• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد عمر داوودزی: ملکونه په «خیراتونو» نه‌جوړېږي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر پخواني رییس محمد عمر داوودزي له کابل سره د تاشکند پر سوداګریزو اړیکو خوښي ښودلې او دا یې ښه اقدام بللی دی. هغه په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې یوازې تلپاتې اقتصاد او پانګونې کولای شي افغانستان له اوسني وضعیت څخه وباسي.

محمد عمر داوودزي د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) په خپله اېکس‌پاڼه ټینګار کړی، چې هېوادونه په «خیراتونو» نه‌جوړېږي، بلکې د کاري زمینو برابرول او پانګونې د پرمختګ لامل کېږي. هغه زیاته کړې، چې ازبکستان په وروستیو کې د افغانستان لپاره د سیمې د یوه رغنده او بې‌پرې شریک په توګه راڅرګند شوی دی.

د داوودزي په وینا، افغانستان او ازبکستان یوازې ګډه پوله نه، بلکې ګډ تاریخ، فرهنګ او اقتصادي ګټې لري. هغه ویلي، چې دواړه هېوادونه د سیمې د سولې او ثبات لپاره مسوولیت لري او د جیوپولیټیکي بې‌ثباتۍ په اوسني وخت کې د اړیکو پیاوړتیا د دواړو لورو په ګټه ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر پخواني رییس همدارنګه څرګنده کړې، چې د کابل او تاشکند دا اړیکې د مرکزي او سویلي اسیا د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري. هغه غوښتنه کړې، چې د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید دومره بنسټیزې شي، چې د نظامونو له بدلونونو څخه اغېزمنې نه‌شي او نورو ته یو ښه مثال جوړ کړي.

د ازبکستان د سوداګرو یوه پلاوي تېره ورځ (پنج‌شنبه) په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې له غړو سره په ناسته کې خبر ورکړی، چې تاشکند پلان لري په بېلابېلو ولایتونو کې د نساجۍ، کرنې او روغتیايي وسایلو په برخو کې پر لویو فابریکو پانګونې وکړي. دغه پلاوي نن (جمعه) په ننګرهار کې هم د طالبانو له ځايي چارواکو او د درملو له ټولنې سره په ګډو سوداګریزو همکاریو او د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

افغاني سره میاشت: ۱۹ افغان ماشومان په جرمني کې تر درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۱۴ GMT+۱

د طالبانو افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، هغه ۱۹ افغان ماشومان چې د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي وو، تر بشپړې درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د طالبانو افغاني سرې میاشتې د جمعې په ماښام (د غبرګولي لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ماشومان یا په اور شدید سوځېدلي وو او یا هم د مېکروبي هډوکو پر ناروغۍ اخته وو، چې د درملنې لپاره د جرمني سولې کلي خیریه بنسټ ته لېږدول شوي وو.

د ماشومانو کورنیو د خپلو اولادونو له رغېدو او بېرته راستنېدو خوښي څرګنده کړې او د دوی د ماشومانو د درملنې په برخه کې له افغاني سرې میاشتې او همکارو بنسټونو څخه مننه کړې ده.

دغې ټولنې ویلي، چې د جرمني له سولې کلي خیریه بنسټ سره د ۳۶ کلن هوکړه‌لیک له‌مخې هر کال هغه ماشومان جرمني ته استول کېږي، چې په اور سوځېدلي وي یا د مېکروبي هډوکو له ناروغۍ کړېږي.

سره میاشت اداره زیاتوي، چې تر دې مهاله شاوخوا پنځه زره افغان ماشومان تر بریالۍ درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته راستانه شوي او دا بشرپاله لړۍ همداراز دوام لري.

د سالنګ او تخار- بدخشان لویې لارې بېرته د ټرافیک پر مخ پرانېستل شوې

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، د سالنګ او تخار- بدخشان لویې لارې چې نن سهار (جمعه د غبرګولي لومړۍ) د سېلابونو د راوتلو له امله تړل شوې وې، نن مازدیګر مهال بېرته د ټرافیک پر مخ پرانېستل شوې.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د جمعې په ماښام (د غبرګولي لومړۍ) ویلي، چې نن سهار د سالنګ د لویې لارې په شمالي برخو کې د سېلابونو د راوتلو له امله یاده لاره د ټرافیک پر مخ وتړل شوه، خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د کارکوونکو د هڅو په پایله کې بېرته د ټرافیک پر مخ پرانېستل شوه.

د سالنګ لویه لار د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله د هر ډول تګ‌راتګ لپاره وتړل شوه | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړي زیاته کړې: «درانه هېوادوال کولای شي چې د بشپړ احتیاط او ټرافیکي اصولو په مراعاتولو سره پر دې لارې تګ راتګ وکړي».

د نوموړي په وینا، د تخار- بدخشان لاره، چې د قره‌کمر په سیمه کې د سېلابونو د راوتلو له امله د ټرافیک پر مخ تړل شوې وه هم پاک کاري او د ټرافیک پر مخ بېرته پرانېستل شوې ده.

پر طالبانو د پاکستان فشار؛ اسلام اباد وايي له طالبانو سره به یې اړیکې تغیر ونه کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي یوې خبري ناستې ته ویلي، تر څو چې طالبانو په افغان خاوره کې د وسله‌والو له ملاتړه لاس وانخلي، د کابل په وړاندې به د اسلام اباد پالیسي بدله نه‌شي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې طالبان په خپله خاوره کې د پاکستان ضد وسلوالو ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د پاکستان او افغانستان اړیکې اوس مهال د یو واحد فکتور لخوا اغیزمنې کیږي، هغه دا چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهګریزو عملیاتو پلان کولو، هڅولو، لارښوونې او اجرا کولو لپاره کارول کیږي.»

هغه د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ په څېر ډلې د دې بریدونو اصلي عاملین وبلل او زیاته یې کړه چې د افغان طالبانو یا په دې بریدونو کې شریک دی یا پرې سترګې پټوي.

اندرابي د تیر کال د اکتوبر راهیسې د افغانستان په وړاندې د پاکستان غچ اخیستونکو اقداماتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د اسلام‌اباد له کابل څخه لیکلي تضمینونه غواړي او تر څو یې تضمینونه ترلاسه کړي نه وي، د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې به په اوسني کړکیچن حالت کې پاتې شي.

د پاکستان له‌خوا دا دریځ په داسې وخت کې نیول کېږي، چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ځنډول شوي او د دواړو خواوو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې هم ودرول شوې دي.

د چین په اورومچي کې د خبرو اترو له وروستي پړاو وروسته، د دواړو خواوو د چارواکو ترمنځ د نویو خبرو اترو کوم څرک نه لیدل کېږي.

په ورته مهال بیجینګ هڅه کوي چې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو تنظیم او منځګړیتوب وکړي، خو پاکستان د وسله والو ډلو پر وړاندې د طالبانو د عملي اقداماتو د نشتوالي له امله په دې خبرو اترو کې د ګډون لپاره کمه لیوالتیا ښودلې ده.

دا ډیپلوماتیک بندښت په پاکستان کې د ناامنۍ د بې ساري څپې سره مل دی؛ ځکه چې په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د وسله والو بریدونه په چټکۍ سره زیات شوي، او اسلام اباد افغان طالبان د دې وسله‌والو په ساتلو تورنوي.

د دې فشارونو په ځواب کې، طالبانو هم په پاکستان باندې د خپل ټرانزیټ انحصار د له منځه وړلو هڅې پیل کړې دي.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو رژیم د پاکستان د اوږدې مودې سیال، هند سره اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې پیاوړې کړې دي، او د ایران او منځنۍ اسیا هیوادونو له لارې د بدیل سوداګریزو لارو د پیاوړتیا په لټه کې دي.

په ورته وخت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مهمو سرحدي لارو دوامداره تړل د دواړو خواوو سوداګرو ته لوی اقتصادي زیانونه اړولي دي چې ملیاردونه ډالر کیږي.

د اقتصادي بحران سربیره، نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو هم د پولو تړلو د بشري پایلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د دې سازمانونو په ویناتړلو هغه افغان ناروغان چې په پاکستان کې طبي درملنې ته اړتیا لري تر ټولو ډیر زیانمن کړي دي او دوی یې له جدي روغتیا او بشري بحران سره مخ کړي دي.

طالبان او ازبکستاني پلاوی په ننګرهار کې د سوداګریزو پراختیا په اړه غږېدلي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۰ GMT+۱

د ازبکستان د سوداګرۍ خونې مرستیال سهراب عبدالرحمنوف په مشرۍ ۷۰ کسیز سوداګریز او صنعتي پلاوي د ننګرهار لپاره د طالبانو والي محمد نعیم سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګونې او اقتصادي همکاریو په موخه لیدنه کړې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر د جمعې په ورځ، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه پلاوي کې د ازبکستان د سفارت سلاکار بهادر تاشمانوف، د سوداګرو د اتحادیې رییس مظفر خان موسایف او د بېلابېلو سکتورونو سوداګر او صنعتکاران شامل وو.

په دغه لیدنه کې د ننګرهار والي ویلي، چې ننګرهار د صنعت، ترانزیټ، کرنې او طبیعي سرچینو له پلوه خورا بډایه او پراخ اقتصادي فرصتونه لري. نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال په سوداګرۍ، صنعت، انرژۍ، کانونو، مکانیزه کرنې او د کورنیو توکو د پروسس په برخو کې د پانګونې بشپړه زمینه برابره ده او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پسې پراخې او پیاوړې شي.

بلخوا د ازبکستان د سوداګرۍ خونې مرستیال سهراب عبدالرحمنوف ویلي، ننګرهار ته د دوی د ۷۰ کسیز پلاوي د سفر موخه له دغه ولایت سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو نږدې کول او په نښه شویو برخو کې د پانګونې د نویو فرصتونو له نږدې ارزول دي.

عبدالرحمنوف په ننګرهار کې د طالبانو والي او سوداګرو ته ازبکستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړې ده.

سرچینې: طالبانو د طلوع‌نیوز نیول شویو خبریالانو ته د مدافع وکیل حق نه دی ورکړی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۸ GMT+۱

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شويو دوه خبریالان منصور نیازی او عمران دانش ته د ځان د دفاع لپاره د مدافع وکیل نیولو حق نه دی ور کړی.

د نیول شويو خبریالانو همکارانو ویلي، چې د طلوع نیوز خبریالان عمران دانش او منصور نیازی نه یوازې د مدافع وکیل د نیولو حق نه دی ور کړی بلکې کورنۍ هم له دوی د لیدلو په برخه طالبانو محمدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د غويي پر۲۲مه ویلي و، چې چې ددې ډلې امنیتي ادارو څو ورځې وړاندې د طلوع نیوز دوه خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش نیولي دي.

دغه وزارت ویلي چې د یادو خبریالانو قضیې تر څېړنو لاندې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نیول شویو خبریالانو دوسیې لا هم بشپړې شوې نه دي او محکمې تر اوسه د هغوی په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

د طلوع‌نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونو چلوونکی منصور نیازی (د غويي ۱۷مه) د کابل له شېرشاه مېنې (کارته چهار) او د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش بیا (شنبه د غويي ۱۹مه) د طلوع‌نیوز دفتر له شاوخوا سیمو څخه نیول شوي دي.