د سرچینو په وینا، طالبانو د جمعیت اسلامي ګوند د پخواني قوماندان محمدظریف ازاد پر کور هم چاپه وهلې ده.
ځايي سرچینې وایي، د نیول شویو کسانو په منځ کې د محمدظریف ازاد پنځه خپلوان هم شامل دي.
محمد ظریف ازاد، چې د غور ولایت د جمعیت اسلامي ګوند غړی بلل کېږي، دا مهال له افغانستان څخه بهر ژوند کوي.
نوموړي افغانستان انټرنشنل ته د دغو نیونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې تر اوسه د نیول شویو کسانو د برخلیک او ساتنې د ځای په اړه هېڅ معلومات نشته.
هغه ادعا کړې چې طالبانو د پخواني حکومت له سقوط راهیسې څو ځله د هغه د کورنۍ غړي او نږدې کسان نیولي او شکنجه کړي دي.
د نوموړي په وینا، طالبانو په ځینو مواردو کې د ده د خپلوانو د خوشې کولو لپاره د پیسو او وسلو غوښتنه هم کړې ده.
محمدظریف ازاد وایي، د هغه ۶۹ کلن پلار هم څو ځله طالبانو نیولی او هر ځل د پیسو تر ورکړې وروسته خوشې شوی دی.
هغه زیاتوي چې طالبانو د پخواني حکومت له سقوط وروسته د هغه کور ته اور اچولی و او اوس یې د دویم ځل لپاره هم کور ور ویجاړ کړی دی.
ځايي سرچینې وایي، نیول شوي کسان د وسلو د ساتنې او د طالبانو ضد جبهاتو سره د اړیکو په تور نیول شوي، خو د غور لپاره طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
یو ځايي اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې محمدظریف ازاد د پخواني حکومت پر مهال په ملي امنیت کې دنده کړې او د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون ځواکونو قوماندان هم پاتې شوی و.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي انځورونه ښيي چې د عملیاتو پر مهال د نوموړي کور سخت زیانمن شوی دی.