د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ په بلخ کې د افغانستان د شمال ختیزو او شمال لوېدیزو ولایتونو د امنیتي وضعیت، اداري کنټرول او د ډلې د مشر هبتالله اخوندزاده د فرمانونو د بشپړ تطبیق پر موضوعاتو غونډه کړې ده.
دا غونډه د طالبانو دفاع وزیر او د کمېسیون مشر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ شوې، چې د بلخ، کندز، تخار، بدخشان، بغلان، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو طالب والیانو او د ملکي او نظامي ادارو مسوولانو پکې ګډون کړی دی.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت هر اړخیزه ارزونه شوې، په ځانګړي ډول د سیمهییزو امنیتي جوړښتونو د فعالیت، د ادارې د همغږۍ او د جرمي پېښو د مخنیوي پر میکانیزمونو بحث شوی دی.
طالب چارواکو ټینګار کړی چې د هبتالله اخوندزاده د فرمانونو او لارښوونو عملي کول د دولتي ادارو د کار بنسټ جوړوي او باید په ټولو زونونو کې په منظم ډول تطبیق شي.
په همدې غونډه کې اقتصادي وضعیت ته هم اشاره شوې او د بېکارۍ د کچې د کمولو او د کارموندنې د فرصتونو د پراخولو غوښتنه شوې ده.
دا بحث په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په روانه اونۍ کې په کابل کې یو کس د بېکارۍ له امله د اعتراض په توګه ځان ته اور اچولی و او وروسته د ټپونو له امله ومړ.
دې پېښې پر خلکو د اقتصادي فشارونو د زیاتېدو په تړاو تازه اندېښنې راپورته کړې دي.
له بلې خوا، په وروستیو میاشتو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جنايي پېښو او وسلهوالو غلاوو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي، چې له امله یې د امنیتي تدابیرو د سختولو غوښتنې هم زیاتې شوې دي.
د کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جنايي پېښو د مخنیوي لپاره باید «جدي تدابیر» عملي شي او د خلکو د سر، مال او عزت د خوندیتوب لپاره د امنیتي ځواکونو چارې لا منظمې شي.