• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بېنېټ د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په تړاو د هر اړخیرې څېړنې غوښتنه کړې

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د روان زېږدیز کال (د مارچ په ۱۶مه نېټه) د پاکستان له لوري په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د شوي برید په تړاو د بشپړې او خپلواکه څېړنې غوښتنه کړې.

ریچارډ بېنېټ پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي: «هغه برید چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په‌کې د شاوخوا ۲۶۹ ملکیانو د وژل کېدو پخلی کړی، باید په هر اړخیز او خپلواک ډول وڅېړل شي».

نوموړي ټینګار کړی، چې پر ملکیانو او یا ملکي تاسیساتو قصدي بریدونه ښایي د جنګي جرمونو په ډله کې راشي. هغه همداراز له طالبانو غوښتي، چې په ورته روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو خوندیتوب ډاډمن کړي.
بل لور ته وړمه ورځ په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پارواتانیني په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په اړه ویلي و، پاکستان د ملکیانو پر وړاندې د نسل وژنې او تاوتریخوالي اوږد تاریخ لري. هغه وایي، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله ۷۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۵

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې د کانکور ګډونوالو زیاتوالی؛ خلک وایي د زده‌کړو بهیر لاهم له جدي ستونزو سره مخ دی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱

سره له دې چې سږکال په کندهار ولایت کې د کانکور ازموینې د ګډونوالو شمېر د تېر کال پرتله زیات شوی؛ خو د پوهنې د وضعیت په اړه لاهم د خلکو، زده‌کوونکو او ښوونکو اندېښنې پر ځای دي.

د کندهار پوهنتون مسوولینو خبر ورکړی، سږکال په کندهار کې ۲زره او ۱۵۶ زده‌کوونکو د کانکور په ازموینه کې برخه اخیستې چې د تېر کال پرتله شاوخوا ۴۰۰ تنه زیاتوالی ښيي. تېر کال نږدې ۱۷۰۰ زده‌کوونکو د کانکور ازموینه ورکړې وه.

سره له دغه زیاتوالي د کندهار د کانکور د ګډونوالو شمېر لاهم د افغانستان د یوشمېر ولایتونو د ولسوالیو تر کچې کم بلل کېږي؛ هغه څه چې د پوهنې د وضعیت په اړه پوښتنې راولاړوي.

کندهار پوهنتون کې د ازموینو یوه برخه
100%
کندهار پوهنتون کې د ازموینو یوه برخه

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، په وروستیو کلونو کې د پوهنې بهیر ته هغسې پاملرنه نه‌ده شوې لکه څنګه چې اړتیا ده او همدا لامل دی چې ډېری زده‌کوونکي د ښوونځیو لوړو ټولګیو او لوړو زده‌کړو ته لېوالتیا نه‌لري.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی منیر احمد په دې اړه وایي: «پخوا به کورنیو هڅه کوله، چې اولادونه یې پوهنتون ته ولاړ شي؛ خو اوس ډېری ځوانان نه هیله لري او نه هم مناسب تعلیمي چاپېریال ورته برابر دی، ځکه خاصه علاقه نه‌لري».

د خلکو په وینا؛ پر زده‌کوونکو محدودیتونه، د درسي چاپېریال سخت شرایط او یوازې پر دیني زده‌کړو ټینګار هغه عوامل دي، چې د عصري زده‌کړو ارزښت یې کم کړی دی.

د کندهار یو بل اوسېدونکی شمس‌الله وایي: «کله چې عصري زده‌کړې کم‌ارزښته وښودل شي او یوازې په یوه ډول تعلیم تمرکز وشي؛ طبیعي ده چې د ځوانانو علاقه به راکمه شي. نن سبا موږ تر ډېره عصري زده‌کړو ته اړتیا لرو، موږ شکر مسلمانان یو دیني تعلیم هم کوو؛ خو دلته عصري زده‌کړې یو ډول بې‌ګټې معرفي کېږي».

زده‌کوونکي بیا وایي، کله چې ځوان پوه شي له فراغت وروسته ورته د کار زمینه نه‌ده برابره؛ نو طبیعي ده چې د زده‌کړو انګېزه به یې هم کمه شي، چې اوس همداسې حالت دی. خلک او زده‌کوونکي نیوکه کوي، چې په ښوونیز بهیر کې توازن نه تر سترګو کېږي او عصري زده‌کړو ته هغومره پاملرنه نه‌کېږي لکه څنګه چې د وخت اړتیا ده.

تېره اونۍ؛ له ایران او پاکستان نه نږدې ۴۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۳ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل – پښتو له‌خوا د راټولو شویو شمېرو له مخې؛ یوازې تېره اوونۍ (د غویي له ۲۵مې تر ۳۱مې) ۷زره او ۴۵۷ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۳۹زره او ۲۹۶ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. له یادې ډلې ۶زره او ۱۳۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۶۸۶ د سپین بولدک له لارې، ۴۴۶ د ورېښمو پله له لارې او ۱۹۲ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

دغه شمېرې چې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له ورځنو راپورونو راټولې شوې په‌کې راغلي، چې له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرستې هم شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له‌خوا خپاره شوي راپورونه ښیي چې د کډوالو پراخو څپو سره په افغانستان کې د فقر کچه نوره هم لوړه شوې ده. بلخوا د بشري حقونو بنسټونو او د کډوالو ملاتړو سازمانونو له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو پر اېستلو په وار، وار اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو جبري اېستل هغوی د بشري حقونو د سرغړونې له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د فقر او بندیزونو تر سیوري لاندې؛ سږکال کندهار کې د اختر لپاره د څارویو بازار خورا سوړ شوی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۶ GMT+۱

د لوی اختر په درشل کې د کندهار د څارویو بازارونه د پخوا پرتله خورا پېکه شوي او د څارویو پلورونکي وایي، سږکال د قربانۍ لپاره بازارونو ته د راوړل شویو څارویو بیې خورا راټیټې شوې او خلک یې نه پېري.

د څارویو سوداګر وايي، د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت، پراخه بې‌روزګاري او پاکستان ته د څارویو د لېږد محدودیتونه هغه مهم عوامل دي، چې د څارویو بازار یې له سخت رکود سره مخ کړی دی.

د څارویو یو پلورونکی دادالله وایي: «پخوا به له اختر څخه مخکې بازارونه ډېر ګرم وو، خلکو به د اختر لپاره پسونه اخیستل؛ خو اوس د ډېرو خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او د څاروي د اخیستلو توان نه‌لري».

هغه زیاتوي، چې د پخوا پرتله بازار ته د خلکو تګ‌راتګ هم کم شوی او زیاتره مالداران مجبور دي خپل څاروي په ټیټه بیه وپلوري. د پسونو یو بل سوداګر اختر محمد چې د نورو خلکو پسونه په کمېشن پلوري وایي: «د خلکو اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي، زه خپله دومره وس نه‌لرم چې د قربانۍ لپاره پسه واخلم یوازې د نورو خلکو څاروي خرڅوم او حلالوم یې، سږ کال اقتصادي حالت تر بل هر وخت خراب دی».

د څارویو پلورونکي وایي، د کندهار د څارویو بازار له بلې لویې ستونزې سره هم مخ دی او هغه پاکستان ته د څارویو د لېږد محدودیتونه دي. د پسونو سوداګر وایي، مخکې به د اختر په موسم کې لسګونه زره پسونه پاکستان ته لېږدول کېدل او همدې کار دلته د څارویو بیې لوړې ساتلې وې؛ خو اوس د بندیزونو له امله صادرات په ټپه درېدلي او بازارونه پېکه شوي دي.

یوشمېر د څارویو هغه سوداګر چې له نورو ولایتونو څخه څاروي راولي وایي، سږ کال بازار د تېر پرتله خورا خراب دی؛ ځکه دوی د څارویو په لېږد، خوراک او ساتنه زیات لګښت کوي، خو ګټه یې هيڅ نه پاتېږي.

د کندهار د درېیمې ناحیې یو اوسېدونکی نجیب‌الله وایي: «پخوا به مو هر کال اختری کاوه؛ خو اوس د کور د ورځنیو لګښتونو برابرول هم سخت شوي دي، د کار زمینه نه‌ده برابره او اقتصادي وضعیت خراب دی، دومره عاید نه‌لرو چې اختری راباندې وشي».

اقتصادي شنونکي باور لري، چې د سوداګرۍ محدودیتونه، د صادراتو کمښت، د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت او د کار د فرصتونو نه‌شتوالی د دې لامل شوی، چې د کندهار د څارویو بازارونه له بې‌ساري رکود سره مخ شي.

مالداران او سوداګر نیوکه کوي، چې د طالبانو اداره نه‌ده توانېدلې؛ څو د څارویو د صادراتو لپاره بدیلې لارې پیدا کړي او نه یې هم د مالدارۍ سکتور د ملاتړ لپاره اغېزمن ګامونه اخیستي دي.

دوی وایي، که د پاکستان لاره تړل کېږي نو د طالبانو اداره باید د نورو هېوادونو بازارونو ته د صادراتو اسانتیاوې برابرې کړي؛ ترڅو د مالدارانو کاروبار له سقوطه وژغورل شي.

امسو: د طالبانو له‌خوا د «بامیان راډیو» پر فعالیت بندیز د بیان پر ازادۍ قصدي برید دی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۸:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) په بامیان ولایت کې د «بامیان راډیو» د فعالیت بندېدو او د دغه رسنیز بنسټ پر دفتر د طالبانو ناڅاپي اقدام غندلی او دا یې د بیان پر ازادۍ قصدي او اندېښمنوونکی برید بللی دی.

دغه سازمان وایي، چې تر اوسه د یادې راډیو دفتر ته هېڅ رسمي مکتوب یا خبرداری نه‌دی لېږل شوی او د طالبانو دغه اقدام د یوې عادي اداري پرېکړې په توګه نه؛ بلکې د رسنیو چوپولو یوه قصدي هڅه ده.

امسو وایي، «بامیان راډیو» په وروستیو کلونو کې خپل تمرکز روغتیايي خپرونو او عامه پوهاوي پروګرامونو ته اړولی و چې په لرو پرتو سیمو کې یې د مېندو او ماشومانو د ژوند خوندیتوب په برخه کې خورا مهم رول لوباوه.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان همداراز وایي، د داسې حیاتي رسنیزې سرچینې بندول د طالبانو د هغې تګلارې ښکارندویي کوي چې د معلوماتو د خپرېدو مخه نیسي او د خلکو د بنسټیزو حقونو پر وړاندې محدودیتونه زیاتوي.

د یاد سازمان په وینا، دوی له دوو سرچینو د دغه راډیو د جواز نه تمدید خبر ترلاسه کړې؛ خو په خبره یې د راډیو مسوولین وایي، چې تر دې وړاندې یې د جواز د تمدید لپاره رسمي غوښتنه کړې وه او د طالب چارواکو له‌خوا دغه اقدام ناڅاپي او بې‌بنسټه دی.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان له طالب چارواکو غوښتي، چې پر دغه رسنۍ لګېدلی بندیز ژر تر ژره او بې له قید و شرطه لرې کړي او د جواز د تمدید لړۍ له هر ډول محدودیت پرته ترسره کړي.

تر دې وړاندې د بامیان ولایت سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو استخباراتو د «بامیان راډیو» نشرات ځنډولي دي. د سرچینو په وینا؛ د طالبانو استخباراتو ځواکونه د راډیو ودانۍ ته ننوتلي او د یادې راډیو دفتر او دروازې یې مهر و لاک کړی دی.
«بامیان راډیو» له څه باندې دوو لسیزو راهیسې په دغه ولایت کې فعالیت لاره.

طالبان: د هرات په اختیارالدین کلا کې د تاریخي ډبرو د ساتنې لپاره دوه سالونونه پرانېستل شول

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو د جذب او لیدنې په موخه د هرات په اختیارالدین کلا یا ارګ کې د تاریخي ډبرو د ساتنې او نندارې لپاره دوه ځانګړي سالونونه پرانېستل شوي.

100%

د یاد وېازت په وینا؛ په دغه دوو سالونونو کې ۲۲۰ تاریخي ډبرې ساتل کېږي، چې لرغونتیا یې له ۵۰ تر ۶۰۰ کلونو پورې رسېږي. دغه وزارت زیاته کړې، چې پر هرې تاریخي ډبرې ځانګړی بارکوډ لګول شوی؛ ترڅو سېلانیان وکولای شي، د بارکوډ په سکن کولو سره د دغه اثارو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

100%

د یاد وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه تاریخي ډبرې د هرات له بېلابېلو لرغونو سیمو، زیارتونو او تاریخي ودانیو راټولې شوې دي چې ډېری یې د تیموریانو پېر پورې اړه لري.
د خبرپاڼې له مخې؛ هغه ډبرې چې د تاریخي ابداتو او لرغونو سیمو شاوخوا د تخریب، ضاېع کېدو یا غلا له ګواښ سره مخ وې، د ښې ساتنې او خوندي کولو لپاره به دغه سالونونو ته ولېږدول شي.
ورته مهال د هرات موزیم مسوولان وایي، د تاریخي ډبرو د سالونونو په پرانېستلو سره به د هرات ارګ ته د سېلانیانو د ورتګ کچه لوړه شي چې دغه اقدام کولای شي د هرات تاریخي او فرهنګي لرغونتوب کورنیو او بهرنیو لیدونکو ته لا ښه ور وپېژني.

100%