• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني څېړنیزه رسنۍ: ټرانس افغانان له تېښتې وروسته هم خوندي نه‌دي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د جرمني یوې څېړنیزې رسنۍ کورکټېف په یوه راپور کې ویلي، هغه افغانان چې بېلابېل جنسي تمایلات او جنسیتي هویتونه لري، له افغانستان څخه تر تېښتې وروسته هم په پاکستان او جرمني کې د سرپناه له نشتوالي، د اېستلو له وېرې، کورني تاوتریخوالي او د ملاتړ له کمښت سره مخ دي.

کورکټېف «هغوی هېڅ ځای نه‌لري» تر سرلیک لاندې راپور کې لیکلي، چې دا راپور د پنځو شخصي کیسو پر بنسټ جوړ شوی او د بشري حقونو د څار سازمان، بښنې نړیوال سازمان، د افغان ال‌جي‌بي‌ټي‌کيو ټولنې او د اروپا او جرمني د رسمي شمېرو له معلوماتو سره ارزول شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، پر هغو افغانانو فشارونه زیات شوي، چې بېلابېل جنسي تمایلات او جنسیتي هویتونه لري.

کورکټېف لیکلي، چې د طالبانو د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې په نوي جزايي قانون کې، د همجنس‌پالنې اړیکو لپاره د مرګ سزا په پام کې نیول شوې ده.

راپور وایي، د دغو کسانو لپاره ګواښ یوازې د طالبانو له لوري نه‌دی، بلکې کورنۍ، ټولنه، ګاونډیان او ان ټولنیزې رسنۍ هم هغوی په نښه کولای شي.

په څو روایتونو کې راغلي، چې کورنیو د ملاتړ پر ځای، دغه کسان وهلي ټکولي، بندي کړي، سپک کړي او د خپل ژوند د پرېکړو حق یې ترې اخیستی دی.

کورکټېف لیکلي، چې پاکستان ته تېښته هم د ډېرو دغو کسانو لپاره د خوندیتوب معنا نه‌لري. د دې رسنۍ په وینا، پاکستان د ګڼو افغان کډوالو لپاره د انتظار، نامعلوم برخلیک، استثمار او د اېستلو د وېرې ځای ګرځېدلی دی.

راپور د جرمني وضعیت ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې دغه هېواد د جنسي تمایل او جنسیتي هویت له امله ځورول د پناه غوښتنې یو دلیل مني، خو په عملي توګه د هغو پناه غوښتونکو لپاره چې بېلابېل جنسي تمایلات او جنسیتي هویتونه لري، د ملاتړ ډېر بنسټونه کمزوري شوي او یا د له‌منځه تلو په حال کې دي.

ډېر لیدل شوي

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي
۱

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي

۲

راپور :پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستو پرېکړه کوي

۳

لانګ وار ژورنال: متحده جبهه د طالبانو پر ضد د جګړې او سیاسي بدلون شعار ورکوي

۴

د نارضایتۍ دوام؛ خواله رسنۍ پر طالبانو د نیوکو مرکز

۵
ځانګړی

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي