• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان حاجیانو د مراسمو څار؛ د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب سعودي ته رسېدلی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي نورمحمد ثاقب د پنجشنبې په ورځ د افغان حاجیانو د چارو د مستقیم څار او د حج پروسې د رهبرۍ لپاره سعودي عربستان ته سفر کړی دی. د دې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې روان کال شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان مکې مکرمې ته رسېدلي دي.

دغه وزارت ویلي، چې ثاقب به په مکه، مدینه او مقدسو مشاعرو کې د حاجیانو د استوګنې، ترانسپورټ، تغذیې، روغتیايي خدمتونو او د مناسکو د لارښوونې بهیر له نږدې وڅاري. د خبرپاڼې له مخې، هغه به د حاجیانو د منظم انتقال لپاره نیول شوي تدابیر وارزوي او اړوند ټیمونو ته به د اغېزمن مدیریت په تړاو لازمې لارښوونې وکړي.

همدارنګه وزارت زیاتوي چې ثاقب به د سعودي د حج او عمرې وزارت په رسمي کنفرانسونو او غونډو کې ګډون کوي. په دغو ناستو کې به د اسلامي هېوادونو له استازو، د حج او عمرې له مسؤلینو او اړوندو قراردادي شرکتونو سره د خدماتو د ښه والي، د همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ټینګار کړی چې د افغان حاجیانو د منظم انتقال او لازم خدماتو د وړاندې کولو لپاره، د قراردادي شرکتونو د سلګونو کارکوونکو تر څنګ، د حج بعثې غړي هم د تغذیې، ترانسپورټ، مناسکو، د لادرکه کسانو،‌ مړو او نورو اړوندو کمېټو کې په دنده بوخت دي.

تر دې وړاندې یو شمېر افغان حجاینو شکایتونه کړي چې د حج د روانو مراسمو پر مهال یې استوګنځایونه ډېر خراب دي او ان مناسب خواړه هم ورته نه رسېږي. افغان حجیانو همدا راز په روانو مراسمو کې د ټرانسپورټي اسانتیاوو د کمښت له امله هم شکایتونه کړي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د کډوالۍ نړیوال سازمان: تېر کال له ایرانه له ۲۹۳ زرو ډېرو افغان راستنېدونکو سره مرستې شوي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي، چې تېر کال له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو د څه د پاسه ۲۹۳زرو افغانانو سره بشرپاله مرستې ترسره شوې دي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د غويي په ۳۱مه، په خپل راپور کې ویلي چې د مرستې ترلاسه کوونکو له ډلې څه باندې ۴۵زره کسان له زیان‌منونکو ډلو وو او ځانګړو مرستو او ملاتړ ته یې اړتیا لرله.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶کال کې هم افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو بهیر دوام لري، خو هېواد ته ډېری راستنېدونکي له ستنېدو وروسته له جدي ستونزو سره مخ کېږي. بېکاري، د سرپناه نشتوالی او بنسټیزو خدماتو ته محدود لاسرسی د هغوی له مهمو ننګونو څخه بلل شوي دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو اټکل کړی و چې ښايي روان کال له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۲،۷ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مخکې له افغانستان سره د ۵۲۹میلیونه ډالرو د مرستې خبر هم ورکړی و او ویلي یې وو چې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر میاشتې راهیسې تر اوسه نږدې ۵،۹ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

محمد حنیف اتمر: د نثار محمد یوسفزي فداکاري د سیمه‌ییز یووالي او تاریخي پیوستون نښه ده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د نثار محمد یوسفزي فداکارۍ د ستاینې په ترڅ کې ویلي، چې د هغه مبارزه د سیمې د ملتونو ترمنځ د تاریخي یووالي او پیوستون څرګندونه کوي او د ګډ تمدني فضا د پیاوړتیا پیغام لري.

هغه پر اېکس خواله رسنۍ کې د نثار محمد یوسفزي د فداکارۍ ستاینه کړې او هغه یې د یو «متعهد او ځان‌بسیا وطنپال» په توګه یاد کړی دی.

اتمر لیکلي چې نثار محمد یوسفزي د ازادۍ او د یو بل هېواد د امنیت د دفاع لپاره په زړورتیا جګړه کړې او دا کار د هغه په وینا د هغه ملت د یووالي او همغږۍ ښکاره بېلګه ده چې «د رسمي پولو هاخوا په شمال، ختیځ او جنوب کې ولاړ دی».

هغه زیاته کړې: «دا فداکاري د هغه ګډ تمدني حوزې ترمنځ د نه شلېدونکي پیوستون تایید دی چې زموږ ملتونه سره نښلوي.»

اتمر د تاجکستان له لوري د نثار محمد یوسفزي د فداکارۍ د ستاینې هرکلی هم کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام د افغان ملت د «پایدارې او لویې مبارزې» درناوی دی.

هغه ټینګار کړی چې د ازادۍ، مشروع نظام او د خلکو د اساسي حقونو لپاره مبارزه په اوسني وخت کې تر بل هر وخت زیات د ملي تفاهم او سیمه‌ییزې همغږۍ اړتیا لري.

مقاومت جبهه: اروپایي پارلمان د طالبانو د «نورمال کولو» پر ضد اصولي او زړور دریځ خپل کړی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۱

د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې ویاند علي میثم نظري، د اروپایي پارلمان له وروستي پرېکړه‌لیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت هڅو پر ضد یو واضح او اخلاقي پیغام دی، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه.

علي میثم نظري د اروپایي پارلمان د مرستیالې او د غړو له دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د «ترهګریزې ډلې د عادي کولو» پر ضد د هغوی دریځ «اصولي او زړور» دی.

نظري په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اروپایي پارلمان وروستی پرېکړه‌لیک، چې پکې د طالبانو سیسټماټیک ظلم، ترهګري او د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو تعقیب غندل شوی، نړیوالې ټولنې ته یو «مهم او اخلاقي واضح پیغام» لېږي.

هغه زیاته کړې: «په داسې وخت کې چې ځینې لوري هڅه کوي د عملي تعامل تر نوم لاندې د یوه ترهګریز رژیم د مشروعیت لپاره زمینه برابره کړي، اروپایي پارلمان څرګنده کړه چې نړیوال ارزښتونه او بنسټیز بشري حقونه باید هېڅکله د سیاسي مصلحت قرباني نه شي.»

نظري ټینګار کړی چې له طالبانو سره هغه ډول تعامل چې له محدودو تخنیکي اړتیاوو پورته وي، کولی شي د ده په وینا د «بشري ضد جرمونو، جنسیتي اپارتاید او د افغانستان د مدني او ډیموکراټیکو بنسټونو د له منځه وړونکي ډلې» ته مشروعیت ورکړي.

هغه د اروپایي پارلمان له لوري د افغانستان د ډیموکراټیک اپوزیسیون او د افغان ولس د ملاتړ هرکلی هم کړی او ویلي یې دي چې افغانان باید د چوپتیا او بې‌پروايۍ له امله د افراطیت او استبداد په لاس کې یوازې پرېنښودل شي.

ملا عبدالغني برادر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ویزې پرته د تګ‌راتګ غوښتنه کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې په ورځ د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، هیله لري چې په راتلونکي کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ تګ‌راتګ له ویزې او پاسپورټ پرته ترسره شي.

ملا برادر وویل چې طالبان له ازبکستان سره د اړیکو پراختیا ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره تعامل او همکاري د ښه نیت پر بنسټ پراخوي.

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز وویل، د بلخ والي په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په اړیکو کې احتمالي ستونزې وڅېړي او حل کړي، څو د لا ډېرو همکاریو او تعاملاتو زمینه برابره شي.

پانګه‌والو ته بلنه او د صادقانه خدمت ټینګار

ملا عبدالغني برادر له بهر مېشتو افغان سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې بېرته افغانستان ته راستانه شي.

هغه ټینګار وکړ چې باید بهر مېشتي سوداګر هېواد ته د ستنېدو لپاره وهڅول شي. د طالبانو اقتصادي مرستیال زیاته کړه: «موږ تضمین ورکوو چې پانګه‌وال کولای شي په هره برخه کې چې وغواړي، په ډاډه زړه پانګونه وکړي».

د مزارشریف ـ حیرتان د اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه د طالبانو د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال، د عامه ګټو وزارت د چارواکو، د ازبکستان د دولتي استازو، سیمه‌ییزو مسئولانو او د بلخ ولایت د اوسېدونکو په حضور کې د ټولګټو وزارت له لوري پرانیستل شوه.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د ټولګټو ریاست مسئولانو ویلي چې د دې پروژې لګښت د رېل پټلۍ، ودانیو، کرښو او زیربناوو په ګډون، د ازبکستان له هېواد سره په قرارداد کې ۶.۳ میلیونه ډالره ټاکل شوی دی. د دوی په وینا، د دې پروژې ټول لګښت د عامه ګټو وزارت له بودجې ورکول کېږي.

وسله‌والو غلو هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ترڅنګ یو سوداګریز مارکېټ لوټ کړ

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۱

وسله‌والو غلو تېره شپه د هرات ښار په مرکز کې د «خواجه محمد تاکي» سوداګریز مارکېټ ته تر ننوتلو وروسته، د اته دوکانونو څخه نغدې پیسې او مالونه له ځان سره وړي دي.

په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې غلو له مارکېټ ته تر ننوتلو وروسته د ساتونکي لاسونه وتړل، امنیتي کمرې یې ویجاړې کړې او د سهار تر پنځو بجو پورې په دغه سوداګریز مرکز کې پاتې شول.

د خواجه محمد تاکي مارکېټ د هرات ښار د «درب خوش» په سیمه کې موقعیت لري او د طالبانو د امنیه قوماندانۍ څخه شاوخوا یو کیلومتر واټن لري.

دغه سوداګریز مرکز په هرات کې د خوراکي توکو له سترو عمده‌فروشۍ مارکېټونو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو ډېری خوراکي توکي هم له همدې مارکېټه برابرېږي.

لږ تر لږه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې وسله‌والو غلو د اته دوکانونو پیسې او نور مالونه غلا کړي دي.

د خواجه محمد تاکي مارکېټ یوه دوکاندار افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې غلو د دوکاندارانو د پیسو د ساتلو له ځایونو سره بشپړه بلدتیا لرله.

تر اوسه د غلا شویو پیسو دقیق مقدار نه دی څرګند شوی.

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو دوکاندارانو ته ویلي له رسنیو سره خبرې ونه کړي او د پېښې اړوند هېڅ انځورونه او ویډیوګانې خپرې نه کړي.

په وروستیو میاشتو کې، په هرات کې یو شمېر سوداګریزو مرکزونو د خپل امنیت د ساتنې لپاره شخصي ساتونکي ګومارلي دي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. په دې وروستیو کې په هرات کې وسله‌والې غلاوې، په ځانګړي ډول د موټرو او موبایل ټیلیفونونو غلا، په څرګند ډول زیاتې شوې دي.