رویټرز : له تهران سره په خبرو اترو کې د ټرمپ کم حوصله کېدو اندېښنې راپارولې دي

سرچینو رویټرز ته ویلي، چې له ایران سره په خبرو اترو کې د ډونالډ ټرمپ د حوصلې کمېدو اندېښنې زیاتې کړې دي، خو وايي، دوی هڅه کوي چې د دواړو لوریو ترمنځ د پیغامونو لېږد چټک شي.
د سرچینو له ډلې یوه یې رویټرز ته ویلي: «موږ په ایران کې له بېلابېلو ډلو سره په اړیکه کې یو، څو همغږي راشي او بهیر چټک شي.»
هغه زیاته کړې: «د ډونالډ ټرمپ د حوصلې کمېدلو اندېښنې زیاتې کړې دي، خو موږ هڅه کوو چې د دواړو لوریو ترمنځ د پیغامونو لېږد چټک کړو».
