د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د طبیعي پېښو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي

په افغانستان کې د روغتیا نړېوال سازمان دفتر ویلي، طبیعي پېښې پر ټولو خلکو یو شان اغېز نه کوي. یاد سازمان پر اېکس لیکلي چې لږ تر لږه ۷۰ تر ۸۰سلنه د بیړنیو مرستو بېړني اړمن کسان ښځې او ماشومان دي او نږدې ۷۵ سلنه هغه کسان چې د طبیعي پېښو له امله بېځایه کېږي هم ښځې او ماشومان دي.
