• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو مسوولین احضار کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د ترکیې او نورو هېوادونو لپاره د کاري ویزو د غیرقانوني صدور او تور بازار په تړاو یې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو استازي او مسئولین احضار کړي. دغه وزارت په کابل کې د یادو شرکتونو استازو ته د احضار استعلامونه سپارلي او پوښتنې یې ترې کړې دي.

د طالبانو دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې له حاضرو شویو استازو څخه یې لیکلې ژمنې اخیستي دي. طالبان وایي، د تعهد له مخې دغه شرکتونه به د کاري ویزو په برخه کې له خلکو پیسې نه اخلي، د خلکو د شکایتونو په څېړنه کې به له وزارت سره پوره همکاري کوي او په دې تړاو به هېڅ ډول غیرقانوني فعالیت نه ترسره کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټینګار کړی چې د کاري ویزو په برخه کې د تور بازار مخنیوی کوي او اړوند سرغړونې به تعقیبوي. د دې وزارت چارواکو په یو ویډيو پېغام کې زیاته کړې چې د شکایتونو د ثبت لپاره به لارې چارې فعالې وي او د تورنو قضیې به قانوني څارنې لپاره خپلو اړوند ادارو ته سپاري.

طالبانو له خلکو په جدي توګه غوښتي چې د جعل او دروغو ښکار نه شي او په دې برخه کې خپل اسناد او پیسې هېڅ شخص، شرکت او یا بل ادرس ته ورنه کړي. د خبرپاڼې له مخې، مشکوک موارد دې له قانوني مراجعو سره شریک شي څو د کاري ویزو په نوم د خلکو د غولونې مخه ونیول شوي.

په دې وروستیو کې اندېښنې ډېرې شوې چې په افغانستان کې د ترکیې، پاکستان او ایران ویزې په تور بازار کې په زرګونو ډالرو پلورل کېږي. همدا راز نیوکې شوي چې یو شمېر سیاحتي شرکتونو پر همدې بهانو خلک لوټلي او پیسې یې ترې شکولي‌ دي،‌ خو خدمتونه یې ورته نه دي وړاندې کړي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۳

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

شهرزاد اکبر: د طالبانو په بندخونو کې فزیکي او رواني شکنجه مرګونې ده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر د رواداري بنسټ ورستي راپور ته په اشارې سره د طالبانو په توقیف ځایونو کې د روانو شکنجو او د بندیانو د مړینې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا وضعیت یې د نه زغملو وړ بللی دی.

اغلې اکبر خبرداری ورکړی، چې دا ډول سخت او بې‌رحمانه چلندونه او له قانون څخه پورته شکنجې په حقیقت کې د خلکو د قصدي وژنې او د بشري حقونو د جدي سرغړونو لامل ګرځي.

نوموړې ویلي، د طالبانو په توقیف ځایونو او په ځانګړي ډول د استخباراتو په بندخونو کې فزیکي او رواني شکنجه په ډېرو مواردو کې دومره شدیده او بې‌رحمانه وي چې بندیان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغې په خپل پیغام کې د طالبانو امنیتي او استخباراتي ادارو ته په اشارې ویلي چې بندخونې د انسانانو د نابودۍ پر مرکزونو بدلې شوې دي. د هغې په وینا، دا وضعیت ښيي چې په دغو ځایونو کې نه قانوني څارنه شته او نه هم انساني معیارونو ته پام کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بشري حقونو سازمان «رواداري» په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر میاشت کې د دایکندي ولایت یو ۱۹کلن ځوان د طالبانو تر توقیف وروسته، یوازې یوه ورځ وروسته له سختې شکنجې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو بنسټونو په وار وار د طالبانو په زندانونو او توقیف ځایونو کې د بندیانو د وضعیت، شکنجې او د چلند د څرنګوالي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

طالبان: د پاکستان له زندانونو څخه تر ۳۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بندخونو ۳۰۷ افغان کډوال ازاد شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له دغو راستانه شویو کسانو څخه ۲۶۸ تنه د تورخم او ۳۹ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په پاکستان کې نیول شوي او زنداني شوي وو.

خبرپاڼه زیاتوي، راستانه شوي کډوال په اړوندو امریتونو کې له ثبت او لومړنیو مرستو د تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په تېرو ۲۴ساعتونو کې طبیعي پېښې؛ شپږ کسان مړه او یوولس نور ټپیان شوي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویاند محمدیوسف حماد وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار، هرات، غور او تخار ولایتونو کې د تالندې او برېښنا، توپانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان دي.

حماد وویل، چې د طبیعي پېښو د دغه پړاو زیانونه پر کورونو هم درانه پرېوتي او په ټول هېواد کې شل کورونه په بشپړ ډول نړېدلي دي. د هغه په وینا، لس نور کورونه نیمه ویجاړ شوي او متاثره کورنیو ته د مرستو د رسولو لپاره همغږي روانه ده.

د یادې ادارې ویاند زیاته کړه چې د کندهار، هرات، غور او تخار په بېلابېلو سیمو کې د تالندې او برېښنا ترڅنګ سخت بادونه او ناڅاپي سېلابونه راغلي دي. د ده په خبره، د ټپیانو وضعیت تر څارنې لاندې دی او د ځینو سړکونو او اوبو لارو د پاکولو چارې هم پيل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وایي چې د ژغورنې ډلې یې متاثره سیمو ته استول شوې او له نورو بنسټونو سره د بیړنیو مرستو د همغږۍ بهیر جاري دی.

د طالبانو دغه ادارې د خلکو لپاره د هوا د خرابوالي پر مهال د احتیاطي تدابیرو د نیولو سپارښتنه کړې ده.

په افغانستان کې ۶۴ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي او ۱۴ میلیونه له لوږې سره مخ دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۲ GMT+۱

په داسې حال کې چې نړۍ په نورو نړیوالو کړکېچونو کې بوخته ده، افغانستان له پامه غورځول کېږي او د بشري ناورین له سخت وضعیت سره مخ دی. د جرمني بیلډ ورځپاڼې ددغه هېواد د پرمختیا وزارت له قوله ویلي، چې ۶۴ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي او ۱۴ میلیونه نور له لوږې سره مخ دي.

بیلډ د جرمني د پرمختیا وزارت د معلوماتو له مخې ویلي، د افغانستان شاوخوا ۶۴ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي او نږدې ۱۴ میلیونه خلک د لوږې له جدي خطر سره مخ دي. همدارنګه میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ او د ژوند ګواښونکو ناروغیو له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) وروستی راپور ښيي چې د ښځو او نجونو وضعیت په ځانګړي ډول خراب شوی او د هغوی پر ژوند او راتلونکي یې ژور اغېز کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د روغتیا، تعلیم او ټولنیزو خدمتونو وضعیت سخت خراب شوی دی. نجونې له ثانوي زده کړو او پوهنتونونو منع شوې دي او ښځې په پراخه کچه له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې که دا محدودیتونه دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان له ۲۵ زرو څخه زیاتې ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي، چې دا به د هېواد د ټول خدماتي سیستم لپاره جدي ضربه وي.

په راپور کې همدارنګه د اقتصادي بحران یادونه شوې، چې له امله یې د خلکو ژوند لا سخت شوی دی. د پخوانیو نړیوالو مرستو بندېدل، اوږدمهاله جګړې، فساد او طبیعي افتونو د افغانستان بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د راپور له مخې، په هېواد کې داسې پېښې هم ثبت شوې چې ځینې کورنۍ د بې‌وزلۍ له امله د خپلو ماشومانو پلور یا ودولو اړې شوې دي.

د طالبانو دفاع وزیر د امنیتي کمیسیون له ناستې وروسته د مزارشریف روضې ته ورغلی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر د امنیتي او تصفیوي کمیسیون له غونډې وروسته په مزارشریف کې روضې ته ورغلی او د هغې بېلابېلې برخې یې کتلې دي. مولوي یعقوب نن د افغانستان د ۹ شمالي ولایتونو له والیانو سره د امنیتي وضعیت په تړاو ناسته درلوده.

د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ په بلخ کې د افغانستان د شمال ختیزو او شمال لوېدیزو ولایتونو د امنیتي وضعیت، اداري کنټرول او د ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د بشپړ تطبیق پر موضوعاتو غونډه کړې ده.

دا غونډه د طالبانو دفاع وزیر او د کمېسیون مشر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ شوې، چې د بلخ، کندز، تخار، بدخشان، بغلان، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو طالب والیانو او د ملکي او نظامي ادارو مسوولانو پکې ګډون کړی دی.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت هر اړخیزه ارزونه شوې، په ځانګړي ډول د سیمه‌ییزو امنیتي جوړښتونو د فعالیت، د ادارې د همغږۍ او د جرمي پېښو د مخنیوي پر میکانیزمونو بحث شوی دی.

طالب چارواکو ټینګار کړی چې د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو او لارښوونو عملي کول د دولتي ادارو د کار بنسټ جوړوي او باید په ټولو زونونو کې په منظم ډول تطبیق شي.

په همدې غونډه کې اقتصادي وضعیت ته هم اشاره شوې او د بېکارۍ د کچې د کمولو او د کارموندنې د فرصتونو د پراخولو غوښتنه شوې ده.

دا بحث په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په روانه اونۍ کې په کابل کې یو کس د بېکارۍ له امله د اعتراض په توګه ځان ته اور اچولی و او وروسته د ټپونو له امله ومړ.

دې پېښې پر خلکو د اقتصادي فشارونو د زیاتېدو په تړاو تازه اندېښنې راپورته کړې دي.

له بلې خوا، په وروستیو میاشتو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جنايي پېښو او وسله‌والو غلاوو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي، چې له امله یې د امنیتي تدابیرو د سختولو غوښتنې هم زیاتې شوې دي.

د کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جنايي پېښو د مخنیوي لپاره باید «جدي تدابیر» عملي شي او د خلکو د سر، مال او عزت د خوندیتوب لپاره د امنیتي ځواکونو چارې لا منظمې شي.