• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې د څه باندې ۱،۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ښاري پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۰۷ GMT+۱

طالبان وایي چې په هرات ولایت کې د یو میلیارد او ۶۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه لویې ښاري پروژې پرانیستل شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د هرات ولایت مقام لپاره طالب ویاند محمد یوسف سعیدي په وینا، په دغو پروژو کې د هرات حوزوي روغتون مخې ته د ځمکې لاندې لارې د جوړېدو د چارو پیل، د ښار په مرکز کې د ۱۲ پوړیزې سوداګریزې ودانۍ او تیاتر ودانۍ جوړول، د شیدایي سړک او د ګلانو چوک د زیرګذر لارې بشپړېدل شامل دي.

سعیدي زیاته کړه چې د دغو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د هرات والي مولانا اسلام جار وویل، دا مهال په هېواد کې د طالبانو حکومت له لوري ټولې پلې کېدونکې پروژې د کورنیو عوایدو له لارې تمویلېږي.

هغه زیاته کړه، طالبان هڅه کوي چې د بنسټیزو او ټولګټو پروژو په پلي کولو سره د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو او د خلکو د هوساینې لپاره زمینه برابره کړي.

همدا راز،د هرات ښاروالۍ مسوولینو ویلي چې د ښاروالۍ د پخوانۍ ودانۍ پر ساحه د ۱۲ پوړیز سوداګریز مرکز د جوړولو چارې د شاوخوا یو نیم میلیارد افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

د دوی په وینا، ټاکل شوې دغه سوداګریز مرکز په راتلونکو څلورو کلونو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

طالبان دغه پروژې داسې مهال پرانیزي، چې په کوردننه د بیکارۍ کچه لوړه شوې او د غلاوو او جنايي پېښو ګراف هم لړ شوی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۳

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۱

ازادۍ جبهې تېره شپه د کابل پوځي هوايي ډګر پر یوه مرکز د راکټي بریدونو ادعا کړې ده. یادې جبهې ویلي، دغه اډه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د وسلو او تجهیزاتو د زېرمه کولو ترڅنګ د ځینو ځواکونو د پوځي روزنې لپاره هم کارېده. طالبانو دغه ادعا لا نه ده تایید کړې.

د ادعا له مخې، د بریدونو په پایله کې په سیمه کې اورلګېدلی خو تر اوسه د تلفاتو او زیانونو جزئیات نه دي ورکړل شوي

دغه جبهه زیاتوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د پراخو عملیاتو پلان لري او د کابل پوځي هوايي ډګر دا برید د همدې لړۍ یوه برخه ده.

طالبانو تر اوسه د ازادۍ جبهې دغه ادعا نه ده تایید کړې.

طالبان وایي چې افغانستان ته د غنمو واردات ۳۴۵ سلنه ډېر شوي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د مالیې وزارت وایي چې پر وارداتي اوړو د ګمرکي تعرفې له لوړولو وروسته افغانستان ته د غنمو واردات ۳۴۵ سلنه زیات شوي دي. د وزارت په وینا، دا اقدام د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د اوړو د پروسس صنعت د پیاوړتیا په موخه شوی دی.

د طالبانو د مالیې وزارت د عامه اړیکو ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر کال د غنمو پر وارداتو ګمرکي تعرفه کمه او د اوړو تعرفه له ۵ سلنې څخه ۸ سلنې ته لوړه شوه، څو کورني تولیدات وهڅول شي.

د وزارت په وینا، د نوې تعرفې له پلي کېدو وروسته هېواد ته د غنمو واردات په چټکۍ زیات شوي، چې له امله یې د اوړو د تولید فابریکو فعالیت پراخ شوی او د داخلي تولیداتو کچه هم لوړه شوې ده.

د خبر پاڼې له مخې، د ۱۴۰۵ مالي کال د کب او وري په میاشتو کې، افغانستان ته ۱۹۸ زره ټنه غنم وارد شوي، حال دا چې د ۱۴۰۳ د کب او د ۱۴۰۴ د وري په میاشتو کې دا شمېر یوازې ۴۴ زره ټنه و. وزارت وایي، دا د غنمو په وارداتو کې ۳۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د طالبانو د مالیې وزارت زیاتوي چې د غنمو د وارداتو له زیاتېدو سره به د کورنیو تولیدي فابریکو ظرفیت لوړ شي، کاري فرصتونه به ډېر شي او په بازار کې به د داخلي تولیداتو ونډه هم پراخه شي.

افغانستان هر کال میلیونونه ټنه غنمو ته اړتیا لري چې یوه برخه یې په کور دننه تولیدېږي او پاتې برخه له بهرنیو هېوادونو واردېږي.

ازبکستان په حیرتان کې د اورګاډي نوې کرښه او د توکو لپاره ګودامونه جوړوي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۱

د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولانو د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته ویلي، چې غواړي د نایب اباد تمځي په سیمه کې د اورګاډي یونیم کیلومټر نوې پټلۍ جوړه کړي او د دې پټلۍ ترڅنګ د بارونې او تخلیې لپاره څو ګودامونه هم جوړوي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ ولایت کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره لیدلي او د حیرتان بندر د پراختیا او د رېل پټلۍ د نویو پروژو په اړه یې خبرې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر د یادې پروژې هرکلی کړی او د طالبانو د ټولګټو وزارت مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې چې له ازبکستاني لوري سره په ګډه د دې پروژې تخنیکي او ساختماني چارې پرمخ یوسي.

طالبان وایي، د نوې رېل کرښې او ګودامونو په جوړېدو سره به د حیرتان بندر ظرفیت لوړ شي او سوداګرو ته به د انتقال او بارونې په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۱
•
خبرخونه

د ۲۰۱۶ کال د مې پر ۲۱مه د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور او د هغه موټرچلوونکی د بلوچستان د احمدوال ښارګوټي په څنډه کې ووژل شول. دغه ښارګوټی د بلوچستان ایالت له مرکز کوټې څخه تر ایران پورې پر غځېدلې لویه لار، له تفتان سرحد څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لرې پروت دی.

د منصور موټرچلوونکی محمد اعظم نومېده، چې له تفتان څخه یې کوټې ته په ټکسي کې مسافر لېږدول.

د ولي محمد (د منصور مستعار نوم) پر پاسپورټ مهرونو ښودله، چې د مارچ په وروستیو کې ایران ته تللی او د مې پر۲۱مه بېرته پاکستان ته ستون شوی.

له دې وړاندې ملا منصور د پیسو ټولولو لپاره دوبۍ ته تللی و او مخکې له دې چې سي ای اې هغه ونیسي، ایران ته وتښتېد.

د امریکا د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس غوښتنه کړې وه چې د منصور الوتکه بېرته وګرځول شي، خو اماراتي چارواکو ویلي وو چې نور ناوخته شوی دی.

په طالبانو کې ځینې سرچینې په دې باور دي، چې منصور د اماراتو له چارواکو سره نږدې اړیکې درلودې او خپله سوداګري یې هم سمبالوله. ایران ته د هغه د تېښتې په مساله کې هم اماراتي چارواکي ښکیل ګڼل کېدل.

منصور له ایران وروسته پاکستان ته لاړ او امریکایي چارواکي یو ځل بیا پوهېدل چې نوموړی چېرې دی.

منصور د ولي محمد په نامه په پاکستاني پاسپورټ په پټه متحده عربي اماراتو ته سفرنه کول.

اخترمحمد منصور څوک و؟

اختر محمد منصورد محمدجان زوی، په ۱۹۶۸ م کال د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په بند تیمور کلي کي زیږیدلی و او په قبیله اسحاقزی و.

پر افغانستان د شوروي ځواکونو د برید په کلونو کې هغه د بلوچستان اړوند په ګردي ځنګل کمپ کې اوسیده او د کوټې د عبدالله خان کراس په سیمه کې یې په یوه مدرسه کې دیني کتابونه لوستل. وروسته پیښور ته لاړ او هلته یې په کچه ګړۍ او نورو سیمو کې دینی درسونه وویل او وړه دوره یې د پیښور د جلوزو په کمپ کې ولوسته.

نوموړي په ۱۹۸۵کال كې د کندهار ولایت د یوه قوماندان قاري عزیزالله جبهه کې فعالیت کاوه او د پنجوايي ولسوالۍ په پاشمول سیمه کې یې د ملامحمد حسن اخوندتر سرپرستي لاندې د شوروي ځواکونو او د وخت افغان حکومت خلاف جګړې کولې.

د طالبانو تحریک د جوړېدو پرمهال منصورپه پیښور کې د جلوزو کمپ د هجرت کلي په امینیه مدرسه کې له مولوي شهاب الدین دلاور او سید قریش بابا سره سبقونه ویل او وروسته له طالبانو سره یوځای شو. هغه د طالبانو په لیکو کې پر لوړو څوکیو کار وکړ او په وروستیو کې ملا عمر ته نږدې او منلی کس ګڼل کېده.

منصور د طالبانو په لومرۍ دوره کې له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱کال پورې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر و.

د طالبانو د دویم مشر په توګه تر ټاکل کېدو وړاندې نوموړی د دې ډلې ځواکمن مالي مسوول و او د یو شمېر جنګي قوماندانانو قوي ډله یې هم درلوده.

د هغه نژدې جنګي قوماندانان صدر ابراهیم، قیوم ذاکر، ملا منصور دادالله، محمدمزمل، اوسنی د کانونو وزیر هدایت الله بدري مشهور په مولویګل اغا، ملامحمدزی، پير اغا مشهور د داعش په قصاب، چې دوه کاله وړاندې په غزنې کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو، عبدالاحد طالب مولوي او یو شمېر نور نږدې ملګري ول.

کله چې ملا محمد عمر په ۲۰۱۳ کال مړ شو، دا یوازې اختر محمد منصور و چې دغه راز یې وساته. تر ۲۰۱۵ کال پورې طالبانو ته ویل کېدل چې ملا عمر لا هم ژوندی دی. هغه به د عمر په غږونو کې فرمانونه خپرول، لیکلي پیغامونه یې استول او د مشر د امنیت او احتیاط په نامه یې د غږیزو کیسټونو خپرېدل بندکړل.

د اختر محمد منصور یو نږدې ملګری، چې اوس مهال د ناروغۍ له کبله رسمي دنده نه لري، وايي: «د ۲۰۱۵ کال په جولای کې چې د ملا محمد عمر مړینه په رسمي توګه اعلان شوه، د طالبانو مشرتابه شورا او یو شمېر دیني عالمانو او مشرانو په کویټه (پاکستان) کې غونډه وکړه او اختر محمد منصور یې د نوي "امیرالمؤمنین" په توګه وټاکه».

اخترمحمد منصور د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتي له ۲۹مې څخه د ۲۰۱۶ کال د می میاشتې تر ۲۱ پورې ددې ډلې مشر و. نوموړی د ۲۰۱۶ کال د می میاشتې پر ۲۱مه نېټه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې امریکايي ډرون په هوايي برید کې وواژه.

د مشرۍ پر سر خپلمنځي اختلاف

د ملا قیوم ذاکر نوم د هغو لومړیو کسانو په فهرست کې یادېږي چې د ملا عمر له مرګ څخه خبر کړای شوی و.

دغه محدوده حلقه د ملا محمد یعقوب، د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان، د دارالافتا مشر شیخ عبدالحکیم، د قضا مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده، د ملا عمر نږدې قاصد عبدالسلام، مولوي نور محمد ثاقب او امیرخان حقاني رانغاړله.

د سرچینو په وینا، د ملا عمر د ځای‌ناستي پرېکړه د طالبانو څلورو مخکښو مشرانو شیخ عبدالحکیم، هبت‌الله اخوندزاده، عبدالسلام او مولوي نور محمد ثاقب په یوه جلا ناسته کې وشوه، خو دغه پرېکړه له داخلي مخالفتونو خالي نه وه، ځکه د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان د مشرتابه انتقال د خپلې کورنۍ له حقونو سرغړونه بلله.

د سرچینو د څرګندونو له مخې، قیوم ذاکر لومړنی کس و، چې عبدالمنان یې له ملا اختر محمد منصور سره بیعت ته هڅولی و، خو د وحدت د تضمین دا هڅې ډېر ژر په داخلي شخړو بدلې شوې.

اختلافات له هغه وروسته جدي شول چې ذاکرد ملا منصور له اجازې پرته په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو جنګي ډلې سره یوځای کړې. نوموړي قوماندانان اړ کړل چې خپلې وسلې او نظامي وسایل ثبت کړي. منصور دا چارې د خپل واک لپاره تهدید وګڼلې او د قیوم ذاکر صلاحیتونه یې محدود کړل. په پایله کې، قیوم ذاکر له نظامي کمیسیون څخه استعفا وکړه او خپل فعالیتونه یې لنډمهاله ودرول. خو ډېر ژر یې انتقادي ناستې پيل کړې، چې نور ناراضه طالب مشران ملا محمد رسول، ملا عبدالرازق او حسن رحماني هم پکې شامل شول. د ذاکر په مشرۍ دې ډلې له ملا منصور څخه لس‌ماده‌ییزه غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ چې که ویې نه مني، د ملا عمر د مړینې پټ راز به افشا کړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو مشرانو هڅه کوله دغه داخلي کړکېچ مهار کړي، سرچینې وایي چې ملا منصورد فشارونو په نتیجه کې، د ذاکر له لسو غوښتنو څخه ۹ ومنلې، خو د هغه تر ټولو مهمه غوښتنه « د نظامي کمیسیون بېرته ورسپارل» یې رد کړه. ملا منصور د استدلال په ډول ويلي و، «څوک چې په خپله خوله منصب غواړي، زه یې نه شم ورکولای».

د ۲۰۱۵ کال په منځ کې، قیوم ذاکر له خپلو نږدې پلویانو سره د ملا عمر د فاتحې مراسم ترسره کړل، خو دغه حرکت منصور او د هغه بیعت کوونکي اړ کړل، چې د ملا عمر د مړینې اعلان وکړي او خپله مشرتابه رسمي کړي. کله چې د طالبانو د مشرتابه شورا او نوي امیر اعلان کېده، ذاکر او ملا عبدالمنان له غونډې ووتل او مخالفت یې وکړ چې د مشرۍ په نوملړ کې دې د منصور نوم نه وي.

د منصور پراخو اړیکو، په شورا کې نفوذ او له مهمو سیمه‌ییزو قوماندانانو سره اړیکو دا مخالفتونه بې‌اغېزې کړل. د طالبانو د رهبري شورا له ۱۹ غړو څخه ۱۵ تنو له هغه سره بیعت وکړاو ذاکر، چې تر دې مهاله یې رسمي مخالفت نه و اعلان کړی، بالاخره اړ شو چې د یو لیک له لارې د ملا اختر محمد منصور مشري ومني.

د طالبانو سرچینې او د اختر محمد منصور د سنګر څو ملګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې ملا یعقوب (د ملا عمر زوی)، قیوم ذاکر، ملا منصور دادالله ( د طالبانو د مشهور قوماندان ملا داداللهاخوند ورور)، صدر ابراهیم، ملامحمدزي، ملامزمل او یو شمېر نورو طالب مشرانو د ملامنصور له مشرۍ سره مخالفت درلود او دا یې د پاکستان د استخباراتو کودتا بلله.

د سرچینو په وینا، د اختر محمد منصور د ټاکل کېدو پر مهال د ملامحمد عمر تر ټولو نږدې کس ملا برادر د افغانستان له پخواني ‌ولسمشر حامد کرزي سره د اړیکو په تور، پاکستان زنداني کړی و او نه یې غوښتل چې د طالبانو واک هغه ته وسپارل شي.

د طالبانو د پخوانۍ دورې پر مهال یوه چارواکي، چې اوس مهال د طالبانو د مشر هبت الله اخونزاده د مشورتي بورډ غړی دی، وویل: «ددې لپاره ، چې د طالبانو تر منځ بې باوري ختمه او دغه تحریک یو موټی وساتل شي د طالبانو رهبرۍ شورا پرېکړه وکړه، چې اختر محمد منصور ته ملا هبت الله او سراج حقاني‌د مرستیالانو په توګه وټاکي».

سرچينو دا هم وویل، چې له دې بې باورۍ او شکونو سره - سره منصور داد الله او ملا قیوم ذاکر خپلې لارې بیلې کړې.

طیب اغا د منصور د سترګو اغزی

په ۲۰۱۲ کال کې، چې د طالبانو جګپوړي استازي طیب اغا د بندیانو د تبادلې د چارو د تنظیم لپاره له ملا عمر څخه د دفتر د پرانېستلو اجازه وغوښته، دغه ګام د طالبانو په دننه کې د واک او تصمیم نیونې یو نوی لوری وټاکه. ملا عمراجازه ورکړه، خو په دې پرېکړه کې د هغه وخت د ځای ناستي ملا منصور مشوره رضایت او حضور نه و.

د سرچینو په باور، دې مسالې د قطر دفتر او منصور ترمنځ اړیکې سړې کړې، ځکه طیب اغا وروسته نه یوازې له منصور سره خپل معلومات نه شریکول، بلکې د مهمو پرېکړو لپاره یې مشورې هم نه اخیستې. د قطر دفتر د ملا عمر له مرګ څو میاشتې وروسته پرانېستل شوی و.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، ملا منصور په قطر کې د دفتر له فعالیتونو ناخوښه و او په دې باور و چې هلته استازي په بشپړه توګه د طالبانو د مشرتابه او شورا له لارښوونو بې برخې دي او له لویدیزو استخباراتي ادارو سره خپلسري تماسونه لري. د ده اندېښنه دا وه چې دغه اړیکې نه یوازې بې ثمره دي، بلکې سرچینې، پیسې او فرصتونه ضایع کوي.

منصور د قطر دفتر له غړو نه له سترو استخباراتي ادارو سره د اړیکو په برخه کې ناهیلی شوی و او فکر یې کاوه، چې دوی څه نه شي کولای او باید خپله لاس په کار شي. هغه ویل، چې د قطر دفتر روابط د سي ای اې له نظره پټ نه دي او له روسیې، چین او ایران سره په اړیکو کې رول نه شي لوبولای. له همدې امله هغه غوښتل، چې له ایران او روسیې سره خپله اړیکې ټینګې کړي، خو دغه هڅې یې په مرګ تمامې شوې.

واک ته د اختر محمد منصور له رسېدو سره سم طالبانو د هغه په مشرۍ په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړل، خو له دې سره سره هغه د سولې د مذاکراتو ملاتړ هم کاوه، چې هغه مهال دغه خبرې د چین او پاکستان په کوربه توب تر سره کېدې.

د سولې مذاکراتو سره د هغه نږدې اړېکې د پاکستان له استخباراتي ‌ادارو سره د ځينو طالب مشرانو او شنونکو له خوا د نیوکو لامل شوې.

د سرچینو په وینا، د هغه د وژل کېدو یو بل لامل دا هم و، چې په وروستیو کې یې خپلو جنګیالیو ته ویلي و، چې له پاکستان څخه یو بل خوندي ځای ته پناه یوسي.

د منصور وژنه د افغانستان په اړه د اوباما د ادارې په پالیسۍ کې یو خورا حساس پړاو و، ځکه دا د سولې د خبرو لپاره د فشار زیاتول او د احتمالي‌ پوځي‌ عملیاتو د زیاتېدو هڅه وه . همداراز داپاکستان ته هم یو پیغام و، چې متحده ایالات د اړتیا په صورت کې د پاکستان په خاوره کې له مخکینۍ خبرتیا او مشورې پرته ګام اخېستی شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان هغه مهال خبرداری ورکړی و،چې دا برید به له امریکا سره په اړیکو کې «جدي پایلې» ولري او دا یې «په بشپړه توګه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون خلاف» بللی و.

خو د افغانستان په سویل کې تر ټولو ځواکمنې څېرې او د کندهار وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په ګډون د تېر حکومت چارواکو هغه مهال وویل، چې اختر محمد منصور د پاکستان په لوبه کې خپل ژوند بایلود .رازق زیاته کړه، چې اختر محمد منصور نور د پاکستان له غوښتنو او فشارونو په تنګ راغلی و او غوښتل یې ددغه تحریک د نورو قوماندانانو په څېر ایران ته ولاړ شي.

جنرال رازق په دې باور و، چې اختر محمد منصور نور د پاکستان له غوښتنو او فشارونو په تنګ راغلی و او غوښتل یې ددغه تحریک د نورو قوماندانانو په څېر ایران ته ولاړ شي. د رازق په وینا، اختر محمد منصور د ایران په مرجاوه کې خپل دفتر پرانیستی و او کورنۍ یې هم لېږدولې وه، خو په پاکستان کې ځیني‌ کړۍ د منصور له دې پرېکړي خبرې نه وې او د هغه هېواد استخباراتو په یوه غشي څو نښې وویشتې.

اخترمحمد منصور ولې له ایران سره اړیکې وغځولې؟

اخترمحمد منصور ته ایران په خپله خاوره کې رسمي دفترونه او امن ځایونه ورکړي وو او یو شمېر روسي چارواکو هم څو ځله په ایران کې له هغه سره لیدنې کړې وې.

د دې لیدنو په پایله کې اخترمحمد منصور ته څو ځله روسي کلاشنکوف، نورې وسلې او نغدي پیسې هم ورکړل شوې وې.

یوې سرچینې، چې د هغه وخت له امنیتي وضعیت سره نږدې پاتې ده، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې «روسیې ځکه منصور ته پیسې او وسلې ورکولې چې هغه تازه د هلمند د کجکي ولسوالۍ په زمینداور او همدارنګه په کونړ او ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیات کول او د هغه انډيوالان پر داعشیانو برلاسي وو».

د اخترمحمد منصور کورنۍ ته نږدې کسانو افغانستان اڼترنشنل - پښتو ته ویلي، له۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ پورې د روسیې د استخباراتو په همکارۍ په تاتارستان کې د طالبانو لپاره چندې راټولېدې او هغه پیسې د ایران په منځګړیتوب اخترمحمد منصور ته سپارل کېدې.

د منصور کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي، چې هغه په کوټه کې د خپل یوه نږدې ملګري ملا منان له نیول کېدو وروسته له ایران سره اړیکې ټینګې کړې.

په هلمند کې د طالبانو دغه پخوانی والي (ملا عبدالرحیم مشهور په ملامنان) چې په قبیله اسحاقزی و او د منصور له نږدې او باوري کسانو څخه و، پاکستاني استخباراتو نیولی و. د هغه له نیول کېدو وروسته د منصور ملګري د ارام لپاره نور د کوټې پرځای مشهد او نورو ښارونو ته تلل.

ملا منان د اخترمحمد منصور له نږدې او مهمو کسانو څخه و، چې د هبت‌الله له ټاکل کېدو وروسته یې له هغه سره مخالفتونه پېدا شول او بیا د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر پر لومړۍ د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو په یوه برید کې وواژه.

منصور د «ګل محمد» او «محمد ولي» په نومونو جعلي شناختي کارډونه جوړ کړي وو او په کراچۍ کې یې دوه نومرې او څلور نور کورونه درلودل، چې قیمت یې لسګونه میلیونه روپۍ اټکل شوی و. د پاکستان د فدرالي څیړنو ادارې ویلي و، چې د منصور جایدادونه او بانکي حسابونه به د «محمد یاسر د زوی عمار» په نوم ثبت شي.

اختر محمد منصور دوه ودونه کړي وو، چې یوه ښځه یې د طالبانو د مشهور غړي مولوي یاسر لور او یوه ښځه یې هم د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې له خپل قوم څخه وه. منصور څلور زامن او درې لوڼې لري.

د اخترمحمد منصور مشر زوی فتح‌الله منصور چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د کندهار د هوايي ځواکونو قوماندان وټکل شو، خو د کندهار له هوايي ډګر څخه د امریکایانو د پاتې شویو وسلو د خرڅلاو او له هوايي ډګر څخه د نشه‌يي توکو د انتقال له شکایتونو وروسته په کابل کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال وټاکل شو.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، فتح‌الله منصور د کندهار، ترڅنګ په هلمند او کابل کې هم مجلل کورونه او جایدادونه لري.

د طالبانو د پخواني مشر زوی د طالبانو د نورو غړو په څېر د نشه‌يي توکو په قاچاق کې په لاس لرنه تورن دی او د سرچینو په وینا، د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو د پروسس دوه فابریکي لري، چې له دې ځایه د نشه‌يي توکو له پروسس وروسته همدا نشه‌يي توکو د هلمند او نیمروز ولایتونو له لارې ایران ته قاچاق کېږي.

فتح الله منصور هم د پلار په څېر ارامه څېره لري او تر ډېره له اوسني مشر هبت الله اخوندزاده سره په جنجالي موضوعاتو کې ښکیل نه دی او نه هم د ملامحمد عمر د زوی ملایعقوب په څېر واک او شهرت لري.

طالبان د خپل لومړي مشر ملا محمد عمر په څېر د اخترمحمد منصور د وژل کېدو ورځ په ځانګړومراسمو نه نمانځي او یوازې یې د یوې غونډې په بڼه د خاطرو یادونه کوي.

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱

یورو اسیا پراختیايي بانک له ازبکستان سره د افغانستان د قوشتېپې د اوبو لګولو کانال پروژې په اړه لومړنۍ مشورې پیل کړې دي. دغه بانک ویلي، چې د قوشتېپې کانال پروژه «د اوبو د معقول او محتاط استعمال» له پلوه ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

د بانک د اجرایوي بورډ مشر نیکولای پودګوزوف په تاشکند کې د قوشتېپې کانال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « موږ د دې پروژې په اړه پوهېږو. موږ پوهېږو چې دا پروژه د اوبو د معقول او محتاط استعمال له پلوه ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. دلته ټکنالوژي ډېر مهم رول لري. اوس مهال لومړنۍ مشورې روانې دي».

د بانک مشر د خبرو جزئیات نه دي افشا کړي او ویلي یې دي چې وروسته به د کار له بشپړې ارزونې وروسته نور معلومات شریک کړي.

د یاد بانک دا علاقه تصادفي نه ده، ځکه د مرکزي اسیا د اوبو او انرژۍ د مدیریت موضوع د بانک له مهمو ستراتیژیکو لویو پروژو څخه ګڼل کیږي.

قوشتېپه د افغانستان د اوبو لګولو لوی کانال دی چې پر امو سیند جوړېږي. هدف یې د افغانستان د کرنې د پراختیا لپاره د تازه اوبو اخیستل دي. له دغه سیند نه افغانستان تر دې دمه هیڅ ګټه نه ده پورته کړې.

د پلان له مخې، دا کانال به ۲۸۵ کیلومتره اوږد، ۱۰۰ متره پلن او ۸،۵ متره ژور وي. تمه ده چې هر کال به له امو سیند شاوخوا ۵۵۰ زره هکټاره وچه ځمکه خړوبه شي.

د منځنۍ اسیا کارپوهان اندېښنه ښيي چې د قوشتېپې له بشپړ فعالیت وروسته به دا کانال د امو سیند تر ۲۰ سلنې پورې اوبه ځان ته واړوي. ددوی په وینا، دا به د ازبکستان د اوبو تضمین شاوخوا ۱۵سلنه کم کړي او د ترکمنستان لپاره به تر ۸۰سلنې پورې زیانناک وي، خو افغانستان له اوږدو کلونو راهیسې ددغه سیند اوبه نه دي کارولې.