د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د ایران له حکومت سره په خبرو اترو کې د پرمختګ نښې لیدل کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ناټو غونډې په څنډه کې د ایران له حکومت سره د روانو مذاکراتو په اړه وویل، چې واشنګټن د دغه خبرو پایلو ته په انتظار دی. د هغه په وینا؛ په دغه خبرو کې د پرمختګ ځینې نښې لیدل شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو زیاته کړې: «موږ د دغه خبرو پایلو ته انتظار یو، چې د پرمختګ ځینې نښې لري. نه غواړم په دې اړه مبالغه وکړم؛ محدود پرمختګ شوی او دا مثبت ګام دی؛ خو بنسټیز اصول لاهم نهدي بدل شوي».
مارکو روبیو ټینګار وکړ، چې د ایران حکومت باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نهکړي. هغه زیاته کړه:« د دې موخې د عملي کېدو لپاره باید د یورانیمو غني کولو مسله او همدارنګه د غني شويو یورانیمو موضوع وڅېړل شي او ترڅنګ یې د هرمز تنګي مسله هم باید په پام کې ونیول شي».
