نصیر احمد اندېشه: د طالبان تر واک لاندې د یوه ځوان ځانوژنه د ژور ټولنیز بحران نښه ده

د ملګرو ملتونو په جینوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه د یوه ۲۷ کلن افغان انجینر «شمس» مړینه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ژور ټولنیز او بشري بحران نښه بللې او ویلي یې دي چې هېواد له یوې «خاموشې انساني فاجعې» سره مخ دی.
