• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین: که د خیبر جرګې پرېکړې عملي شوې وای، نو نن به پښتنو خپل متحد مرکز لاره

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د یوې پښتنې ماشومې او د هغې د مور د تښتولو او شکنجې په اړه د اندېښنې په څرګندولو پر فیسبوک پاڼه (میټا) لیکلي، که د خیبر جرګې پرېکړې عملي شوې وای؛ نو نن به پښتنو خپل متحد مرکز او منظم خوندیتوب لاره.

هغه ویلي: «د یوې ۱۱ کلنې پښتنې نجلۍ تښتول، بندي ساتل، بیا یې مور وربلل او پر هغوی ظلم د جدي اندېښنې وړ خبره ده او د پاکستان امنیتي ادارو چوپتیا په پېښه کې د هغوی د ښکېلتیا په معنا ده».
د نوموړي په خبره؛ د پښتنو تښتول یوازې «د سند مافیايي غلو» کار نه‌دی؛ بلکې د پاکستان پوځ او استخبارات هم ورسره لاس لري. پښتین زیاته کړې، د پاکستان پوځ په باجوړ کې د ښوونځي پر کم عمره ماشومانو پر ډرون بریدونو بوخت دي چې له امله یې دوه پښتانه ماشومان د پاکستان پوځ د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي.
هغه ویلي: «د پاکستان امنیتي ادارې د دې پر ځای چې پښتنو ته امنیت ورکړي، د شمالي وزیرستان د شوا، سپین‌وام او دته‌خېلو سیمو پر خلکو د توغندیو او ډرون بریدونه کوي او خلک له خپلو کورونو او سیمو بې‌ځایه کوي؛ څو هلته شته کاني سرچینې په اسانه لوټ شي او څوک غږ پورته نه‌کړي».
هغه ویلي، دوه ورځې وړاندې په پېښور کې فرید اپریدی او پنځه میاشتې مخکې نورالله ترین او حنیف پښتین تښتول شوي چې لاتراوسه لادرکه دي. نوموړي د کم عمرې پښتنې ماشومې او د هغې له کورنۍ سره د غمرازۍ په پيغام کې ویلي، چې غورځنګ یې په سند کې له مسوولو کسانو سره په اړیکه کې دی او په دې اړه به له جدي اقداماتو کار واخلي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۴

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۵

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې