• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالۍ نړیوال سازمان: تېر کال له ایرانه له ۲۹۳ زرو ډېرو افغان راستنېدونکو سره مرستې شوي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي، چې تېر کال له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو د څه د پاسه ۲۹۳زرو افغانانو سره بشرپاله مرستې ترسره شوې دي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د غويي په ۳۱مه، په خپل راپور کې ویلي چې د مرستې ترلاسه کوونکو له ډلې څه باندې ۴۵زره کسان له زیان‌منونکو ډلو وو او ځانګړو مرستو او ملاتړ ته یې اړتیا لرله.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶کال کې هم افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو بهیر دوام لري، خو هېواد ته ډېری راستنېدونکي له ستنېدو وروسته له جدي ستونزو سره مخ کېږي. بېکاري، د سرپناه نشتوالی او بنسټیزو خدماتو ته محدود لاسرسی د هغوی له مهمو ننګونو څخه بلل شوي دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو اټکل کړی و چې ښايي روان کال له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۲،۷ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مخکې له افغانستان سره د ۵۲۹میلیونه ډالرو د مرستې خبر هم ورکړی و او ویلي یې وو چې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر میاشتې راهیسې تر اوسه نږدې ۵،۹ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

محمد حنیف اتمر: د نثار محمد یوسفزي فداکاري د سیمه‌ییز یووالي او تاریخي پیوستون نښه ده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د نثار محمد یوسفزي فداکارۍ د ستاینې په ترڅ کې ویلي، چې د هغه مبارزه د سیمې د ملتونو ترمنځ د تاریخي یووالي او پیوستون څرګندونه کوي او د ګډ تمدني فضا د پیاوړتیا پیغام لري.

هغه پر اېکس خواله رسنۍ کې د نثار محمد یوسفزي د فداکارۍ ستاینه کړې او هغه یې د یو «متعهد او ځان‌بسیا وطنپال» په توګه یاد کړی دی.

اتمر لیکلي چې نثار محمد یوسفزي د ازادۍ او د یو بل هېواد د امنیت د دفاع لپاره په زړورتیا جګړه کړې او دا کار د هغه په وینا د هغه ملت د یووالي او همغږۍ ښکاره بېلګه ده چې «د رسمي پولو هاخوا په شمال، ختیځ او جنوب کې ولاړ دی».

هغه زیاته کړې: «دا فداکاري د هغه ګډ تمدني حوزې ترمنځ د نه شلېدونکي پیوستون تایید دی چې زموږ ملتونه سره نښلوي.»

اتمر د تاجکستان له لوري د نثار محمد یوسفزي د فداکارۍ د ستاینې هرکلی هم کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام د افغان ملت د «پایدارې او لویې مبارزې» درناوی دی.

هغه ټینګار کړی چې د ازادۍ، مشروع نظام او د خلکو د اساسي حقونو لپاره مبارزه په اوسني وخت کې تر بل هر وخت زیات د ملي تفاهم او سیمه‌ییزې همغږۍ اړتیا لري.

مقاومت جبهه: اروپایي پارلمان د طالبانو د «نورمال کولو» پر ضد اصولي او زړور دریځ خپل کړی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۱

د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې ویاند علي میثم نظري، د اروپایي پارلمان له وروستي پرېکړه‌لیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت هڅو پر ضد یو واضح او اخلاقي پیغام دی، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه.

علي میثم نظري د اروپایي پارلمان د مرستیالې او د غړو له دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د «ترهګریزې ډلې د عادي کولو» پر ضد د هغوی دریځ «اصولي او زړور» دی.

نظري په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اروپایي پارلمان وروستی پرېکړه‌لیک، چې پکې د طالبانو سیسټماټیک ظلم، ترهګري او د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو تعقیب غندل شوی، نړیوالې ټولنې ته یو «مهم او اخلاقي واضح پیغام» لېږي.

هغه زیاته کړې: «په داسې وخت کې چې ځینې لوري هڅه کوي د عملي تعامل تر نوم لاندې د یوه ترهګریز رژیم د مشروعیت لپاره زمینه برابره کړي، اروپایي پارلمان څرګنده کړه چې نړیوال ارزښتونه او بنسټیز بشري حقونه باید هېڅکله د سیاسي مصلحت قرباني نه شي.»

نظري ټینګار کړی چې له طالبانو سره هغه ډول تعامل چې له محدودو تخنیکي اړتیاوو پورته وي، کولی شي د ده په وینا د «بشري ضد جرمونو، جنسیتي اپارتاید او د افغانستان د مدني او ډیموکراټیکو بنسټونو د له منځه وړونکي ډلې» ته مشروعیت ورکړي.

هغه د اروپایي پارلمان له لوري د افغانستان د ډیموکراټیک اپوزیسیون او د افغان ولس د ملاتړ هرکلی هم کړی او ویلي یې دي چې افغانان باید د چوپتیا او بې‌پروايۍ له امله د افراطیت او استبداد په لاس کې یوازې پرېنښودل شي.

ملا عبدالغني برادر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ویزې پرته د تګ‌راتګ غوښتنه کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې په ورځ د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، هیله لري چې په راتلونکي کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ تګ‌راتګ له ویزې او پاسپورټ پرته ترسره شي.

ملا برادر وویل چې طالبان له ازبکستان سره د اړیکو پراختیا ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره تعامل او همکاري د ښه نیت پر بنسټ پراخوي.

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز وویل، د بلخ والي په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په اړیکو کې احتمالي ستونزې وڅېړي او حل کړي، څو د لا ډېرو همکاریو او تعاملاتو زمینه برابره شي.

پانګه‌والو ته بلنه او د صادقانه خدمت ټینګار

ملا عبدالغني برادر له بهر مېشتو افغان سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې بېرته افغانستان ته راستانه شي.

هغه ټینګار وکړ چې باید بهر مېشتي سوداګر هېواد ته د ستنېدو لپاره وهڅول شي. د طالبانو اقتصادي مرستیال زیاته کړه: «موږ تضمین ورکوو چې پانګه‌وال کولای شي په هره برخه کې چې وغواړي، په ډاډه زړه پانګونه وکړي».

د مزارشریف ـ حیرتان د اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه د طالبانو د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال، د عامه ګټو وزارت د چارواکو، د ازبکستان د دولتي استازو، سیمه‌ییزو مسئولانو او د بلخ ولایت د اوسېدونکو په حضور کې د ټولګټو وزارت له لوري پرانیستل شوه.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د ټولګټو ریاست مسئولانو ویلي چې د دې پروژې لګښت د رېل پټلۍ، ودانیو، کرښو او زیربناوو په ګډون، د ازبکستان له هېواد سره په قرارداد کې ۶.۳ میلیونه ډالره ټاکل شوی دی. د دوی په وینا، د دې پروژې ټول لګښت د عامه ګټو وزارت له بودجې ورکول کېږي.

وسله‌والو غلو هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ترڅنګ یو سوداګریز مارکېټ لوټ کړ

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۱

وسله‌والو غلو تېره شپه د هرات ښار په مرکز کې د «خواجه محمد تاکي» سوداګریز مارکېټ ته تر ننوتلو وروسته، د اته دوکانونو څخه نغدې پیسې او مالونه له ځان سره وړي دي.

په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې غلو له مارکېټ ته تر ننوتلو وروسته د ساتونکي لاسونه وتړل، امنیتي کمرې یې ویجاړې کړې او د سهار تر پنځو بجو پورې په دغه سوداګریز مرکز کې پاتې شول.

د خواجه محمد تاکي مارکېټ د هرات ښار د «درب خوش» په سیمه کې موقعیت لري او د طالبانو د امنیه قوماندانۍ څخه شاوخوا یو کیلومتر واټن لري.

دغه سوداګریز مرکز په هرات کې د خوراکي توکو له سترو عمده‌فروشۍ مارکېټونو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو ډېری خوراکي توکي هم له همدې مارکېټه برابرېږي.

لږ تر لږه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې وسله‌والو غلو د اته دوکانونو پیسې او نور مالونه غلا کړي دي.

د خواجه محمد تاکي مارکېټ یوه دوکاندار افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې غلو د دوکاندارانو د پیسو د ساتلو له ځایونو سره بشپړه بلدتیا لرله.

تر اوسه د غلا شویو پیسو دقیق مقدار نه دی څرګند شوی.

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو دوکاندارانو ته ویلي له رسنیو سره خبرې ونه کړي او د پېښې اړوند هېڅ انځورونه او ویډیوګانې خپرې نه کړي.

په وروستیو میاشتو کې، په هرات کې یو شمېر سوداګریزو مرکزونو د خپل امنیت د ساتنې لپاره شخصي ساتونکي ګومارلي دي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. په دې وروستیو کې په هرات کې وسله‌والې غلاوې، په ځانګړي ډول د موټرو او موبایل ټیلیفونونو غلا، په څرګند ډول زیاتې شوې دي.

نصیر احمد اندېشه: د طالبان تر واک لاندې د یوه ځوان ځان‌وژنه د ژور ټولنیز بحران نښه ده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو په جینوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه د یوه ۲۷ کلن افغان انجینر «شمس» مړینه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ژور ټولنیز او بشري بحران نښه بللې او ویلي یې دي چې هېواد له یوې «خاموشې انساني فاجعې» سره مخ دی.

اندېشه پر ایکس خوا رسنۍ کې لیکلي، شمس چې د راپورونو له مخې یې د انجینرۍ او کمپیوټرپوهنې په برخو کې زده کړې کړې وې، د بېکارۍ او فقر پر هله اعتراض وروسته د ځان‌وژنې هڅه او وروسته یې د کابل په استقلال روغتون کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه لیکلي: «دا پېښه یوازې یوه حادثه یا شخصي غمیزه نه ده، بلکې په افغانستان کې د یوه ژور ټولنیز بحران نښه ده چې طالبانو نیولی دی.»

اندېشه د دغه ځوان د مړینې پر وړاندې د ټولنې چوپتیا ته په اشارې ویلي چې دا سکوت د افغانستان د اوسني وضعیت تریخ انځور وړاندې کوي. د هغه په وینا: «هغه ټولنه چې روح یې ترې اخیستل شوی وي، ان د یوه لوستي ځوان د اعتراضي مړینې پر وړاندې هم د ګډ غبرګون توان نه لري.»

هغه د ۲۰۱۱ کال د «عربي پسرلي» له پیل سره د تونسي ځوان محمد ابوعزیزي د ځان‌سوځونې پېښې ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت له هغه وخت سره توپیر لري. د هغه په خبره، دا توپیر د خلکو د بې‌پروایۍ له امله نه، بلکې د «جوړښتي وېرې، سیستماتیکې ځپنې، د مدني بنسټونو د ړنګېدو، د نخبه‌ګانو د پراخې کډوالۍ او له ټولنیز ډګره د ښځو د حذف» پایله ده.

اندېشه د طالبانو په اړه ویلي چې، د دوامدارې وېرې فضا یې رامنځته کړې او زیاتوي: «طالبانو هر ډول راټولېدنه، اعتراض او ان ډله‌ییز ماتم هم په مرګوني ګواښ بدل کړی دی.»

هغه د سیمې له هېوادونو، نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې دې پېښې ته د خبرداري په سترګه وګوري او زیاته کړې یې ده چې فقر، بېکاري، ځپنه او ناهیلي داسې کچې ته رسېدلي چې ځینې لوستي ځوانان نور د ژوند دوام ته هېڅ لاره نه ویني.