• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سېنټکام: د ایران د سمندري محاصرې له امله ۹۷ سوداګریزو بېړیو خپله لاره بدله کړې ده

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۶ GMT+۱

امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی، چې ایران د سوېلي سمندري محاصرې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۹۷ سوداګریزې بېړۍ د خپلو لارو بدلولو ته اړې شوې او څلور نورې بېړۍ هم له بریدونو وروسته د امریکايي ځواکونو له‌خوا له فعالیته غورځول شوې دي.

تر دې وړاندې سېنټکام ویلي وو چې د «ابراهام لینکن» الوتک‌لېږدونکې بېړۍ جنګي ډله په سیمه کې د عملیاتو تر ټولو لوړې کچې چمتووالي کې قرار لري.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

برېتانیا کې ۷ افغانان د ماشومانو پروړاندې د جنسي ځورونو په تور نیول شوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د برېتانیا څارنوالۍ ویلي، چې ۷ افغان ځوانان یې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او ناوړه جنسي استفادې په تورونو نیولي دي. د نیول شویو کسانو عمرونه له ۲۰ نه تر ۲۱ کلونو پورې ښودل شوي دي.

د برېتانیا د سلطنتي څارنوالۍ د راپور له مخې دا تورونه د ۲۰۲۳ کال د اګست څخه تر ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې پورې د پېښو اړوند ثبت شوي دي. د راپور له مخې، دا قضیې د دوو قربانیانو سره تړاو لري، چې د پېښو پر مهال د تنکیو ځوانانو په عمر کې وو.

یادې ادارې د تورنو کسانو نومونه جمیل خلیل، احمدالدین احمدزی، قیس کاکړ، فضل اوریاخېل، محمد فاروق شینواری، علي احمد او سید وحید داودزی ښودلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کسان د بېلابېلو جنسي جرمونو، په ځانګړي ډول د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او ناوړه استفادې په تورونو تورن دي.

پولیسو ویلي چې یو اتم کس ۱۹ کلن دی، د دې قضیې په تړاو د جمعې په ورځ په ایرلنډ کې نیول شوی او ددې څیړنو برخه دی.

د سلطنتي څارنوالۍ په راپور کې راغلي: «څارنوالانو هڅه کړې چې ثابت کړي په دې قضیه کې محکمې ته د وړاندې کولو لپاره کافي شواهد شته او د عدلي تعقیب دوام د عامه ګټې لپاره دی.»

د نورفولک پولیسو تایید کړې چې ټول اوه تورن کسان افغانان دي او په بریتانیا کې د پناه غوښتونکو په توګه اوسېدل.

پولیسو دا هم ویلي چې له دغو کسانو څخه هېڅ یو هم د نورفولک په پناه غوښتونکو هوټلونو کې نه اوسېده او نه هم ادعا شوې چې جرمونه په دغو هوټلونو کې ترسره شوي دي.

د پاکستان د پوځ مشر له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته ورسېد

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۱

د ایران خبري اژانس اېرنا په اسلام اباد کې د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر ایران ته رسېدلی او ټاکل شوې ده، چې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

عاصم منیر ایران ته دا سفر پر داسې مهال کړی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دریمې پرله پسې ورځې لپاره په تهران کې دی او له بېلالېو لوړپوړو ایراني چارواکو سره یې کتلي دي.

پاکستان د امریکا او ایران په خبرو اترو کې منځګړیتوب کوي او څارونکي په دې باور دي چې د پاکستان د پوځ مشر او د کورنیو چارو وزیر د دې سفر په جریان کې تهران ته د واشنګټن د پیغام په رسولو کې بوخت دي.

دا په تیرو پنځو اونیو کې تهران ته د پاکستان د پوځ مشر دوهم سفر دی.

د اروپايي ټولنې شورا د هرمز تنګي د امنیت ګډوډولو له امله پر ایران بندیزونه پراخ کړل

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۶ GMT+۱

د اروپايي ټولنې شورا اعلان کړی، چې د ایران پر ضد یې د خپلو بندیزونو حقوقي چوکاټ پراخ کړی دی. د دغه ګام اصلي موخه د هغو کسانو او ادارو په نښه کول دي چې د ایران په ملاتړ یا ملګرتیا د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو قانوني تګ راتګ ګډوډوي.

د اروپايي اتحادیې شورا ټینګار کړی چې د هرمز تنګي کې د ایران اقدامات د نړیوالو قوانینو خلاف دي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو ګڼل کېږي چې د نړیوالې انرژۍ د لېږد لویه برخه ترې ترسره کېږي. د دې سیمې هر ډول کړکېچ د نړیوالو بازارونو او د تېلو پر بیو مستقیم اغېز کوي.

په اوکراین کې د روسیې په برید کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت مرستې له‌منځه تللې دي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېنشرۍ اعلان کړی، چې د روانې اوونۍ په لومړیو کې په ختیځ اوکراین کې د یادې ادارې پر یوه ګودام باندې د روسیې د توغندیز برید له ‌امله د یو میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې او توکي له‌منځه تللي دي.

په کیف کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازې برناډیټ کاسټل هولینګورټ له پولنډ څخه د ویډیويي اړیکې له لارې وویل، دغه ګودام چې د بېړنیو پناه ځایونو توکي، د خوب توشکونه او روغتیایي کڅوړې پکې اېښودل شوې وې، د چهارشنبې په ورځ په «دنیپرو» سیمه کې ویجاړ شوی او په پېښه کې دوه کسان هم وژل شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، دا توکي د اوکراین په لومړیو کرښو کې جګړه ځپلو او بې‌ځایه شویو خلکو ته د وېشلو لپاره چمتو شوي وو.

دغه برید اړمن خلک په داسې حساس وخت کې له حیاتي مرستو بې‌برخې کړل چې د جګړې له لومړیو کرښو څخه د خلکو جبري بې‌ځایه کېدل او د سیمو خالي کول لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ هم د ملګرو ملتونو دوه کاروانونه چې د بشري مرستو نښې پرې په څرګند ډول لګول شوې وې، د بې‌پیلوټه الوتکو له خوا په نښه شول؛ په دغو بریدونو کې یوې لارۍ د «دنیپروپتروفسک» په سیمه کې مرستې لېږدولې او بل کاروان د «خیرسون» سیمې د اوستریف په لور روان و، چې برید پرې وشو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: د برېتانیا په مشرۍ د هرمز تنګي د امنیت لپاره چمتووالی نیسو

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول ویلي، چې هېواد یې د برېتانیا په مشرۍ د هغو نړۍوالو هڅو او پلانونو لپاره چمتووالی نیسي، چې موخه یې د هرمز تنګي د امنیت ټینګښت دی. نوموړي‌ ټینګار کړی، چې په دې برخه کې د ناټو سازمان کوم ځانګړی یا رسمي ماموریت شتون نه لري.

یوهان وادهفول زیاته کړې، له امریکا سره ترسره شوې وروستۍ خبرې اترې ښيي چې واشنګټن به په سیمه کې د هر ډول مسوولیت لېږد او امنیتي اقدامات له خپلو اروپايي متحدانو سره په بشپړه همغږۍ کې ترسره کړي.

وادهفول همداراز پولنډ ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ۵ زره اضافي امریکایي ځواکونو د لېږلو د پرېکړې تود هرکلی کړی او دا ګام یې په اروپا کې د امریکا د امنیتي ژمنو د دوام او پیاوړتیا یوه روښانه نښه بللې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي، برلین له امریکا څخه په کلکه غوښتي چې په جرمني کې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د ځای پر ځای کولو په اړه خپل لومړني او اصلي پلان ته په بشپړ ډول ژمن پاتې شي.