• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپايي ټولنې شورا د هرمز تنګي د امنیت ګډوډولو له امله پر ایران بندیزونه پراخ کړل

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د اروپايي ټولنې شورا اعلان کړی، چې د ایران پر ضد یې د خپلو بندیزونو حقوقي چوکاټ پراخ کړی دی. د دغه ګام اصلي موخه د هغو کسانو او ادارو په نښه کول دي چې د ایران په ملاتړ یا ملګرتیا د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو قانوني تګ راتګ ګډوډوي.

د اروپايي اتحادیې شورا ټینګار کړی چې د هرمز تنګي کې د ایران اقدامات د نړیوالو قوانینو خلاف دي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو ګڼل کېږي چې د نړیوالې انرژۍ د لېږد لویه برخه ترې ترسره کېږي. د دې سیمې هر ډول کړکېچ د نړیوالو بازارونو او د تېلو پر بیو مستقیم اغېز کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

په اوکراین کې د روسیې په برید کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت مرستې له‌منځه تللې دي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېنشرۍ اعلان کړی، چې د روانې اوونۍ په لومړیو کې په ختیځ اوکراین کې د یادې ادارې پر یوه ګودام باندې د روسیې د توغندیز برید له ‌امله د یو میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې او توکي له‌منځه تللي دي.

په کیف کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازې برناډیټ کاسټل هولینګورټ له پولنډ څخه د ویډیويي اړیکې له لارې وویل، دغه ګودام چې د بېړنیو پناه ځایونو توکي، د خوب توشکونه او روغتیایي کڅوړې پکې اېښودل شوې وې، د چهارشنبې په ورځ په «دنیپرو» سیمه کې ویجاړ شوی او په پېښه کې دوه کسان هم وژل شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، دا توکي د اوکراین په لومړیو کرښو کې جګړه ځپلو او بې‌ځایه شویو خلکو ته د وېشلو لپاره چمتو شوي وو.

دغه برید اړمن خلک په داسې حساس وخت کې له حیاتي مرستو بې‌برخې کړل چې د جګړې له لومړیو کرښو څخه د خلکو جبري بې‌ځایه کېدل او د سیمو خالي کول لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ هم د ملګرو ملتونو دوه کاروانونه چې د بشري مرستو نښې پرې په څرګند ډول لګول شوې وې، د بې‌پیلوټه الوتکو له خوا په نښه شول؛ په دغو بریدونو کې یوې لارۍ د «دنیپروپتروفسک» په سیمه کې مرستې لېږدولې او بل کاروان د «خیرسون» سیمې د اوستریف په لور روان و، چې برید پرې وشو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: د برېتانیا په مشرۍ د هرمز تنګي د امنیت لپاره چمتووالی نیسو

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول ویلي، چې هېواد یې د برېتانیا په مشرۍ د هغو نړۍوالو هڅو او پلانونو لپاره چمتووالی نیسي، چې موخه یې د هرمز تنګي د امنیت ټینګښت دی. نوموړي‌ ټینګار کړی، چې په دې برخه کې د ناټو سازمان کوم ځانګړی یا رسمي ماموریت شتون نه لري.

یوهان وادهفول زیاته کړې، له امریکا سره ترسره شوې وروستۍ خبرې اترې ښيي چې واشنګټن به په سیمه کې د هر ډول مسوولیت لېږد او امنیتي اقدامات له خپلو اروپايي متحدانو سره په بشپړه همغږۍ کې ترسره کړي.

وادهفول همداراز پولنډ ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ۵ زره اضافي امریکایي ځواکونو د لېږلو د پرېکړې تود هرکلی کړی او دا ګام یې په اروپا کې د امریکا د امنیتي ژمنو د دوام او پیاوړتیا یوه روښانه نښه بللې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي، برلین له امریکا څخه په کلکه غوښتي چې په جرمني کې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د ځای پر ځای کولو په اړه خپل لومړني او اصلي پلان ته په بشپړ ډول ژمن پاتې شي.

روسیه: لوهانسک کې د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکې برید ۴ کسان وژلي او ۳۵ نور یې ټپیان کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۱

روسي چارواکو ویلي، د دغه هېواد تر کنټرول لاندې د لوهانسک په سیمه کې د محصلانو پر یوه لیلیه باندې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

روسیې چارواکو ویلي، چې یاد برید تېره شپه د لوهانسک پوهنتون پر لیلیه شوی دی.

د روسیې د بشري حقونو کمیشنرې یانا لانتراتووا په یوه بیان کې وویل، د برید پر مهال د لوهانسک د پیداګوژي پوهنتون په لیلیه کې له ۱۴ څخه تر ۱۸ کلونو پورې ۸۶ تنکي ځوانان ویده وو. لانتراتووا زیاته کړه: «د اوکراین وسله‌والو ځواکونو په لوی لاس د هغو ماشومانو پر وړاندې هدفي برید کړی چې ویده وو.»

په لوهانسک کې د روسیې له خوا د ګمارل شوي حکومت لوړپوړي چارواکي لیونید پاسچنیک وویل چې تر اوسه دوه تنه د نړېدلو ودانیو له خاورو او خځلو څخه راویستل شوي او د ژغورنې ډلې لا هم د هغو ماشومانو د موندلو لپاره لټون کوي چې تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

اوکراین د لوهانسک د بېرته نیولو لپاره جګړه کوي؛ دا د هغو څلورو سیمو څخه یوه ده چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې په یو اړخیزه توګه د خپلې خاورې په توګه اعلان کړه، خو کیف دا کار د ځمکې غیرقانوني غصب بولي.

د تحریک انصاف ګوند یو مخکښ غړی په کشمیر کې د ناپیژاندو وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۱

د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په مظفراباد کې د تحریک انصاف ګوند یو مخکښ غړی چوهدري عدالت د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوی دی. دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې نوموړی د برنالې له محکمې نه د خپل وراره او ملګري سره بېرته د ستنېدو په حال کې و.

ویل کېږي، وسله‌والو هغه ته پر لاره کمین نیولی و او په پنګالي موړ سیمه کې د هغه د موټر په رسېدو یې پرې ډزې کړې دي. پولیس وایي، چوهدري عدالت په یاده پېښه کې وژل شوی؛ خو د هغه ملګري له دغه بریده روغ وتلي.

په دغه پېښه کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون دوه لارویان هم د ډزو له امله سخت ټپیان شوي دي. پاکستاني چارواکي وایي، چوهدري عدالت په څو قضیو کې ښکېل و او له یوشمېر کسانو سره یې شخصي دښمني هم لرله.

د پولیسو په وینا؛ له پېښې وروسته بریدګر له سیمې تښتېدلي او د هغوی د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

د برېټانیا مشرانو جرګې غړې: طالبان نه پوهېږي چې ښځې د افغانستان لپاره څومره ستره شتمني ده

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د برېټانیا د مشرانو جرګې غړې بارونس فیونا هاجسون افغانستان انټرنشنل ته په یوې مرکې کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت «بوږنوونکی» بللی. هغې ویلي، طالبان دا نه درک کوي چې ښځې د افغانستان لپاره «یوه ستره بشري پانګه او شتمني» ده.

نوموړې د طالبانو سره د تعامل پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړې چې د دې ډلې د چلند او تګلارې د بدلون لپاره فشار هم اړین دی.

بارونس فیونا هاجسون د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، د نجونو او ښځو له زده کړو، کار او ټولنیز حضور څخه محرومول په عملي توګه د دې لامل شوي چې ښځې له ټولنیز ژوند او عامه ډګر څخه و ایستل شي.

هغې زیاته کړه، طالبان د ښځو حقونه د «لوېدیځ مسئله» ګڼي، حال دا چې افغان ښځو له کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کړې ده.

نوموړې خبرداری ورکړی چې پر ښځو د محدودیتونو دوام، په ځانګړي ډول د زده کړو، کار او ټولنیز ګډون په برخو کې، بشري وضعیت لا پسې خرابوي او د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

خو بارونس هاجسون ویلي چې له طالبانو سره باید یو ډول تعامل موجود وي، خو دا تعامل د طالبانو د رسمیت پېژندنې یا له هغوی سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو معنا نه لري.

هغې ټینګار کړی چې له طالبانو سره خبرې او اړیکې باید دې ډلې ته سیاسي مشروعیت ور نه کړي.

د برېټانیا د مشرانو جرګې دې غړې زیاته کړې، د ستونزې یوه برخه دا ده چې د نړۍ پام له افغانستان څخه اوښتی او نوو جګړو او کړکېچونو دا لامل شوي چې د افغانستان موضوع د هېوادونو د بهرني سیاست له لومړیتوبونو ووځي.

هغې د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان د مسئلې پر وړاندې پر نړیوالې همغږۍ او ګډ دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د روانو ستونزو، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د خنډونو د حل لپاره، د نړیوالې ټولنې پراخې همکارۍ ته اړتیا ده.

مېرمن بارونس تر دې وړاندې هم د برېټانیا د مشرانو جرګې په غونډه کې ټینګار کړی و چې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو مسئله باید د نړیوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي او دا موضوع باید تل د نړیوالو خبرو او بحثونو په محور کې پاتې شي.

طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي. دې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې بندې کړې، ښځې یې پوهنتونونو ته له تګ راګرځولې او په ډېرو دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او نړیوالو سازمانونو کې یې د هغوی د کار مخه نیولې ده.

طالبانو همداراز له محرم پرته د ښځو پر سفر بندیزونه لګولي او په ګڼو عامه ځایونو لکه پارکونو، ورزشي لوبغالو او د ښکلا په سالونونو کې یې د ښځو حضور منع کړی دی.

د بشري حقونو بنسټونه وایي، دغو محدودیتونو ښځې له زده کړو، کار، ټولنیز ګډون او عامه ژوند څخه څنډې ته کړې دي.