• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو د طلوع‌نیوز نیول شویو خبریالانو ته د مدافع وکیل حق نه دی ورکړی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۷:۵۵ GMT+۱

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شويو دوه خبریالان منصور نیازی او عمران دانش ته د ځان د دفاع لپاره د مدافع وکیل نیولو حق نه دی ور کړی.

د نیول شويو خبریالانو همکارانو ویلي، چې د طلوع نیوز خبریالان عمران دانش او منصور نیازی نه یوازې د مدافع وکیل د نیولو حق نه دی ور کړی بلکې کورنۍ هم له دوی د لیدلو په برخه طالبانو محمدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د غويي پر۲۲مه ویلي و، چې چې ددې ډلې امنیتي ادارو څو ورځې وړاندې د طلوع نیوز دوه خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش نیولي دي.

دغه وزارت ویلي چې د یادو خبریالانو قضیې تر څېړنو لاندې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نیول شویو خبریالانو دوسیې لا هم بشپړې شوې نه دي او محکمې تر اوسه د هغوی په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

د طلوع‌نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونو چلوونکی منصور نیازی (د غويي ۱۷مه) د کابل له شېرشاه مېنې (کارته چهار) او د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش بیا (شنبه د غويي ۱۹مه) د طلوع‌نیوز دفتر له شاوخوا سیمو څخه نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

برېتانیا کې ۷ افغانان د ماشومانو پروړاندې د جنسي ځورونو په تور نیول شوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د برېتانیا څارنوالۍ ویلي، چې ۷ افغان ځوانان یې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او ناوړه جنسي استفادې په تورونو نیولي دي. د نیول شویو کسانو عمرونه له ۲۰ نه تر ۲۱ کلونو پورې ښودل شوي دي.

د برېتانیا د سلطنتي څارنوالۍ د راپور له مخې دا تورونه د ۲۰۲۳ کال د اګست څخه تر ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې پورې د پېښو اړوند ثبت شوي دي. د راپور له مخې، دا قضیې د دوو قربانیانو سره تړاو لري، چې د پېښو پر مهال د تنکیو ځوانانو په عمر کې وو.

یادې ادارې د تورنو کسانو نومونه جمیل خلیل، احمدالدین احمدزی، قیس کاکړ، فضل اوریاخېل، محمد فاروق شینواری، علي احمد او سید وحید داودزی ښودلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کسان د بېلابېلو جنسي جرمونو، په ځانګړي ډول د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او ناوړه استفادې په تورونو تورن دي.

پولیسو ویلي چې یو اتم کس ۱۹ کلن دی، د دې قضیې په تړاو د جمعې په ورځ په ایرلنډ کې نیول شوی او ددې څیړنو برخه دی.

د سلطنتي څارنوالۍ په راپور کې راغلي: «څارنوالانو هڅه کړې چې ثابت کړي په دې قضیه کې محکمې ته د وړاندې کولو لپاره کافي شواهد شته او د عدلي تعقیب دوام د عامه ګټې لپاره دی.»

د نورفولک پولیسو تایید کړې چې ټول اوه تورن کسان افغانان دي او په بریتانیا کې د پناه غوښتونکو په توګه اوسېدل.

پولیسو دا هم ویلي چې له دغو کسانو څخه هېڅ یو هم د نورفولک په پناه غوښتونکو هوټلونو کې نه اوسېده او نه هم ادعا شوې چې جرمونه په دغو هوټلونو کې ترسره شوي دي.

افغانستان څنګه په یوه فرمان سره ۹۰ زره روزل شوې ښځینه کادرونه له لاسه ورکړل؟

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۳ GMT+۱

د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۲۹مه له کندهار څخه داسې یو فرمان صادر شو، چې د افغانستان ټولنه یې ولړزوله؛ نجونې نور پوهنتونونو د تګ حق نه لري. دغه پرېکړه یوازې د پوهنتونونو د دروازو په تړل کېدو پای ته ونه رسېده، بلکې د مسلکي کدرونو د روزنې او د هېواد پرمختګ بهیر یې هم له خنډ سره مخ کړ.

په کندهار کې د فرمان له صادریدو راهیسې تر اوسه، افغانستان لږ تر لږه ۹۰ زره روزل شوې ښځینه کدرونه له لاسه ورکړي دي؛ هغه نجونې چې کولی شول په بازار، دولتي ادارو، روغتونونو، ښوونځیو، رسنیو او پراختیایي بنسټونو کې مهم رول ولوبوي.

دا بندیز د یوې پراخې سلسلې برخه ګڼل کېږي؛ د مضامینو حذف، د سلګونو پوهنتوني کتابونو بندیز، پر زده‌کوونکو فشار، د غیر مسلکي کسانو ګومارنه او د تجربه لرونکو استادانو وتل د دې ټولو پایله دا شوه چې لوړې زده‌کړې له پرمختګ څخه د یوې ایډیولوژۍ وسیلې ته واوښتې.

هغه فرمان چې د افغانستان راتلونکی یې له پوهنتونه حذف کړ

په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د محصلانو شمېر ۳۴۸۸۱۰ ته رسېده له دې ډلې ۲۴۶۱۸۰ هلکان او ۱۰۲۶۳۰ نجونې وې.

خو د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو د بندیز له فرمان وروسته، وضعیت په څرګند ډول بدل شو. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت او د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، ۵۶۸۸۶ نجونې په دولتي او ۳۲۵۷۰ نورې په خصوصي پوهنتونونو کې زده‌کړې کولې.

د پوهنتونونو د بندېدو له امله، لږ تر لږه ۸۹۴۵۶ نجونې چې په بېلابېلو څانګو کې محصلې وې، له زده‌کړو بې‌برخې شوې.

خو دا یوازې یوه برخه ده، د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیز له امله، نږدې ۱۰۰ زره نورې نجونې چې کولی یې شوای په تېرو څلورو کلونو کې د لیسې له فراغت وروسته پوهنتونونو ته لاړې شي، هم له دې لارې محرومې شوې دي.

راپورونه ښيي چې د لوړو زده‌کړو کړکیچ یوازې د نجونو تر زده‌کړو محدود نه دی، بلکې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پوهنتونونو د محصلانو ټول شمېر له ۴۵ سلنې څخه ډېر کم شوی دی.

د نجونو ترڅنګ د هلکانو شمېر هم د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ شاوخوا ۵۵ زره راکم شوی دی.

په لویو پوهنتونونو کې دا کموالی لا ډېر روښانه ښکاري، کابل پوهنتون شاوخوا ۳۰٪، ننګرهار ۳۴٪، بلخ ۵۰٪، هرات ۶۲٪، بدخشان ۳۱٪، کندهار ۳۶٪، بامیان ۲۸٪ او دایکنډي نږدې ۷۰٪ د محصلانو کمښت تجربه کړی دی.

مهمه دا ده چې د محصلانو د شمېر کمښت حتی د نجونو د رسمي بندیز له اعلان مخکې هم پیل شوی و؛ دا د هغه ژور تعلیمي کړکیچ نښه ده چې د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو میاشتو راهیسې یې لوړې زده‌کړې اغېزمنې کړې دي.

پولنډ ۱۸ افغان او پاکستاني وګړي په ناقانونه توګه د اوښتو پر مهال نیولي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۱

د پولنډ سرحدي ځواکونو اعلان کړی، چې له لیتوانیا سره په پوله کې یې په دوو جلا جلا عملیاتو کې ۱۸ افغان او پاکستاني وګړي نیولي دي. پولنډي چارواکو ویلي، دغه کسان یاد هېواد ته له ننوتلو وروسته نیول شوي او بېرته لیتوانیا ته سپارل شوي دي.

له دې وړاندې هم د پولنډ سرحدي چارواکو ویلي وو، چې دوی د دغه هېواد په بېلابېلو سرحدي سیمو کې د افغان وګړو په ګډون ۸۴ نور پناه غوښتونکي نیولي دي.

په وروستیو کلونو کې، افغان کډوالو په ځانګړي توګه جرمني او نورو لوېدیځو اروپایي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د پولنډ لاره کاروي؛ دا لاره اوسمهال د اروپا د کډوالۍ په تګلاره کې یو له خورا حساسو او کړکېچنو ټکو څخه ګرځېدلې ده. په همدې حال کې، د دغو کډوالو د تېرېدو مسله د اروپایي هېوادونو او روسیې ترمنځ د سیاسي اختلافاتو یوه لویه برخه ده.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس مخکې په خپل یوه راپور کې ویلي وو، د پولنډ چارواکي ادعا کوي چې دغه کډوال د روسیې او د هغې د متحد بیلاروس له خوا د اروپایي هېوادونو پولو ته بېول کېږي، ترڅو په پولنډ او نورو لوېدیځو هېوادونو کې سیاسي او ټولنیزه بې‌ثباتي رامنځته کړي.

سرچینې: د کندهار او د هلمند له لارو افغانستان ته د پاکستاني توکو پراخ قاچاق ترسره کېږي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهار د غورک او د هلمند د بهرامچې ولسوالیو له لارې افغانستان ته بېلابېل پاکستاني توکي قاچاق کېږي. سرچینې زیاتوي، په یادو قاچاق کېدونکو توکو کې درمل هم شامل دي.

ځینو سوداګرو نن جمعه، د غبرګولي په لومړی نیټه افغانستان انټرنشنل وویل، چې که څه د څو میاشتو راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سوداګریزې لارې تړل شوي دي خو اوس هم په بازارونو کې پاکستاني درملو په ګډون ددغه هېواد ګڼ شمیر تولیدات پیدا کېږي.

یو سوداګر وویل:«زمونږ د معلوماتو له مخې له دې لارو هر ورځ له ۳ نیولې تر ۵ موټروو پورې د پاکستاني درمل افغانستان ته راځي.»

دوی زیاتوي، چې اوس هم بازار پاکستان درملو په ولکه کې دی.

په خیبرپښتونخوا کې ځینو سوداګرو وویل، چې د رسمي لارو تړل کېدو وروسته پاکستاني توکي په بېلابلو لارو لېږل کېږي او ځیني وخت دا توکي نیول کېږي.

ځیني سوداګر مني، چې په دې غیرقانوني سوداګرۍ کې پاکستاني او طالب چارواکي د بډو په بدل کې د قاچاقي توکو ته اجازه ور کوي.

یو ځايي کس چې د قاچاق دا بهیر یې له نژدې لیدلی وویل:«د یو غریب او بې وسه څو کریټونه مېوه نیول کېږي خو د یو سوداګر کانټینر درمل مخنوی نه کېږي ځیني وخت دا موټر د طالبانو له لوري سکوټ او د کندهار بایپاس منډي پورې راوړل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د رسمي لارو پرله پسې تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ قانوني سوداګریز فعالیتونه تر ډېره په ټپه درولي دي. که څه هم طالبان وخت ناوخت اعلانوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د قاچاق مخه نیولې، خو د ځايي کسانو په وینا یوازې د دغو توکو کمه اندازه نیول کېږي.

د طالبانو د خپلو راپورونو پر بنسټ هم، د رسمي لارو د بندښت له امله د قاچاق کچه خورا لوړه شوې او اوسمهال په بېلابېلو پټو لارو ګڼ شمېر پاکستاني تولیدات او مېوې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د قزاقستان د کرنې وزارت: افغانستان ته د غنمو او اوړو صادرات ۲،۳ برابره ډېر شوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱

د قزاقستان د کرنې وزارت او د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د مي تر ۲۰مې نېټې پورې افغانستان ته ۱۱،۷ میلیونه ټنه غنم او اوړه صادر کړې دي. قزاقستان ویلي، چې د پخوا پرتله افغانستان ته د اوړو او خوراکي توکو صادرات ۲،۳ برابره زیات شوې دي.

د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د شمېرو پر بنسټ، افغانستان ته د غنمو او اوړو د صادراتو دغه کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳،۶ سلنه لوړه شوې ده، چې تېر کال ۱۰،۳ میلیونه ټنه وه.

راپور زیاتوي چې ازبکستان ته هم د دغه هېواد صادراتو کچه ۳۹،۵ سلنه زیات شوي، چې له ۳،۵ میلیونه ټنو څخه ۴،۸ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

د یاد هېواد صادرات قرغزستان ته هم ۱،۵ برابره لوړ شوي، چې له ۲۹۷ زره ټنو څخه ۴۵۷ زره ټنو ته رسېدلي دي.

همداراز راپور کې راغلې افغانستان ته د اوړو او خوراکي توکو لېږد ۲.،۳ برابره زیات شوی، چې له ۱،۳ میلیونه ټنو څخه ۳ میلیونه ټنو ته رسېدلی دی.

د قزاقستان چارواکو ویلي، دا مثبت بدلون د قزاقستاني اوړو او خوراکي توکو پر وړاندې د بهرني غوښتونکو زیاتوالی، د صادراتو د لوجستیکي اسانتیاوو ښه والی، او له نړیوالو شریکانو سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا ښيي.

وروسته له هغې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او څو او سوداګریزې لارې په ټپه وتړل وشوې، طالبانو هڅه وکړه چې د لومړنیو اړتیاوو او سوداګریزو توکو لپاره بدیلې لارې ومومي او طالبانو د ایران، ازبکستان او قزاقستان له بازارونو او ترانزیټي لارو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان ـ افغانستان سوداګري صفر کچې ته راکمه شوې، خو د مرکزي اسیا هېوادونو سره سوداګریزه همکاري زیاته شوې، چې دا بدلون د افغانستان د سوداګریزو لارو د تنوع ښکارندویي کوي.