• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پېښور سترې محکمې د پولیسو له‌خوا د یوه نیول شوي افغان کډوال د خوشې کېدو امر وکړ

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د پېښور سترې محکمې د پولیسو له‌خوا د یوه نیول شوي افغان کډوال د خوشې کېدو امر وکړ. د پېښور سترې محکمې د هغه افغان ضمانت منظور کړی، چې له یوې پاکستانۍ مېرمنې سره یې واده کړی. دغه پرېکړه د نوموړي د مېرمنې نورین ولي له‌خوا د ثبت شوې عریضې پر بنسټ وشوه.

د عریضه کوونکې وکیلې ثنا ګلزار محکمې ته ویلي، چې نورین ولي له افغان وګړي عبدالله سره واده کړی او د پاکستان د تابعیت قانون له مخې یې د خپل مېړه لپاره د پاکستان «اوریجن کارټ» ترلاسه کولو غوښتنلیک وړاندې کړی و.

د هغې په وینا؛ محکمې وړاندې اړوندو ادارو ته امر کړی و، چې عبدالله ته دې د پاکستان «اوریجن کارټ» ورکړل شي؛ خو له دې سره، سره پولیسو نوموړی د قانوني اسنادو نشتوالي له امله نیولی و او پرې یې مقدمه ثبت کړې وه.

محکمې د دواړو خواوو د دلایلو تر اورېدو وروسته د دغه افغان د ضمانت غوښتنه ومنله او د هغه د خوشې کېدو امر یې وکړ. قاضي همداراز اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې دې عبدالله له پاکستان نه نه‌باسي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د عبدالله د ضمانت غوښتنې د لاندې محکمو له لوري رد شوې وې۔

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د کډوالۍ نړیوال سازمان: تېر کال له ایرانه له ۲۹۳ زرو ډېرو افغان راستنېدونکو سره مرستې شوي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي، چې تېر کال له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو د څه د پاسه ۲۹۳زرو افغانانو سره بشرپاله مرستې ترسره شوې دي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د غويي په ۳۱مه، په خپل راپور کې ویلي چې د مرستې ترلاسه کوونکو له ډلې څه باندې ۴۵زره کسان له زیان‌منونکو ډلو وو او ځانګړو مرستو او ملاتړ ته یې اړتیا لرله.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶کال کې هم افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو بهیر دوام لري، خو هېواد ته ډېری راستنېدونکي له ستنېدو وروسته له جدي ستونزو سره مخ کېږي. بېکاري، د سرپناه نشتوالی او بنسټیزو خدماتو ته محدود لاسرسی د هغوی له مهمو ننګونو څخه بلل شوي دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو اټکل کړی و چې ښايي روان کال له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۲،۷ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مخکې له افغانستان سره د ۵۲۹میلیونه ډالرو د مرستې خبر هم ورکړی و او ویلي یې وو چې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر میاشتې راهیسې تر اوسه نږدې ۵،۹ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د تېرو ۴۸ ساعتونو لړ کې؛ پاکستاني پوځ په خېبر پښتونخوا کې د ۲۳وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د پاکستان پوځ ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د باور وړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې پراخ عملیات ترسره کړي دي. د پوځ د عامه اړیکو څانګې په وینا، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په دته‌خېل، سپینوام او بنو کې د سختو نښتو پر مهال لږ تر لږه ۲۳وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ رسنیو څانګې (ای‌اېس‌پي‌ار) په خبرپاڼه کې ویلي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والې ډلې یو مهم قوماندان جان میر مشهور په «تور ثابت» هم په وژل شویو کې دی. خبرپاڼې کې ویل شوي چې نوموړی د پاکستاني ځواکونو لخوا تر ټولو مطلوب کسانو په نوملړ کې شامل و چې د ګڼو بریدونو، د امنیتي عسکرو او ملکي وګړو په وژنو په کې یې لاس درلود. د پوځ په وینا، د نوموړي پر سر د حکومت له لوري انعام ټاکل شوی و.

د پوځ د معلوماتو له مخې، په عملیاتو کې د وسله‌والو څو پټنځایونه له‌منځه وړل شوي او د وسلو، مهماتو او د چاودېدونکو توکو لوی زېرمتون څخه یې چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي. پاکستاني پوځ ادعا کړې چې همدارنګه، د سیمو د پاکولو پر مهال د ځمکې لاندې پېچلې تونلونه او بنکرونه هم موندل او ویجاړ کړل شول.

ای‌اېس‌پي‌ار زیاته کړې چې د سیمو تصفیوي عملیات روان دي تر څو پاتې وسله‌وال له پټو ځایونو لرې کړي. د پوځ په وینا، دا ترهګرۍ ضد عملیات د «عزمِ استحکام» تر چتر لاندې ترسره کېږي.
په خېبر پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو له لوري له کلونو راهیسې د وسله‌والو پر ضد عملیات روان دي، او په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې وخت ناوخت د نښتو او ریدونو راپورونه ورکول کېږي. چارواکي وایي چې د وسله‌والو شبکو ماتول او د پټنځایونو له منځه وړل د سیمې د ثبات لپاره مهم بلل کېږي.

هند په امنیت شورا کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید وغانده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پارواتانیني په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په اړه ویلي، پاکستان د ملکیانو پر وړاندې د نسل وژنې او تاوتریخوالي اوږد تاریخ لري. هغه وایي، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله ۷۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پرواتانېني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کلنۍ غونډې پرمهال «په وسله‌والو شخړو کې د ملکیانو ساتنې» په اړه وویل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپلو اسنادو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې له ۹۵ پېښو څخه ۹۴ د پاکستاني ځواکونو له‌خوا بللې دي.

د نوموړي په خبره؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یومانا راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۶کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د نښتو له امله په افغانستان کې ۷۵۰ ملکیان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

هغه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون وروستي برید ته په اشارې وویل: «پاکستان په کابل کې د امید د روږدو د درملنې پر مرکز وحشیانه هوايي برید وکړ، چې له امله یې ۲۶۹ ملکیان وژل شوي دي».

د هند استازي همدارنګه پاکستان تورن کړ، چې د ملکیانو د ساتنې او د بشري مسوولیتونو د پوره کولو په اړه نړۍوالې غوښتنې له پامه غورځوي. پرواتانېني زیاته کړه: «دا منافقت دی، چې یو هېواد د نړۍوال قانون له اصولو خبرې کوي؛ خو په توره شپه بې‌ګناه ملکیان په نښه کوي».

سهیل اپریدی: اډیاله زندان مخې ته پر احتجاج کوونکو ډزې شوې دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپريدي او د عمران خان خور عليمه خان ادعا کړې ده، چې د اډیاله زندان مخې ته د احتجاجي ناستې پر ګډونوالو ډزې شوې او یوشمېر کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

اپريدي د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۳۰مه) یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال ویلي، هغه کاروان چې د عمران خان سره د لیدنې لپاره اډیاله زندان ته روان و؛ اسلام‌اباد ته تر ننوتو وروسته ودرول شو او وروسته ګډونوالو د چونګي نمبر ۲۶ په سیمه کې احتجاجي ناسته وکړه.

هغه ادعا وکړه، چې د ناستې د ختمولو لپاره پر ګډونوالو ډزې وشوې. نوموړي وویل، په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا ټول پاکستان ته ګاز ورکوي؛ خو په بدل کې یې د دوی له استازو سره ناسم چلند کېږي.

اپريدي زیاته کړه، دوی یوازې دا غوښتنه لري چې عمران خان ته دې په شفا نړۍوال روغتون کې درملنه ورکړل شي. هغه ادعا کړې، چې عمران خان د ښۍ سترګې د لید پراخه کچه له لاسه ورکړې ده.

بل لور ته عليمه خان وویل، چې د هغه پر ضد قضیې په خپلواکه توګه نه اورېدل کېږي او نوموړی له میاشتو راهیسې په انفرادي خونو کې ساتل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزېسیون ټلوالې او تحریک انصاف ګوند د جمعې په ورځ په ټول پاکستان کې د عمران خان د خلاصون، د بیو لوړوالي او نورو ستونزو په اړه د پراخو احتجاجونو اعلان کړی دی.

پاکستاني پولیسو په بلوچستان کې ۲۸ افغان کډوال نیولي دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۱

د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ اړوند په سنګۍ سیمه کې پولیسو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۲۸ افغان کډوال نیولي دي. پولیسو ویلي، نیول شوي کسان په پټه توګه په سیمه کې مېشت وو او د عملیاتو پرمهال له کرنیزو ځمکو څخه نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا؛ په دغه کسانو کې د بېلابېلو عمرونو وګړي شامل دي. پولیسو ویلي، تر لومړنیو قانوني پړاوونو وروسته به ټول نیول شوي کسان د نورو قانوني اقداماتو لپاره د پاکستان د څېړنې فدرالي ادارې ته وسپارل شي.

پاکستاني پولیسو تېره ورځ هم د بلوچستان ایالت د تربت، دښتې، سري کهن او شاوخوا سیمو په بېلابېلو برخو کې ۷۰ افغانان نیولي وو. پاکستاني چارواکي وایي، دغه کسانو غوښتل د ایران له لارې په ناقانونه توګه اروپا ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده، چې کیچ ولسوالۍ ایران پولې ته څېرمه پرته ده او د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو لارو افغان وګړي هڅه کوي چې ایران ته په ناقانونه توګه سفر وکړي.