نېټبلاکس: په ایران کې د انټرنېټ پرې کېدو لړۍ ۸۴مې ورځې ته وغځېده

د انټرنېټ څار نړۍوالې ادارې «نېټبلاکس» د جمعې په سهار (د غبرګولي لومړۍ نېټه) اعلان وکړ، چې په ایران کې د انټرنېټ پرې کېدو لړۍ ۸۴مې ورځې ته وغځېده او نړۍوالو شبکو ته د خلکو پراخ لاسرسی لا هم د څه باندې ۱۹۹۲ ساعتونو راهیسې پرې دی.
دغه بنسټ ویلي، د انټرنېټ بندیز پر دوام ټولنیز او اقتصادي ستونزې زیاتېږي او له نړۍ سره اړیکه ورځ تر بلې یوازې هغو کسانو ته اسانه کېږي چې واک ته نږدې وي یا ځانګړي امتیازونه ولري.
