• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په نيويارک کې د کښتيو جوړونې په کارخونه کې د چاودنې له امله ۱۶ کسان ټپیان شوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱

د امریکا د نیویارک ښار په سټېټن ایلنډ کې د کښتيو جوړونې په یوې کارخونه کې د اور لګېدنې او چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، د درېیو ټپیانو روغتیايي وضعیت ډېر نازک دی.

د امریکا د نیویارک د اور وژنې اداره وايي، دغه پېښه د جمعې په ورځ شاوخوا ۳:۳۰ دقیقې هغه مهال رامنځته شوه چې، د یادې ادارې کارکوونکو په دغې کارخونه کې په اور کې د بند پاتې دوو کارګرو پر ژغورنې بوخت وو.

د اور وژنې د ادارې ویاندې جوان ماریانو وویل، کله چې د اور وژنې ډلې لا هم د اور په مړه کولو بوختې وې، شاوخوا ۵۰ دقیقې وروسته په ساحه کې یوه لویه چاودنه وشوه.

ماریانو زیاته کړه، دغه اور په ځايي وخت د مازدیګر تر ۵ بجو پورې لا نه‌وو مړ شوی او د یادې ادارې کارکوونکو په ساحه کې ۱۶ ټپیان شمېرلي وو. د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې د دوو اور وژونکو او یوه ملکي وګړي روغتیايي وضعیت ډېر نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي او همداراز د نورې احتمالي اوښتې مر‌ګ‌‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱

د ټرمپ حکومت پرېکړه کړې،‌ ډېری هغه کسان چې موقتي ویزې لري او یا هم د بشري اجازې له‌مخې په امریکا کې ژوند کوي، باید د ګرین کارت د غوښتنې لپاره خپلو هېوادونو ته ستانه شي. خو د افغان ایواک مشر وايي، افغانستان کې امریکایي کونسلي خدمات نشته او له هغه ځایه غوښتنلیک ورکول ناشونې دي.

د اې‌بي‌سي نیوز ټلوېزیوني شبکې د راپور له‌مخې، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) په همدې تړاو یو نوی لارښود صادر کړ. د دغه لارښود له‌مخې، د امریکا دننه د ګرین کارت غوښتنلیکونه به یوازې په استثنايي حالاتو کې منل کېږي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې ویاند زک کاهلر ویلي: «موږ د قانون اصلي موخې ته بېرته ګرځو، څو ډاډ ترلاسه شي، چې بهرني وګړي زموږ د هېواد د کډوالۍ قانوني بهیر په سمه توګه تعقیبوي».

هغه زیاته کړه، له دې وروسته هر هغه کس چې په موقتي ډول په امریکا کې اوسېږي او غواړي ګرین کارت ترلاسه کړي، باید د غوښتنې لپاره خپل هېواد ته ستون شي، مګر دا چې ځانګړي او استثنايي شرایط ولري.

خو د افغان ایواک مشر بیا د امریکا حکومت پر دغې پرېکړې په نیوکې سره وايي، د طالبانو د واکمنۍ له امله په افغانستان کې هېڅ ډول امریکایي کونسلي خدمات نشته او له هغه ځایه غوښتنلیک ورکول ناشونې دي.

د کډوالۍ وکیلانو اې‌بي‌سي نیوز ته ویلي، چې دا پرېکړه ښايي په سلګونو زره کسان اغېزمن کړي. د وکیلانو په وینا، ډېری هغه کسان چې د کار موقتي ویزې لري او د امریکا دننه یې د دایمي استوګنې غوښتنه کړې، ښايي له ستونزو سره مخ شي.

ګرین کارت په امریکا کې د دایمي استوګنې یو ډول رسمي جواز دی. هر هغه څوک چې ګرین کارت ترلاسه کړي، کولی شي په امریکا کې ژوند او کار وکړي، خو دا هم د امریکا د بشپړ تابعیت معنا نه‌لري.

ډېری کډوال لومړی امریکا ته د موقتي او کاري ویزو او یا هم بشري اجازې له لارې ننوځي او وروسته هڅه کوي، چې خپل قانوني حالت دایمي استوګنې ته واړوي.

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغان ایواک بنسټ مشر شان وان‌ډایور د امریکا د کډوالۍ ادارې پر نوې تګلارې سختې نیوکې کړي او هغه یې له افغان متحدینو سره «خیانت» بللی دی. د دې تګلارې له‌مخې، د هغو افغانانو لپاره چې د بشري پارول له لارې امریکا ته تللي، د دایمي استوګنې یا ګرین کارت ترلاسه کول خورا سخت شوي دي.

امریکایي سناتور: ډونالډ ټرمپ باید پر ایران پوځي عملیات بیا پیل کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د امریکا د سنا د وسله‌والو ځواکونو د کمېټې رییس راجر ویکر له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې له ایران سره د هوکړې پر ځای، پرې پوځي عملیات بیا پیل کړي او د تهران د پوځي وړتیاوو د له‌منځه وړلو بهیر بشپړ کړي.

ویکر د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «موږ باید هغه څه بشپړ کړو چې پیل کړي مو دي. امریکا باید له اسلامي جمهوریت سره د هوکړې په لټه کې نه‌وي، بلکې پر ځای یې باید پوځي عملیات بیا پیل کړي».

هغه زیاته کړې، چې ټرمپ ته ناسمې مشورې ورکول کېږي، څو داسې یوې هوکړې ته مخه کړي چې «ان د کاغذ پر مخ د لیکلو ارزښت هم نه‌لري».

د امریکا دغه سناتور زیاته کړې، اعلی قومندان باید امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکړي، چې د تهران د دودیزو پوځي وړتیاوو د له‌منځه وړلو بهیر بشپړ او د هُرمز تنګی بېرته پرانیزي.

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې مشرې تولسي ګبارډ له خپلې دندې استعفا وکړه

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشرې تولسي ګبارډ له خپلې دندې استعفا وکړه. هغې د دغې چارې لامل د خپل مېړه چې د هډوکو پر یوه نادره سرطان اخته شوی، پالنه په ګوته کړې ده. هغې د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې ده.

د ګبارډ د دندې وروستۍ ورځ به د ۲۰۲۶ کال د جون ۳۰مه وي. هغې په خپل استعفالیک کې ویلي، چې مېړه یې ابراهیم د ناروغۍ له امله په راتلونکو اونیو او میاشتو کې له لویو ننګونو سره مخ کېږي او هغه باید په دې سخته مبارزه کې د هغه تر څنګ ودرېږي. ګبارډ زیاته کړې، چې مېړه یې د دوی د ګډ ژوند په ۱۱ کلونو کې د هغې لوی ملاتړی وو او نه‌شي کولای هغه په دې مبارزه کې یوازې پرېږدي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشرې د خپلې دندې پر مهال د استخباراتي ټولنې د شفافیت او بشپړتیا په برخه کې د پرمختګونو یادونه کړې، خو ټینګار یې کړی، چې لا هم ډېر کارونه پاتې دي.

هغې ولسمشر ټرمپ ته ډاډ ورکړی، چې په راتلونکو اونیو کې به د واک د لېږد بهیر په سمه توګه ترسره شي، څو د استخباراتي ادارې په رهبرۍ کې کوم خنډ رامنځته نه‌شي.

ګبارډ په تېر یو نیم کال کې د امریکا په استخباراتي ادارو کې پراخ بدلونونه راوستل، چې په‌کې د لګښتونو کمول او د ۷۰۰ میلیونه ډالرو سپما شامل دي. هغې همدارنګه تر نیم میلیون ډېر پټ اسناد، له هغې ډلې د ټرمپ او روسیې د اړیکو او د جان اف کینیډي د وژنې په اړه معلومات افشا کړل.

د دې ترڅنګ، د هغې په مشرۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې ملي مرکز په ۲۰۲۵ کال کې امریکا ته د ۱۰ زره هغو کسانو د ننوتلو مخه ونیوله چې له مخدره توکو او ترهګرۍ سره یې تړاو درلود.

پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې ۶ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۷:۰۵ GMT+۱

رویټرز اژانس د لبنان د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سوېل کې د اسراییل په دوو جلا بریدونو کې ۶ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت پر عامه تاسیساتو بریدونه د نړیوالو بشري قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

د راپورنو له‌مخې، دا بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان د سوېل په حناویه او دیر قانون النهر سیمو کې شوي، چې د روغتیايي کارکوونکو ترڅنګییو سوریایي ماشوم هم وژل شوي دی.

د اسراییلو پوځ تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د لبنان د روغتیا وزارت وایي، د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۳۱۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي، چې پکې لسګونه روغتیايي کارکوونکي، ماشومان او ښځې هم شامل دي.

برېتانیا کې ۷ افغانان د ماشومانو پروړاندې د جنسي ځورونو په تور نیول شوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د برېتانیا څارنوالۍ ویلي، چې ۷ افغان ځوانان یې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او ناوړه جنسي استفادې په تورونو نیولي دي. د نیول شویو کسانو عمرونه له ۲۰ نه تر ۲۱ کلونو پورې ښودل شوي دي.

د برېتانیا د سلطنتي څارنوالۍ د راپور له مخې دا تورونه د ۲۰۲۳ کال د اګست څخه تر ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې پورې د پېښو اړوند ثبت شوي دي. د راپور له مخې، دا قضیې د دوو قربانیانو سره تړاو لري، چې د پېښو پر مهال د تنکیو ځوانانو په عمر کې وو.

یادې ادارې د تورنو کسانو نومونه جمیل خلیل، احمدالدین احمدزی، قیس کاکړ، فضل اوریاخېل، محمد فاروق شینواری، علي احمد او سید وحید داودزی ښودلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کسان د بېلابېلو جنسي جرمونو، په ځانګړي ډول د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او ناوړه استفادې په تورونو تورن دي.

پولیسو ویلي چې یو اتم کس ۱۹ کلن دی، د دې قضیې په تړاو د جمعې په ورځ په ایرلنډ کې نیول شوی او ددې څیړنو برخه دی.

د سلطنتي څارنوالۍ په راپور کې راغلي: «څارنوالانو هڅه کړې چې ثابت کړي په دې قضیه کې محکمې ته د وړاندې کولو لپاره کافي شواهد شته او د عدلي تعقیب دوام د عامه ګټې لپاره دی.»

د نورفولک پولیسو تایید کړې چې ټول اوه تورن کسان افغانان دي او په بریتانیا کې د پناه غوښتونکو په توګه اوسېدل.

پولیسو دا هم ویلي چې له دغو کسانو څخه هېڅ یو هم د نورفولک په پناه غوښتونکو هوټلونو کې نه اوسېده او نه هم ادعا شوې چې جرمونه په دغو هوټلونو کې ترسره شوي دي.