• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بېنېټ: افغانستان ته ستنېدونکي کډوال له شکنجې او لوږې سره مخ دي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان د ستنېدونکو لپاره یو خوندي هېواد نه دی. د نوموړي په وینا، هغه افغانان چې بېرته دغه هېواد ته ستنېږي، له ځورونې، نیول کېدو، شکنجې، لوږې او نورو ګواښونو سره مخامخ کېږي.

رېچارډ بېنېټ نن جمعه د غبرګولي په لومړۍ نېټه پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې له ګاونډیو هېوادونو او همدارنګه د اروپایي ټولنې په ګډون له لرې هېوادونو څخه د افغانانو اېستل یوه «لویه او مخ پر زیاتېدو اندېښنه» ده او باید پر وړاندې یې سمدستي اقدامات وشي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې او ټولو کوربه هېوادونو څخه په کلکه غوښتي چې د افغان کډوالو د خوندیتوب په اړه د بشري حقونو په برخه کې خپل نړیوال مسوولیتونه جدي ونیسي او د هغو افغانانو جبري اېستل په ټپه ودروي چې په افغانستان کې یې ژوند او امنیت له جدي خطر سره مخ کېدای شي.
نوموړي دا څرګنددونې پر داسې مهال کړې، چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان، ایران او یو شمېر اروپایي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته ایستلو بهیر خورا چټک شوی دی او یاد اقدام د بشري حقونو د ګڼو سازمانونو او نړیوالو بنسټونو توندې اندېښنې راپارولې دي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۴

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۵

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې