• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

اسیايي سیالیو ته هڅې؛ د تکواندو افغان لوبغاړي ازاد بېګ د سعودي سیال پر وړاندې ماتې وخوړه

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست د معلوماتو له‌مخې، د تکواندو افغان لوبغاړي ازاد بېګ نوروزي اسیایي سیالیو ته د لارې موندنې لپاره په روانو لوبو کې د خپل عربستاني سیال پر وړاندې په منفي ۵۸ کیلوګرامه وزن کې ۲ د صفر پر وړاندې پایلې سره ماتې وخوړه.

دا سیالۍ د منګولیا په اولان‌باتور ښار کې د تېر پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) پیل شوي او لا هم دوام لري.

یاد ریاست د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان په دې پړاو کې د شپږو ورزشکارانو او دوو روزونکو په ترکیب سره برخه لري. سرچینې زیاتوي، چې نور افغان لوبغاړي به په خپلو اړوندو وزنونو او برخو کې سیالۍ ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې، اسیايي سیالیو ته د لارې موندنې دغه سیالۍ د ۳۴ هېوادونو په ګډون روانې دي او تر راتلونکې دوشنبې به دوام وکړي. یاد ریاست د پاتې افغان لوبغاړو لپاره د ښو پایلو هیله کړې ده.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

له کابله د نړۍ تر چته؛ ذکیه احمد د اورېسټ ۸۸۴۸ متره لوړې څوکې په فتح کولو تاریخ جوړ کړ

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۲ GMT+۱

د ټي‌ار‌ټي ورلډ او د پاکستان د الپاین کلپ د راپور له مخې، ذکیه ریور احمد لومړنۍ افغان مېرمن ده، چې د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه اورېسټ چې، ۸۸۴۸ متره لوړوالی لري فتحه کړه. دا تاریخي لاسته راوړنه د افغانستان او نړۍ د غره‌ختنې په تاریخ کې بې‌ساری دی.

ذکیه احمد د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د غزني د جاغوري ولسوالۍ د جودري په کلي کې زېږېدلې ده. هغې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اسټرالیا ته پناه یوړه او هلته یې نوی ژوند پیل کړ.

‌ټي‌ار‌ټي ورلډ راپور ورکړی، چې د اورېسټ‌ون په نوم د ګرځندوی لارښود شرکت دا بریا په خپلې انسټاګرام پاڼې تایید کړې او یوه ویډیو یې هم خپره کړې ده. په دې ویډیو کې ذکیه احمد د اورېسټ څوکې تر رسېدو وروسته د واکي‌ټاکي له لارې د سفر له یوه مسوول څخه غواړي چې: «کولای شې مهرباني وکړې او زما مور ته زنګ ووهې»؟

د ذکیه احمد خور هم د دې خبر له خپرېدو وروسته په خپله انسټاګرام پاڼه لیکلي: «زموږ د کورنۍ لپاره تر ټولو ښکلې شېبه؛ زما د پلار، مور، وروڼو او خویندو لپاره».

د پاکستان د غره ختونکو کلپ د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) اعلان وکړ، چې ذکیه احمد د هماغې ورځې سهار د دوو نیپالي لارښودانو، داوا تنزینګ شرپا او فوربا ګیالجن شرپا، په ملتیا د اورېسټ څوکې ته رسېدلې ده.

دغه دواړه لارښودان د نیپال د خومبو سیمې د تامه کلي اوسېدونکي دي؛ هغه سیمه چې د نړۍ ګڼ مشهور شرپایان ترې راوتلي دي.

ذکیه احمد چې اوس د افغان کډوالې او د بشري حقونو د فعالې په توګه پېژندل کېږي، له افغانستانه تر وتلو وروسته په اسټرالیا کې مېشته ده. د پاکستان الپاین کلپ د هغې دا بریا نه یوازې د افغانستان، بلکې د هغو هېوادونو د ښځینه غره‌ختونکو لپاره هم تاریخي بریا بللې چې له جګړو او کړکېچونو سره مخ دي.

د هغې ملاتړو هم دا بریا د ښځو، کډوالو او بې‌ځایه شویو ټولنو د زغم، زړورتیا او کلکې ارادې نښه بللې ده.

د اورېسټ غر چې د نیپال او د چین د تبت سیمې ترمنځ د همالیا په غرونو کې موقعیت لري، له خپل مرګوني لوړوالي او سختو شرایطو سربېره، لا هم د غره ختونکو لپاره د نړۍ له مهمو او خطرناکو ځایونو ګڼل کېږي.

پاکستاني خبریال فیضان لاخاني په یوه پیغام کې لیکلي: «ذکیه ریور احمد، چې په اسټرالیا کې کډواله ده، نن د سهار په ۷:۲۰ دقیقو د اورېسټ څوکې ته په رسېدو سره د لومړۍ افغان ښځې په توګه تاریخ جوړ کړ. هغې چې یو وخت یې په افغانستان کې د خبریالۍ خوبونه لرل، اوس د خپلې زړورتیا، پیاوړتیا او کلکې ارادې له لارې نړۍ ته الهام ورکوي».

ذکیه احمد تر دې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې غواړي د اورېسټ څوکه د افغان د نجونو په نوم فتح کړي.

دغه ۳۱ کلنه افغان غره‌ختونکې په ۲۰۲۱ کال کې، په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته، اسټرالیا ته پناه یوړه. هغې تر دې وړاندې د افغانستان د نوشاخ، د فرانسې د مون‌بلان، د نیپال د میرا پیک او د هند د ناندا دوی څوکې هم فتحه کړې دي.

مسلکي غره‌ختونکي وایي، د اورېسټ څوکې ته ختل د کلونو سختو تمرینونو، بدني چمتووالي او د غره‌ختنې د پرمختللو تخنیکونو زده کړې ته اړتیا لري. ذکیه احمد هم مخکې ویلي وو، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره یې اوږدمهاله او سخت تمرینونه کړي دي.

منګولیا کې د تکواندو اسیاسي سیالۍ؛ افغان ورزشکار احسام رحیمي خپل جاپاني سیال ته ماته ورکړه

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۶ GMT+۱

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې غړي احسام رحیمي د منګولیا په پلازمېنه اولان باتور کې د تکواندو په اسیایي سیالیو کې خپل جاپاني سیال ته ماتې ورکړه، خو علي اکبر امیري بیا د خپل چینایي سیال پر وړاندې لوبه بایلوده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک او سپورټ ریاست د معلوماتو له مخې، احسام رحیمي د ۵۴ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې خپل جاپاني سیال ته د ۲-۱ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړې ده. همدارنګه د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې علي اکبر امیري خپله لومړۍ لوبه په ۸۷ کیلو ګرامه وزن کې چینایي لوبغاړي ته بایللې ده.

د طالبانو د سپورټ ریاست زیاته کړې، چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ شپږ ورزشکاران او دوه روزونکي ګډون لري. دغه اسیایي سیالۍ چې د ۳۴ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د مې میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شوې، د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

له بلې خوا د وروستیو راپورونو له مخې، احسام رحیمي د دغو سیالیو په بل پړاو کې ماتې خوړلې ده. نوموړي د اسیایي سیالیو د شپاړسم پړاو په لوبه کې د ازبکستاني سیال جهانګیر خدای‌بردیف پر وړاندې د دوه صفر په پایلې سره ماتې ومنله او په دې توګه اسیایي لوبو ته له لارموندنې پاتې شو.

په ورته وخت کې ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې بل غړی ازاد بېګ نوروزي هم د دغو سیالیو د ۳۲ غوره لوبغاړو په پړاو کې د خپل عربستاني سیال پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي. نوموړی به د ۵۸ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې له ریاض ناصر حمدي سره سیالي وکړي.

میدان وردګ کې ګډه ورزشي او دودیزه مېله؛ والي له خلکو د طالبانو د ملاتړ غوښتنه کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د اولمپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست په میدان وردګ ولایت کې د ورزشي دودیزې میلې د ترسره کيدو خبر ورکړی. دغه ریاست ویلي چې په یاده میله کې د میدان وردګ طالب والي له عامو خلکو غوښتي چې د طالبانو د ادارې ملاتړ وکړي.

ددغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډه همکارۍ د دغه ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې ورزشي او دودیزه ګډه مېله ترسره شوه.

په دغه ورزشي او فرهنګي غونډه کې ورزشکارانو د جمناسټیک او تکواندو نندارې وړاندې کړې، همدارنګه د کتابونو، لاسي صنایعو او د هېواد د تاریخي سیمو بېلابېل انځورونه هم نندارې ته وړاندې شول.

خبرپاڼه کې راغلي، د میدان وردګ طالب والي ملا خیرالله خیرخواه په دې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې دا ډول فرهنګي، علمي او ورزشي غونډې د ولسونو، قومونو او ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

نوموړي همدارنګه له ولسونو وغوښتل چې د خپلو سیمو د امنیت د ټینګښت، ټولنیز نظم او د ولسونو ترمنځ د یووالي په برخه کې د طالبانو له ادارې سره همکاري وکړي.

د لوبغاړو د ستاینې مراسم؛ د موتای لوبې افغان اتل یوسف جهانګیر سعودي عربستان ته لاړ

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د موی‌تای افغان اتل محمد یوسف جهانګیر د سعودي عربستان د سپورټي چارواکو په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې ریاض ته تللی دی.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، جهانګیر د اسلامي هېوادونو د هم‌غږۍ په لوبو کې د سرو زرو مډال ګټلو له امله، د ستاینې په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره هلته بلل شوی، چې د مډال ګټونکو ورزشکارانو د قدرونې په موخه جوړ شوي دي.

محمد یوسف جهانګیر د افغانستان د موی‌تای ملي لوبډلې غړی دی. نوموړي د اسلامي هېوادونو د هم‌غږۍ په شپږم پړاو لوبو کې، چې د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره شوې، د سرو زرو مډال ګټلی و.

د طالبانو د سپورټ ادارې زیاته کړې، چې دغه افغان ورزشکار په یادو سیالیو کې د اندونیزیا، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو څخه خپلو حریفانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقام او د سرو زرو مډال خپل کړی و.

روحید ستانکزي د قرغزستان فردوس ارګاشیف ته ماتې ورکړه

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۹ GMT+۱

د رزمي لوبو افغان لوبغاړي روحید ستانکزي د ازبکستان د ۲۰۲۶کال د اسیا د ځوانانو په رزمي سیالیو کې خپله دویمه لوبه د قرغزستان فردوس ارګاشیف پر وړاندې وګټله. ستانکزي د یادې لوبې په ګټلو سره بل پړاو ته لار وموندله.

روحید ستانکزي د منفي ۶۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ازبکستان نظر ماکسیتبایف ته ماتې ورکړه. د ۲۰۲۶کال د اسیا د ځوانانو د رزمي لوبو د اتلولۍ دویم پړاو د مئ له ۱۸مې تر ۲۰مې پورې په ازبکستان کې د اسیا د رزمي لوبو څانګې تر څار لاندې ترسره کېږي.
په دغه سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو د رزمي لوبو لوبغاړي د درېیو ورځو لپاره د یو بل په وړاندې سیالي کوي. په دغه سیالیو کې د بېلابېلو اسیایي هېوادونو د ملي فدراسیونونو او ټولنو ځوانو لوبغاړو برخه اخیستې ده.
دغه سیالۍ به په دوو کټګوریو کې دوام وکړي: «عصري رزمي لوبې» او «دودیزې رزمي لوبې»؛ ترڅو په نړۍواله کچه د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو اندازه کولو لپاره یوه زمینه برابره شي.

100%
100%