کرېسټیانو رونالډو د سعودي عربستان په فوټبال لیګ کې د النصر لوبډلې اتلولي ونمانځله

د سعودي عربستان د فوټبال د مسلکي لیګ د سیالیو په وروستۍ اوونۍ کې النصر فوټبال لوبډله د کرېستیانو رونالډو په ځلېدونکې لوبې سره وتوانېده، چې زماک لوبډلې ته څلور پر یو ماتې ورکړي او د ۸۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دغه سیالیو اتلولي خپله کړي.
