واشنګټن د کیوبا هېواد د امریکا لپاره یو امنیتي ګواښ وباله

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د کیوبا هېواد د امریکا «د ملي امنیت لپاره ګواښ» دی. هغه وایي، چې له هاوانا سره د یوې ډیپلوماتیکې هوکړې د رامنځته کېدو احتمال ډېر کم دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د کیوبا هېواد د امریکا «د ملي امنیت لپاره ګواښ» دی. هغه وایي، چې له هاوانا سره د یوې ډیپلوماتیکې هوکړې د رامنځته کېدو احتمال ډېر کم دی.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د کیوبا پخوانی ولسمشر رایول کاسټرو تر عدلي څار لاندې راوستی دی. د امریکا د عدلیې وزارت لهخوا د ثبت شوي تور له مخې؛ ۹۴ کلن راول کاسټرو د امریکایي وګړو د وژنې دسیسې په یوه قضیه کې، د څلورو وژنو او د دوو الوتکو د ویجاړولو په تور تورن شوی دی.
مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د کیوبا په اړه ډیپلوماسي لاهم د واشنګټن لومړیتوب دی؛ خو د هاوانا د اوسنیو چارواکو د چلند له امله د داسې یوې هوکړې احتمال کمرنګه ښکاري.
هغه همداراز کیوبا په سیمه کې د ترهګرۍ له اصلي ملاتړو هېوادونو بللې. د دغه څرګندونو په غبرګون کې د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګز پر اېکس پاڼه روبیو پر «دروغ ویلو» تورن کړ.
هغه لیکلي، چې د کیوبا هېواد هېڅکله د امریکا لپاره ګواښ نهو. رودریګز واشنګټن تورن کړ، چې غواړي پر خپل هېواد د پوځي یرغل، ظالمانه او سیستماتیک برید زمینه برابره کړي.
کیوبا دامهال د امریکا د تېلو بندیزونو له امله د سونتوکو له سخت ناورین سره مخ ده او د دغه هېواد خلک د برېښنا د اوږدمهاله پرچاوۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي. روبیو وویل، چې کیوبا د امریکا د ۱۰۰ مېلیونه ډالرو بشري مرستې وړاندیز منلی دی.
روبیو همداراز په فلوریډا کې د یوې کیوبايۍ پوځي کمپنۍ د لوړپوړي چارواکي د خور ادیس لاسترس موررا د نیول کېدو خبر ورکړ او هغه یې د «هاوانا د کمونیستي رژیم» په ملاتړ تورنه کړه.
ډونالډ ټرمپ کیوبا یو ناکام هېواد بللی او ویلي یې دي، حکومت یې هڅه کوي چې د بشري مرستو له لارې د دغه هېواد له خلکو سره مرسته وکړي. هغه ټینګار وکړ، چې غواړي د پخوانیو حکومتونو له لسیزو ناکامیو وروسته د کیوبا ستونزه حل کړي.