• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کورني او نړۍوال سوداګر دې د افغانستان د درملو په سکتور کې پانګونه وکړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي کورنیو او نړۍوالو سوداګرو ته د افغانستان د درملو په سکتور کې د پانګونې بلنه ورکړې. نوموړي ویلي، طالبانو په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر کړې دي.

یاد طالب وزیر په کابل کې د «ابو علي سینا» څلور ورځنی نندارتون د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د صنعت د ودې لپاره یو مهم ګام بللی او وايي، کورني او نړۍوال سوداګر دې په افغانستان کې د پانګه‌ونې لپاره د چمتو شویو فرصتونو څخه ګټه واخلي.

پر همدغه مهال د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد ویلي، چې د ابو علي سینا څلور ورځني نندارتون کې د ګډونوالو، چارواکو او خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو یو شمېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي، چې د درملو د صنعت د ودې لپاره مهم ګام بلل کېږي.
طالبانو پرداسې مهال په افغانستان کې د درملو په برخه کې له پانګه‌والو څخه د پانګه‌وني غوښتنه کړې، چې دمګړی د افغانستان د درملو مارکیټ د ایراني او پاکستاني درملو په واک کې دی او هېوادوال د درملو د ټیټ کیفیت په اړه خورا ډېر شکایتونه لري.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د کندهار او د هلمند له لارو افغانستان ته د پاکستاني توکو پراخ قاچاق ترسره کېږي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهار د غورک او د هلمند د بهرامچې ولسوالیو له لارې افغانستان ته بېلابېل پاکستاني توکي قاچاق کېږي. سرچینې زیاتوي، په یادو قاچاق کېدونکو توکو کې درمل هم شامل دي.

ځینو سوداګرو نن جمعه، د غبرګولي په لومړی نیټه افغانستان انټرنشنل وویل، چې که څه د څو میاشتو راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سوداګریزې لارې تړل شوي دي خو اوس هم په بازارونو کې پاکستاني درملو په ګډون ددغه هېواد ګڼ شمیر تولیدات پیدا کېږي.

یو سوداګر وویل:«زمونږ د معلوماتو له مخې له دې لارو هر ورځ له ۳ نیولې تر ۵ موټروو پورې د پاکستاني درمل افغانستان ته راځي.»

دوی زیاتوي، چې اوس هم بازار پاکستان درملو په ولکه کې دی.

په خیبرپښتونخوا کې ځینو سوداګرو وویل، چې د رسمي لارو تړل کېدو وروسته پاکستاني توکي په بېلابلو لارو لېږل کېږي او ځیني وخت دا توکي نیول کېږي.

ځیني سوداګر مني، چې په دې غیرقانوني سوداګرۍ کې پاکستاني او طالب چارواکي د بډو په بدل کې د قاچاقي توکو ته اجازه ور کوي.

یو ځايي کس چې د قاچاق دا بهیر یې له نژدې لیدلی وویل:«د یو غریب او بې وسه څو کریټونه مېوه نیول کېږي خو د یو سوداګر کانټینر درمل مخنوی نه کېږي ځیني وخت دا موټر د طالبانو له لوري سکوټ او د کندهار بایپاس منډي پورې راوړل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د رسمي لارو پرله پسې تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ قانوني سوداګریز فعالیتونه تر ډېره په ټپه درولي دي. که څه هم طالبان وخت ناوخت اعلانوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د قاچاق مخه نیولې، خو د ځايي کسانو په وینا یوازې د دغو توکو کمه اندازه نیول کېږي.

د طالبانو د خپلو راپورونو پر بنسټ هم، د رسمي لارو د بندښت له امله د قاچاق کچه خورا لوړه شوې او اوسمهال په بېلابېلو پټو لارو ګڼ شمېر پاکستاني تولیدات او مېوې افغانستان ته لېږدول کېږي.

ملا عبدالغني برادر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ویزې پرته د تګ‌راتګ غوښتنه کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې په ورځ د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، هیله لري چې په راتلونکي کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ تګ‌راتګ له ویزې او پاسپورټ پرته ترسره شي.

ملا برادر وویل چې طالبان له ازبکستان سره د اړیکو پراختیا ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره تعامل او همکاري د ښه نیت پر بنسټ پراخوي.

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز وویل، د بلخ والي په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په اړیکو کې احتمالي ستونزې وڅېړي او حل کړي، څو د لا ډېرو همکاریو او تعاملاتو زمینه برابره شي.

پانګه‌والو ته بلنه او د صادقانه خدمت ټینګار

ملا عبدالغني برادر له بهر مېشتو افغان سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې بېرته افغانستان ته راستانه شي.

هغه ټینګار وکړ چې باید بهر مېشتي سوداګر هېواد ته د ستنېدو لپاره وهڅول شي. د طالبانو اقتصادي مرستیال زیاته کړه: «موږ تضمین ورکوو چې پانګه‌وال کولای شي په هره برخه کې چې وغواړي، په ډاډه زړه پانګونه وکړي».

د مزارشریف ـ حیرتان د اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه د طالبانو د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال، د عامه ګټو وزارت د چارواکو، د ازبکستان د دولتي استازو، سیمه‌ییزو مسئولانو او د بلخ ولایت د اوسېدونکو په حضور کې د ټولګټو وزارت له لوري پرانیستل شوه.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د ټولګټو ریاست مسئولانو ویلي چې د دې پروژې لګښت د رېل پټلۍ، ودانیو، کرښو او زیربناوو په ګډون، د ازبکستان له هېواد سره په قرارداد کې ۶.۳ میلیونه ډالره ټاکل شوی دی. د دوی په وینا، د دې پروژې ټول لګښت د عامه ګټو وزارت له بودجې ورکول کېږي.

ازبکستاني سوداګر له افغان سوداګرو سره د ټوکر پر تولید او ګډو صنعتي پروژو غږېدلي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۱

د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ټوکر (نساجۍ) په برخه کې د همکارۍ د پراختیا په موخه یوه ازبکستاني پلاوي کابل او یو شمېر ولایتونو ته سفر کړی او له افغان سوداګرو او د طالبانو له چارواکو سره یې خبرې کړې دي.

د ازبکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دغه پلاوي کې د ازبکستان د حکومت د وړو صنعتونو د پراختیا ادارې، د از ټکسټایل پروم ټولنې او د دغه هېواد د مخکښو صنعتي شرکتونو استازي شامل وو، چې د می میاشتې له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې یې افغانستان ته سفر کړی و.

د دغه سفر په ترڅ کې په بلخ او کندز ولایتونو کې د رسمي ناستو او خبرو اترو په بهیر کې د پنبې د بشپړ پروسس، د نخ، ټوکر او تیارو جامو د تولید او د ګډو صنعتي پروژو د رامنځته کولو پر موضوعاتو بحث شوی دی.

د راپور له مخې، ازبک او افغان لوري د ټوکرانو د نویو فابریکو، د پنبې د تصفیې کارخانو جوړولو، د تولیدي ټکنالوژۍ د عصري کولو او د صنعتي ظرفیتونو د لوړولو په اړه هم نظرونه تبادله کړي دي.

په دې ناسته کې د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر ابراهیم غضنفر، د طالبانو د ولایت مرستیال نورالهادي ابو ادریس او د بلخ ټېکسټایل فابریکې او دُرخشان ګروپ مسوولینو هم ګډون کړی و.

ازبک چارواکو ویلي چې د دغو ګډو پروژو عملي کېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي، د کارموندنې نوي فرصتونه به رامنځته کړي او د ټوکر صنعت د صادراتو وړتیا به لوړه کړي.

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۹:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په ګډ کنفرانس کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګرۍ د کچې پر لوړوالي، سوداګریزو اړیکو او د ګډې پانګونې پر اسانتیاوو خبرې شوې.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټينګار کړی او افغان سوداګر یې له ازبکستان سره ګد کار ته هڅولي.

طالب وزیر دا هم ویلي، چې ازبکستان په افغانستان کې د کشمیرې، چرم، پنبې او تار په برخو کې ګډې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. په کنفرانس کې د ازبکستان جمهوریت وزیرانو شورا د صنایعو پراختیا ادارې مشر ناظم جان خالمرادوف ویلي: «افغانستان د مناسب اقلیم او ډېرو مالدارۍ سرچینو له امله د پنبې د کر او د ورېښمو د تولید لپاره ښه فرصتونه لري او ازبکستان په دې برخو کې مالي او تخنیکي امکانات لري».

نوموړي په دې برخه کې د پانګونې او ګډ کار ډاډ ښودلی. د ازبکستان د سوداګرو دغه پلاوي د دواړو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو له جوړ شوي‌ نندارتون هم لیدنه وکړه.

د کندهار د زڼکۍ بازار سقوط؛ د بدیلو لارو نشتوالي کروندګر او سوداګر له زیانونو سره مخ کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د کندهار د سپینې او تورې زڼکۍ کروندګر وايي، په دې وروستیو کې د زڼکۍ بازارونه په بې‌ساري ډول راولوېدلي او د دوی کلونه زحمت یې له سخت اقتصادي زیان سره مخ کړی. د دوی په خبره؛ د لارو تړل کېدو او د بدیلو سوداګریزو لارو نه موندلو له امله د زڼکۍ بیې تر نیمايي ډېرې راټیټې شوې دي.

د زڼکۍ سوداګر وایي، سپینه زڼکۍ چې پخوا یې یو کیلو له ۱۸۰۰ تر ۲زره او ۱۰۰ افغانیو پورې پلورل کېده؛ اوس یوازې د ۴۵۰ او ۵۰۰ افغانیو ترمنځ پلورل کېږي. دغه راز د تورې زڼکۍ بیه چې مخکې له ۲زره او ۲۰۰ تر ۲زره او ۵۰۰ افغانیو پورې رسېده، اوس ۱۶۵۰ او ۱۷۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

100%

کروندګر وايي، د دغه حاصلاتو د تولید لپاره یې ډېر لګښتونه کړي؛ خو اوسني بازارونه نه یوازې د دوی مصرفونه نه پوره کوي، بلکې ګڼ شمېر بزګران یې له پورونو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

سوداګر د بازار د سقوط اصلي لامل د لارو تړل پاتې کېدل بولي او وايي، د افغانستان زڼکۍ تر ډېره هند ته صادرېده؛ خو اوس د ایران له لارې د انتقال بهیر د جګړو او سیمه‌ییزو کړکېچونو له امله له خنډونو سره مخ شوی او د پاکستان لاره هم له اوږدې مودې راهیسې د سوداګرۍ پر مخ تړلې ده.

د کندهار یو سوداګر په دې اړه وایي: «کله چې د صادراتو لارې بندې شي بازار خامخا سقوط کوي، زموږ ډېر مال په ګدامونو کې بند پاتې دی. هند او نورو هېوادونو ته د رسېدو لپاره بدیله لاره نه‌شته او حکومت هم تر اوسه کوم عملي اقدام نه‌دی کړی».

سوداګر نیوکه کوي، چې د طالبانو حکومت ونه توانېده؛ څو د افغان سوداګرو لپاره لکه د منځنۍ اسیا دهلېزونه، هوايي دهلېزونه او یا هم د چابهار بندر په څېر د بدیلې سوداګریزې لارې اسانتیاوې پراخې کړي.

د دوی په باور؛ که پر وخت بدیلې لارې برابرې شوې وای، نو اوس به کروندګر او سوداګر له دومره درنو زیانونو سره نه مخ کېدل. اقتصادي شنونکي هم وايي، د افغانستان کرنیز سکتور تر ډېره پر محدودو صادراتي لارو متکي دی او هر ځل چې سیمه‌ییز سیاسي یا امنیتي کړکېچونه رامنځته شي؛ نو د هېواد کروندګر یې مستقیم زیان ویني.

په همدې حال کې د کندهار د زڼکۍ کروندګر د طالبانو له حکومته غواړي، چې د دوی ستونزو ته بېړنۍ پاملرنه وکړي، د صادراتو بدیلې لارې فعالې کړي او د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي؛ څو د بزګرو د زیانونو مخه ونیول شي.