طالبان: د پاکستان له زندانونو څخه تر ۳۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بندخونو ۳۰۷ افغان کډوال ازاد شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بندخونو ۳۰۷ افغان کډوال ازاد شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له دغو راستانه شویو کسانو څخه ۲۶۸ تنه د تورخم او ۳۹ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په پاکستان کې نیول شوي او زنداني شوي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، راستانه شوي کډوال په اړوندو امریتونو کې له ثبت او لومړنیو مرستو د تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویاند محمدیوسف حماد وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار، هرات، غور او تخار ولایتونو کې د تالندې او برېښنا، توپانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان دي.
حماد وویل، چې د طبیعي پېښو د دغه پړاو زیانونه پر کورونو هم درانه پرېوتي او په ټول هېواد کې شل کورونه په بشپړ ډول نړېدلي دي. د هغه په وینا، لس نور کورونه نیمه ویجاړ شوي او متاثره کورنیو ته د مرستو د رسولو لپاره همغږي روانه ده.
د یادې ادارې ویاند زیاته کړه چې د کندهار، هرات، غور او تخار په بېلابېلو سیمو کې د تالندې او برېښنا ترڅنګ سخت بادونه او ناڅاپي سېلابونه راغلي دي. د ده په خبره، د ټپیانو وضعیت تر څارنې لاندې دی او د ځینو سړکونو او اوبو لارو د پاکولو چارې هم پيل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وایي چې د ژغورنې ډلې یې متاثره سیمو ته استول شوې او له نورو بنسټونو سره د بیړنیو مرستو د همغږۍ بهیر جاري دی.
د طالبانو دغه ادارې د خلکو لپاره د هوا د خرابوالي پر مهال د احتیاطي تدابیرو د نیولو سپارښتنه کړې ده.
په داسې حال کې چې نړۍ په نورو نړیوالو کړکېچونو کې بوخته ده، افغانستان له پامه غورځول کېږي او د بشري ناورین له سخت وضعیت سره مخ دی. د جرمني بیلډ ورځپاڼې ددغه هېواد د پرمختیا وزارت له قوله ویلي، چې ۶۴ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي او ۱۴ میلیونه نور له لوږې سره مخ دي.
بیلډ د جرمني د پرمختیا وزارت د معلوماتو له مخې ویلي، د افغانستان شاوخوا ۶۴ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي او نږدې ۱۴ میلیونه خلک د لوږې له جدي خطر سره مخ دي. همدارنګه میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ او د ژوند ګواښونکو ناروغیو له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) وروستی راپور ښيي چې د ښځو او نجونو وضعیت په ځانګړي ډول خراب شوی او د هغوی پر ژوند او راتلونکي یې ژور اغېز کړی دی.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د روغتیا، تعلیم او ټولنیزو خدمتونو وضعیت سخت خراب شوی دی. نجونې له ثانوي زده کړو او پوهنتونونو منع شوې دي او ښځې په پراخه کچه له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې که دا محدودیتونه دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان له ۲۵ زرو څخه زیاتې ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي، چې دا به د هېواد د ټول خدماتي سیستم لپاره جدي ضربه وي.
په راپور کې همدارنګه د اقتصادي بحران یادونه شوې، چې له امله یې د خلکو ژوند لا سخت شوی دی. د پخوانیو نړیوالو مرستو بندېدل، اوږدمهاله جګړې، فساد او طبیعي افتونو د افغانستان بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.
د راپور له مخې، په هېواد کې داسې پېښې هم ثبت شوې چې ځینې کورنۍ د بېوزلۍ له امله د خپلو ماشومانو پلور یا ودولو اړې شوې دي.
د طالبانو دفاع وزیر د امنیتي او تصفیوي کمیسیون له غونډې وروسته په مزارشریف کې روضې ته ورغلی او د هغې بېلابېلې برخې یې کتلې دي. مولوي یعقوب نن د افغانستان د ۹ شمالي ولایتونو له والیانو سره د امنیتي وضعیت په تړاو ناسته درلوده.
د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ په بلخ کې د افغانستان د شمال ختیزو او شمال لوېدیزو ولایتونو د امنیتي وضعیت، اداري کنټرول او د ډلې د مشر هبتالله اخوندزاده د فرمانونو د بشپړ تطبیق پر موضوعاتو غونډه کړې ده.
دا غونډه د طالبانو دفاع وزیر او د کمېسیون مشر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ شوې، چې د بلخ، کندز، تخار، بدخشان، بغلان، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو طالب والیانو او د ملکي او نظامي ادارو مسوولانو پکې ګډون کړی دی.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت هر اړخیزه ارزونه شوې، په ځانګړي ډول د سیمهییزو امنیتي جوړښتونو د فعالیت، د ادارې د همغږۍ او د جرمي پېښو د مخنیوي پر میکانیزمونو بحث شوی دی.
طالب چارواکو ټینګار کړی چې د هبتالله اخوندزاده د فرمانونو او لارښوونو عملي کول د دولتي ادارو د کار بنسټ جوړوي او باید په ټولو زونونو کې په منظم ډول تطبیق شي.
په همدې غونډه کې اقتصادي وضعیت ته هم اشاره شوې او د بېکارۍ د کچې د کمولو او د کارموندنې د فرصتونو د پراخولو غوښتنه شوې ده.
دا بحث په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په روانه اونۍ کې په کابل کې یو کس د بېکارۍ له امله د اعتراض په توګه ځان ته اور اچولی و او وروسته د ټپونو له امله ومړ.
دې پېښې پر خلکو د اقتصادي فشارونو د زیاتېدو په تړاو تازه اندېښنې راپورته کړې دي.
له بلې خوا، په وروستیو میاشتو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جنايي پېښو او وسلهوالو غلاوو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي، چې له امله یې د امنیتي تدابیرو د سختولو غوښتنې هم زیاتې شوې دي.
د کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جنايي پېښو د مخنیوي لپاره باید «جدي تدابیر» عملي شي او د خلکو د سر، مال او عزت د خوندیتوب لپاره د امنیتي ځواکونو چارې لا منظمې شي.
د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ټوکر (نساجۍ) په برخه کې د همکارۍ د پراختیا په موخه یوه ازبکستاني پلاوي کابل او یو شمېر ولایتونو ته سفر کړی او له افغان سوداګرو او د طالبانو له چارواکو سره یې خبرې کړې دي.
د ازبکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دغه پلاوي کې د ازبکستان د حکومت د وړو صنعتونو د پراختیا ادارې، د از ټکسټایل پروم ټولنې او د دغه هېواد د مخکښو صنعتي شرکتونو استازي شامل وو، چې د می میاشتې له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې یې افغانستان ته سفر کړی و.
د دغه سفر په ترڅ کې په بلخ او کندز ولایتونو کې د رسمي ناستو او خبرو اترو په بهیر کې د پنبې د بشپړ پروسس، د نخ، ټوکر او تیارو جامو د تولید او د ګډو صنعتي پروژو د رامنځته کولو پر موضوعاتو بحث شوی دی.
د راپور له مخې، ازبک او افغان لوري د ټوکرانو د نویو فابریکو، د پنبې د تصفیې کارخانو جوړولو، د تولیدي ټکنالوژۍ د عصري کولو او د صنعتي ظرفیتونو د لوړولو په اړه هم نظرونه تبادله کړي دي.
په دې ناسته کې د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر ابراهیم غضنفر، د طالبانو د ولایت مرستیال نورالهادي ابو ادریس او د بلخ ټېکسټایل فابریکې او دُرخشان ګروپ مسوولینو هم ګډون کړی و.
ازبک چارواکو ویلي چې د دغو ګډو پروژو عملي کېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي، د کارموندنې نوي فرصتونه به رامنځته کړي او د ټوکر صنعت د صادراتو وړتیا به لوړه کړي.
د ډلهییز امنیت تړون سازمان اعلان کړی چې د روان کال په وروستیو کې له شانګهای همکاریو سازمان او د ناپېیلو هېوادونو ټولنې سره یوځای د افغانستان او منځنۍ اسیا امنیتي وضعیت ارزوي.
د راپور له مخې، په دې غونډه کې به د سیمهییزو امنیتي ګواښونو، سرحدي ننګونو او د درېو سازمانونو ترمنځ د لا نږدې همغږۍ پر موضوعاتو بحث وشي.
د یاد سازمان سرمنشي ویلي چې دا سازمانونه په منظم ډول د لوړې کچې مشورتي ناستې کوي او هڅه کوي د سیمهییز ثبات او امنیتي همکاریو بهیر لا پیاوړی کړي.
دا غونډه داسې مهال کیږي، چې د روسیې د امنیت شورا منشي په افغانستان کې د فعالو وسله والو شمېر له ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو تنو پورې اعلان کړی دی.
سیمهییزو امنیتي سازمانونو په تکراري ډول د ترهګرۍ، نشهیي توکو قاچاق او د پولو د بېثباتۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره مهمه ننګونه ده.