په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې غلو له مارکېټ ته تر ننوتلو وروسته د ساتونکي لاسونه وتړل، امنیتي کمرې یې ویجاړې کړې او د سهار تر پنځو بجو پورې په دغه سوداګریز مرکز کې پاتې شول.
د خواجه محمد تاکي مارکېټ د هرات ښار د «درب خوش» په سیمه کې موقعیت لري او د طالبانو د امنیه قوماندانۍ څخه شاوخوا یو کیلومتر واټن لري.
دغه سوداګریز مرکز په هرات کې د خوراکي توکو له سترو عمدهفروشۍ مارکېټونو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو ډېری خوراکي توکي هم له همدې مارکېټه برابرېږي.
لږ تر لږه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې وسلهوالو غلو د اته دوکانونو پیسې او نور مالونه غلا کړي دي.
د خواجه محمد تاکي مارکېټ یوه دوکاندار افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې غلو د دوکاندارانو د پیسو د ساتلو له ځایونو سره بشپړه بلدتیا لرله.
تر اوسه د غلا شویو پیسو دقیق مقدار نه دی څرګند شوی.
نوموړي زیاته کړه چې طالبانو دوکاندارانو ته ویلي له رسنیو سره خبرې ونه کړي او د پېښې اړوند هېڅ انځورونه او ویډیوګانې خپرې نه کړي.
په وروستیو میاشتو کې، په هرات کې یو شمېر سوداګریزو مرکزونو د خپل امنیت د ساتنې لپاره شخصي ساتونکي ګومارلي دي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. په دې وروستیو کې په هرات کې وسلهوالې غلاوې، په ځانګړي ډول د موټرو او موبایل ټیلیفونونو غلا، په څرګند ډول زیاتې شوې دي.