغږۍ د احتمالي هدفي بریدونو د پلان جوړولو هڅه کوله.

په ورته مهال، د هغه یو بل همکار چې د افغانستان تبعه بلل شوی، د تېر کال په نومبر میاشت کې په ډنمارک کې نیول شوی دی.

د پاکستان لوی درستیز د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړتوب په موخه تهران ته ځي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۶ GMT+۱

اسلام‌اباد د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرو د چټکتیا لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړې دي. سرچینو ویلي چې د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر ښايي نن پنجشنبه د منځګړیتوب لپاره تهران ته لاړ شي.

پاکستاني چارواکي وایي چې له ایران سره د اړیکو د تنظیم او د خبرو د چټکتیا لپاره له بېلابېلو لوریو سره په تماس کې دي.

بل لور ته، ایراني سرچینو ویلي، د ایران ستر مشر امر کړی چې د هېواد نږدې د وسلو درجې ته رسېدلي بډایه شوي یورانیم باید له هېواده بهر ونه لېږدول شي، چې دا د امریکا له مهمو غوښتنو یوه بلل کېږي.

ډونالډ ټرمپ ویلي که مناسب ځوابونه ترلاسه نه کړي، نو امریکا چمتو ده چې ژر اقدام وکړي.

هغه ویلي: «که سم ځوابونه ترلاسه نه کړو، هر څه ډېر ژر بدلېدای شي».

په همدې حال کې، د ایران سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې که پر ایران بیا برید وشي، نو شخړه به له سیمې هم پراخه شي.

د ایران ستر مشر وايي بډایه شوي یورانیم باید په ایران کې پاتې شي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د ایران نوي ستر مشر ویلي، چې د هېواد بډایه شوي یورانیم باید بهر ته ونه لېږدول شي. سرچینو رویټرز ته ویلي، د ایت‌الله مجتبی خامنه‌يي دا امر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نور هم غوسه کولی شي او د ایران پر ضد د امریکا–اسراییل د جګړې د پای ته رسولو خبرې نورې هم پېچلې کوي

اسراییلي چارواکو رویټرز ته ویلي چې ټرمپ اسراییل ته ډاډ ورکړی چې د لوړې کچې بډایه شوي یورانیم، چې د اتومي وسلو د جوړولو لپاره اړین دي، له ایران څخه ایستل کېږي.

یوې ایراني سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم نه څرګندولو غوښتنه کړې، وویل: «د ستر مشر لارښود او د نظام دننه اجماع دا ده چې د بډایه شویو یورانیمو زېرمه باید له هېواده ونه وځي».

د سرچینو په وینا، د ایران لوړپوړي چارواکي باور لري چې که دا مواد بهر ته ولېږدول شي، هېواد به یې د امریکا او اسراییل د راتلونکو بریدونو پر وړاندې لا زیات زیانمن شي.