• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تېرو ۴۸ ساعتونو لړ کې؛ پاکستاني پوځ په خېبر پښتونخوا کې د ۲۳وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱

د پاکستان پوځ ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د باور وړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې پراخ عملیات ترسره کړي دي. د پوځ د عامه اړیکو څانګې په وینا، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په دته‌خېل، سپینوام او بنو کې د سختو نښتو پر مهال لږ تر لږه ۲۳وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ رسنیو څانګې (ای‌اېس‌پي‌ار) په خبرپاڼه کې ویلي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والې ډلې یو مهم قوماندان جان میر مشهور په «تور ثابت» هم په وژل شویو کې دی. خبرپاڼې کې ویل شوي چې نوموړی د پاکستاني ځواکونو لخوا تر ټولو مطلوب کسانو په نوملړ کې شامل و چې د ګڼو بریدونو، د امنیتي عسکرو او ملکي وګړو په وژنو په کې یې لاس درلود. د پوځ په وینا، د نوموړي پر سر د حکومت له لوري انعام ټاکل شوی و.

د پوځ د معلوماتو له مخې، په عملیاتو کې د وسله‌والو څو پټنځایونه له‌منځه وړل شوي او د وسلو، مهماتو او د چاودېدونکو توکو لوی زېرمتون څخه یې چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي. پاکستاني پوځ ادعا کړې چې همدارنګه، د سیمو د پاکولو پر مهال د ځمکې لاندې پېچلې تونلونه او بنکرونه هم موندل او ویجاړ کړل شول.

ای‌اېس‌پي‌ار زیاته کړې چې د سیمو تصفیوي عملیات روان دي تر څو پاتې وسله‌وال له پټو ځایونو لرې کړي. د پوځ په وینا، دا ترهګرۍ ضد عملیات د «عزمِ استحکام» تر چتر لاندې ترسره کېږي.
په خېبر پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو له لوري له کلونو راهیسې د وسله‌والو پر ضد عملیات روان دي، او په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې وخت ناوخت د نښتو او ریدونو راپورونه ورکول کېږي. چارواکي وایي چې د وسله‌والو شبکو ماتول او د پټنځایونو له منځه وړل د سیمې د ثبات لپاره مهم بلل کېږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

هند په امنیت شورا کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید وغانده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پارواتانیني په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په اړه ویلي، پاکستان د ملکیانو پر وړاندې د نسل وژنې او تاوتریخوالي اوږد تاریخ لري. هغه وایي، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله ۷۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پرواتانېني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کلنۍ غونډې پرمهال «په وسله‌والو شخړو کې د ملکیانو ساتنې» په اړه وویل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپلو اسنادو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې له ۹۵ پېښو څخه ۹۴ د پاکستاني ځواکونو له‌خوا بللې دي.

د نوموړي په خبره؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یومانا راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۶کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د نښتو له امله په افغانستان کې ۷۵۰ ملکیان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

هغه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون وروستي برید ته په اشارې وویل: «پاکستان په کابل کې د امید د روږدو د درملنې پر مرکز وحشیانه هوايي برید وکړ، چې له امله یې ۲۶۹ ملکیان وژل شوي دي».

د هند استازي همدارنګه پاکستان تورن کړ، چې د ملکیانو د ساتنې او د بشري مسوولیتونو د پوره کولو په اړه نړۍوالې غوښتنې له پامه غورځوي. پرواتانېني زیاته کړه: «دا منافقت دی، چې یو هېواد د نړۍوال قانون له اصولو خبرې کوي؛ خو په توره شپه بې‌ګناه ملکیان په نښه کوي».

سهیل اپریدی: اډیاله زندان مخې ته پر احتجاج کوونکو ډزې شوې دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپريدي او د عمران خان خور عليمه خان ادعا کړې ده، چې د اډیاله زندان مخې ته د احتجاجي ناستې پر ګډونوالو ډزې شوې او یوشمېر کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

اپريدي د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۳۰مه) یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال ویلي، هغه کاروان چې د عمران خان سره د لیدنې لپاره اډیاله زندان ته روان و؛ اسلام‌اباد ته تر ننوتو وروسته ودرول شو او وروسته ګډونوالو د چونګي نمبر ۲۶ په سیمه کې احتجاجي ناسته وکړه.

هغه ادعا وکړه، چې د ناستې د ختمولو لپاره پر ګډونوالو ډزې وشوې. نوموړي وویل، په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا ټول پاکستان ته ګاز ورکوي؛ خو په بدل کې یې د دوی له استازو سره ناسم چلند کېږي.

اپريدي زیاته کړه، دوی یوازې دا غوښتنه لري چې عمران خان ته دې په شفا نړۍوال روغتون کې درملنه ورکړل شي. هغه ادعا کړې، چې عمران خان د ښۍ سترګې د لید پراخه کچه له لاسه ورکړې ده.

بل لور ته عليمه خان وویل، چې د هغه پر ضد قضیې په خپلواکه توګه نه اورېدل کېږي او نوموړی له میاشتو راهیسې په انفرادي خونو کې ساتل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزېسیون ټلوالې او تحریک انصاف ګوند د جمعې په ورځ په ټول پاکستان کې د عمران خان د خلاصون، د بیو لوړوالي او نورو ستونزو په اړه د پراخو احتجاجونو اعلان کړی دی.

پاکستاني پولیسو په بلوچستان کې ۲۸ افغان کډوال نیولي دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۱

د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ اړوند په سنګۍ سیمه کې پولیسو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۲۸ افغان کډوال نیولي دي. پولیسو ویلي، نیول شوي کسان په پټه توګه په سیمه کې مېشت وو او د عملیاتو پرمهال له کرنیزو ځمکو څخه نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا؛ په دغه کسانو کې د بېلابېلو عمرونو وګړي شامل دي. پولیسو ویلي، تر لومړنیو قانوني پړاوونو وروسته به ټول نیول شوي کسان د نورو قانوني اقداماتو لپاره د پاکستان د څېړنې فدرالي ادارې ته وسپارل شي.

پاکستاني پولیسو تېره ورځ هم د بلوچستان ایالت د تربت، دښتې، سري کهن او شاوخوا سیمو په بېلابېلو برخو کې ۷۰ افغانان نیولي وو. پاکستاني چارواکي وایي، دغه کسانو غوښتل د ایران له لارې په ناقانونه توګه اروپا ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده، چې کیچ ولسوالۍ ایران پولې ته څېرمه پرته ده او د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو لارو افغان وګړي هڅه کوي چې ایران ته په ناقانونه توګه سفر وکړي.

افغان خبریال پرویز امین‌زاده د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پولیسو نیولی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱

په پاکستان افغان کډوال خبریال پرویز امین‌زاده د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی. دغه افغان خبریال ته نږدې کسانو ویلې، چې پرویز امین زاده اوس مهال د جبري ستنولو له ګواښ سره مخ دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، امین‌زاده د چهارشنبې په ماښام شاوخوا ۶:۴۵ بجې له خپل کور څخه، چې د راولپنډۍ د ایف-۱۸ اړوند سیمه کې موقعیت لري، نیول شوی دی.

نوموړي ته نږدې کسانو ویلي، چې د هغه نیول کېدل په پاکستان کې د استوګنې د ویزې د اعتبار د پای ته رسېدو له امله شوي او احتمال شته چې د ایستلو د بهیر لپاره د ستنولو مرکز «حاجي کمپ» ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه شوې او د راپورونو له مخې، په دې بهیر کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم شامل دي.

راپورونه ښيي چې پاکستان د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو پالیسۍ ته دوام ورکړی، هغه اقدام چې د ګڼو افغان کډوالو او د بشري حقونو د ملاتړو اندېښنې یې راپارولې دي.

شهباز شریف: پاکستان له افغانستان سره سوله غواړي خو امنیتي اندېښنې شته

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي اسلام‌اباد غواړي له افغانستان سره، په سوله او ښه ګاونډیتوب کې ژوند وکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو حکومت باید د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد «جدي او عملي اقدامات» وکړي چې دده په وینا، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد بریدونو لپاره کاروي.

شهباز شریف دغه څرګندونې بلوچستان ایالت ته د سفر پرمهال د کوټې «کمانډ اېنډ سټاف کالج» ته په خپله وینا کې کړې دي.

نوموړي ویلي چې ټي ټي پي، داعش خراسان او بي اېل اې هغه ډلې دي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي او باید پر ضد یې اقدام وشي.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو په اړه هم وویل چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ په پایله کې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند ممکن شو او ددوی د هڅو له امله دواړه هېوادونه له ۴۷ کلونو وروسته د مخامخ خبرو مېز ته کښېناستل.

د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د امنیتي مسایلو او د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو پر سر پوځي او لفظي ترینګلتیا زیاته شوې ده. پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.