د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له عباس عراقچي سره په تهران کې لیدلي

په تهران کې د پاکستان سفارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په تهران کې لیدلي دي. په ایران کې د پاکستان سفارت دغه لیدنه «د اختلافاتو د حل لپاره د وړاندیزونو ارزونې ناسته» بللې ده.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سیمهييزو کړکېچونو د کمولو لپاره د اسلاماباد د هڅو په لړ کې د دوه ورځني سفر په ترڅ کې تهران ته رسېدلی دی.
ایراني رسنیو ویلي، نقوي له خپل ایراني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د سولې د خبرو اترو د بیا پیل په اړه خبرې اترې کړې دي.
