• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پولنډ ۱۸ افغان او پاکستاني وګړي په ناقانونه توګه د اوښتو پر مهال نیولي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د پولنډ سرحدي ځواکونو اعلان کړی، چې له لیتوانیا سره په پوله کې یې په دوو جلا جلا عملیاتو کې ۱۸ افغان او پاکستاني وګړي نیولي دي. پولنډي چارواکو ویلي، دغه کسان یاد هېواد ته له ننوتلو وروسته نیول شوي او بېرته لیتوانیا ته سپارل شوي دي.

له دې وړاندې هم د پولنډ سرحدي چارواکو ویلي وو، چې دوی د دغه هېواد په بېلابېلو سرحدي سیمو کې د افغان وګړو په ګډون ۸۴ نور پناه غوښتونکي نیولي دي.

په وروستیو کلونو کې، افغان کډوالو په ځانګړي توګه جرمني او نورو لوېدیځو اروپایي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د پولنډ لاره کاروي؛ دا لاره اوسمهال د اروپا د کډوالۍ په تګلاره کې یو له خورا حساسو او کړکېچنو ټکو څخه ګرځېدلې ده. په همدې حال کې، د دغو کډوالو د تېرېدو مسله د اروپایي هېوادونو او روسیې ترمنځ د سیاسي اختلافاتو یوه لویه برخه ده.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس مخکې په خپل یوه راپور کې ویلي وو، د پولنډ چارواکي ادعا کوي چې دغه کډوال د روسیې او د هغې د متحد بیلاروس له خوا د اروپایي هېوادونو پولو ته بېول کېږي، ترڅو په پولنډ او نورو لوېدیځو هېوادونو کې سیاسي او ټولنیزه بې‌ثباتي رامنځته کړي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د کندهار او د هلمند له لارو افغانستان ته د پاکستاني توکو پراخ قاچاق ترسره کېږي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهار د غورک او د هلمند د بهرامچې ولسوالیو له لارې افغانستان ته بېلابېل پاکستاني توکي قاچاق کېږي. سرچینې زیاتوي، په یادو قاچاق کېدونکو توکو کې درمل هم شامل دي.

ځینو سوداګرو نن جمعه، د غبرګولي په لومړی نیټه افغانستان انټرنشنل وویل، چې که څه د څو میاشتو راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سوداګریزې لارې تړل شوي دي خو اوس هم په بازارونو کې پاکستاني درملو په ګډون ددغه هېواد ګڼ شمیر تولیدات پیدا کېږي.

یو سوداګر وویل:«زمونږ د معلوماتو له مخې له دې لارو هر ورځ له ۳ نیولې تر ۵ موټروو پورې د پاکستاني درمل افغانستان ته راځي.»

دوی زیاتوي، چې اوس هم بازار پاکستان درملو په ولکه کې دی.

په خیبرپښتونخوا کې ځینو سوداګرو وویل، چې د رسمي لارو تړل کېدو وروسته پاکستاني توکي په بېلابلو لارو لېږل کېږي او ځیني وخت دا توکي نیول کېږي.

ځیني سوداګر مني، چې په دې غیرقانوني سوداګرۍ کې پاکستاني او طالب چارواکي د بډو په بدل کې د قاچاقي توکو ته اجازه ور کوي.

یو ځايي کس چې د قاچاق دا بهیر یې له نژدې لیدلی وویل:«د یو غریب او بې وسه څو کریټونه مېوه نیول کېږي خو د یو سوداګر کانټینر درمل مخنوی نه کېږي ځیني وخت دا موټر د طالبانو له لوري سکوټ او د کندهار بایپاس منډي پورې راوړل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د رسمي لارو پرله پسې تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ قانوني سوداګریز فعالیتونه تر ډېره په ټپه درولي دي. که څه هم طالبان وخت ناوخت اعلانوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د قاچاق مخه نیولې، خو د ځايي کسانو په وینا یوازې د دغو توکو کمه اندازه نیول کېږي.

د طالبانو د خپلو راپورونو پر بنسټ هم، د رسمي لارو د بندښت له امله د قاچاق کچه خورا لوړه شوې او اوسمهال په بېلابېلو پټو لارو ګڼ شمېر پاکستاني تولیدات او مېوې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د قزاقستان د کرنې وزارت: افغانستان ته د غنمو او اوړو صادرات ۲،۳ برابره ډېر شوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱

د قزاقستان د کرنې وزارت او د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د مي تر ۲۰مې نېټې پورې افغانستان ته ۱۱،۷ میلیونه ټنه غنم او اوړه صادر کړې دي. قزاقستان ویلي، چې د پخوا پرتله افغانستان ته د اوړو او خوراکي توکو صادرات ۲،۳ برابره زیات شوې دي.

د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د شمېرو پر بنسټ، افغانستان ته د غنمو او اوړو د صادراتو دغه کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳،۶ سلنه لوړه شوې ده، چې تېر کال ۱۰،۳ میلیونه ټنه وه.

راپور زیاتوي چې ازبکستان ته هم د دغه هېواد صادراتو کچه ۳۹،۵ سلنه زیات شوي، چې له ۳،۵ میلیونه ټنو څخه ۴،۸ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

د یاد هېواد صادرات قرغزستان ته هم ۱،۵ برابره لوړ شوي، چې له ۲۹۷ زره ټنو څخه ۴۵۷ زره ټنو ته رسېدلي دي.

همداراز راپور کې راغلې افغانستان ته د اوړو او خوراکي توکو لېږد ۲.،۳ برابره زیات شوی، چې له ۱،۳ میلیونه ټنو څخه ۳ میلیونه ټنو ته رسېدلی دی.

د قزاقستان چارواکو ویلي، دا مثبت بدلون د قزاقستاني اوړو او خوراکي توکو پر وړاندې د بهرني غوښتونکو زیاتوالی، د صادراتو د لوجستیکي اسانتیاوو ښه والی، او له نړیوالو شریکانو سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا ښيي.

وروسته له هغې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او څو او سوداګریزې لارې په ټپه وتړل وشوې، طالبانو هڅه وکړه چې د لومړنیو اړتیاوو او سوداګریزو توکو لپاره بدیلې لارې ومومي او طالبانو د ایران، ازبکستان او قزاقستان له بازارونو او ترانزیټي لارو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان ـ افغانستان سوداګري صفر کچې ته راکمه شوې، خو د مرکزي اسیا هېوادونو سره سوداګریزه همکاري زیاته شوې، چې دا بدلون د افغانستان د سوداګریزو لارو د تنوع ښکارندویي کوي.

طالبان وايي قطر د ملي ارشیف د خطي نسخو او تاریخي اسنادو د ترمیم په برخه کې همکاري کوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په کابل کې د قطر سفیر د یاد وزارت له ملي ارشیف څخه د لیدني پرمهال د خطي نسخو او تاریخي اسنادو د ترمیم په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

طالبانو د جمعې په ورځ، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د قطر سفیر مردفف القاشوطي د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ملي ارشیف څخه لیدنه کړې او د دواړو لوریو ترمنځ پر دوامداره فرهنګي همکاریو ټینګار شوی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي ارشیف رییس عبیدالله حنیف ویلي، چې د یاد ارشیف تاریخي اسناد، تاریخي نسخي او لرغونې اثار ترمیم او مرمت ته اړتیا لري او په یاده برخه کې یې له قطر څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

طالبانو ویلي، چې د قطر سفیر د ملي ارشیف د خطي نسخو او تاریخي اسنادو د ترمیم په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

کندهار کې د کانکور ګډونوالو زیاتوالی؛ خلک وایي د زده‌کړو بهیر لاهم له جدي ستونزو سره مخ دی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱

سره له دې چې سږکال په کندهار ولایت کې د کانکور ازموینې د ګډونوالو شمېر د تېر کال پرتله زیات شوی؛ خو د پوهنې د وضعیت په اړه لاهم د خلکو، زده‌کوونکو او ښوونکو اندېښنې پر ځای دي.

د کندهار پوهنتون مسوولینو خبر ورکړی، سږکال په کندهار کې ۲زره او ۱۵۶ زده‌کوونکو د کانکور په ازموینه کې برخه اخیستې چې د تېر کال پرتله شاوخوا ۴۰۰ تنه زیاتوالی ښيي. تېر کال نږدې ۱۷۰۰ زده‌کوونکو د کانکور ازموینه ورکړې وه.

سره له دغه زیاتوالي د کندهار د کانکور د ګډونوالو شمېر لاهم د افغانستان د یوشمېر ولایتونو د ولسوالیو تر کچې کم بلل کېږي؛ هغه څه چې د پوهنې د وضعیت په اړه پوښتنې راولاړوي.

کندهار پوهنتون کې د ازموینو یوه برخه
100%
کندهار پوهنتون کې د ازموینو یوه برخه

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، په وروستیو کلونو کې د پوهنې بهیر ته هغسې پاملرنه نه‌ده شوې لکه څنګه چې اړتیا ده او همدا لامل دی چې ډېری زده‌کوونکي د ښوونځیو لوړو ټولګیو او لوړو زده‌کړو ته لېوالتیا نه‌لري.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی منیر احمد په دې اړه وایي: «پخوا به کورنیو هڅه کوله، چې اولادونه یې پوهنتون ته ولاړ شي؛ خو اوس ډېری ځوانان نه هیله لري او نه هم مناسب تعلیمي چاپېریال ورته برابر دی، ځکه خاصه علاقه نه‌لري».

د خلکو په وینا؛ پر زده‌کوونکو محدودیتونه، د درسي چاپېریال سخت شرایط او یوازې پر دیني زده‌کړو ټینګار هغه عوامل دي، چې د عصري زده‌کړو ارزښت یې کم کړی دی.

د کندهار یو بل اوسېدونکی شمس‌الله وایي: «کله چې عصري زده‌کړې کم‌ارزښته وښودل شي او یوازې په یوه ډول تعلیم تمرکز وشي؛ طبیعي ده چې د ځوانانو علاقه به راکمه شي. نن سبا موږ تر ډېره عصري زده‌کړو ته اړتیا لرو، موږ شکر مسلمانان یو دیني تعلیم هم کوو؛ خو دلته عصري زده‌کړې یو ډول بې‌ګټې معرفي کېږي».

زده‌کوونکي بیا وایي، کله چې ځوان پوه شي له فراغت وروسته ورته د کار زمینه نه‌ده برابره؛ نو طبیعي ده چې د زده‌کړو انګېزه به یې هم کمه شي، چې اوس همداسې حالت دی. خلک او زده‌کوونکي نیوکه کوي، چې په ښوونیز بهیر کې توازن نه تر سترګو کېږي او عصري زده‌کړو ته هغومره پاملرنه نه‌کېږي لکه څنګه چې د وخت اړتیا ده.

تېره اونۍ؛ له ایران او پاکستان نه نږدې ۴۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۳ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل – پښتو له‌خوا د راټولو شویو شمېرو له مخې؛ یوازې تېره اوونۍ (د غویي له ۲۵مې تر ۳۱مې) ۷زره او ۴۵۷ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۳۹زره او ۲۹۶ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. له یادې ډلې ۶زره او ۱۳۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۶۸۶ د سپین بولدک له لارې، ۴۴۶ د ورېښمو پله له لارې او ۱۹۲ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

دغه شمېرې چې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له ورځنو راپورونو راټولې شوې په‌کې راغلي، چې له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرستې هم شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له‌خوا خپاره شوي راپورونه ښیي چې د کډوالو پراخو څپو سره په افغانستان کې د فقر کچه نوره هم لوړه شوې ده. بلخوا د بشري حقونو بنسټونو او د کډوالو ملاتړو سازمانونو له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو پر اېستلو په وار، وار اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو جبري اېستل هغوی د بشري حقونو د سرغړونې له جدي ګواښ سره مخ کوي.