د څارویو سوداګر وايي، د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت، پراخه بېروزګاري او پاکستان ته د څارویو د لېږد محدودیتونه هغه مهم عوامل دي، چې د څارویو بازار یې له سخت رکود سره مخ کړی دی.
د څارویو یو پلورونکی دادالله وایي: «پخوا به له اختر څخه مخکې بازارونه ډېر ګرم وو، خلکو به د اختر لپاره پسونه اخیستل؛ خو اوس د ډېرو خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او د څاروي د اخیستلو توان نهلري».
هغه زیاتوي، چې د پخوا پرتله بازار ته د خلکو تګراتګ هم کم شوی او زیاتره مالداران مجبور دي خپل څاروي په ټیټه بیه وپلوري. د پسونو یو بل سوداګر اختر محمد چې د نورو خلکو پسونه په کمېشن پلوري وایي: «د خلکو اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي، زه خپله دومره وس نهلرم چې د قربانۍ لپاره پسه واخلم یوازې د نورو خلکو څاروي خرڅوم او حلالوم یې، سږ کال اقتصادي حالت تر بل هر وخت خراب دی».
د څارویو پلورونکي وایي، د کندهار د څارویو بازار له بلې لویې ستونزې سره هم مخ دی او هغه پاکستان ته د څارویو د لېږد محدودیتونه دي. د پسونو سوداګر وایي، مخکې به د اختر په موسم کې لسګونه زره پسونه پاکستان ته لېږدول کېدل او همدې کار دلته د څارویو بیې لوړې ساتلې وې؛ خو اوس د بندیزونو له امله صادرات په ټپه درېدلي او بازارونه پېکه شوي دي.
یوشمېر د څارویو هغه سوداګر چې له نورو ولایتونو څخه څاروي راولي وایي، سږ کال بازار د تېر پرتله خورا خراب دی؛ ځکه دوی د څارویو په لېږد، خوراک او ساتنه زیات لګښت کوي، خو ګټه یې هيڅ نه پاتېږي.
د کندهار د درېیمې ناحیې یو اوسېدونکی نجیبالله وایي: «پخوا به مو هر کال اختری کاوه؛ خو اوس د کور د ورځنیو لګښتونو برابرول هم سخت شوي دي، د کار زمینه نهده برابره او اقتصادي وضعیت خراب دی، دومره عاید نهلرو چې اختری راباندې وشي».
اقتصادي شنونکي باور لري، چې د سوداګرۍ محدودیتونه، د صادراتو کمښت، د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت او د کار د فرصتونو نهشتوالی د دې لامل شوی، چې د کندهار د څارویو بازارونه له بېساري رکود سره مخ شي.
مالداران او سوداګر نیوکه کوي، چې د طالبانو اداره نهده توانېدلې؛ څو د څارویو د صادراتو لپاره بدیلې لارې پیدا کړي او نه یې هم د مالدارۍ سکتور د ملاتړ لپاره اغېزمن ګامونه اخیستي دي.
دوی وایي، که د پاکستان لاره تړل کېږي نو د طالبانو اداره باید د نورو هېوادونو بازارونو ته د صادراتو اسانتیاوې برابرې کړي؛ ترڅو د مالدارانو کاروبار له سقوطه وژغورل شي.