• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ښځینه‌و کرېکټ جلاوطنه لوبډله انګلستان ته ځي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۱

د افغان ښځینه‌و کرېکټ جلاوطنه لوبډله به د روان کال (د جون په ۲۲مه) انګلستان ته خپل تاریخي سفر پیل کړي. د انګلستان او ولز کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه سفر تر ډېره «کلتوري او ورزشي» ارزښت لري.

د یادې لوبډلې تر ۲۰ ډېرې غړې چې پخوا د افغانستان ملي لوبډلې غړې وې؛ له ۲۰۲۱کال راهیسې په اسټرالیا کې مېشتې دي. په افغانستان کې طالبانو د نورو محدودیتونو ترڅنګ ښځې له ورزش نه هم راګرځولې دي.
یادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د ۲۰۲۵کال په جنورۍ کې په ملبورن کې ترسره کړه. په دغه نوې لوبلړۍ کې د شل اوریزو لوبو او د روزنې فرصتونه شامل دي.
دغه لوبغاړې به د انګلستان په نړۍوالو شل اوریزو سیالیو په پای لوبه کې هم ګډون وکړي. د انګلستان او ولز کرېکټ بورډ دغه سفر له کلتوري او ورزشي پلوه مهم بللی دی.
د کرېکټ نړۍوالې شورا د تېر کال په اپرېل میاشت کې د جلاوطنه افغان ښځینه لوبغاړو د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړه. یادې شورا د انګلستان، اسټرالیا او هند د کرېکټ بورډونو په مرسته د دغه لوبغاړو لپاره د مالي ملاتړ صندوق جوړ کړ.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د برېټانیا مشرانو جرګې غړې: طالبان نه پوهېږي چې ښځې د افغانستان لپاره څومره ستره شتمني ده

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د برېټانیا د مشرانو جرګې غړې بارونس فیونا هاجسون افغانستان انټرنشنل ته په یوې مرکې کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت «بوږنوونکی» بللی. هغې ویلي، طالبان دا نه درک کوي چې ښځې د افغانستان لپاره «یوه ستره بشري پانګه او شتمني» ده.

نوموړې د طالبانو سره د تعامل پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړې چې د دې ډلې د چلند او تګلارې د بدلون لپاره فشار هم اړین دی.

بارونس فیونا هاجسون د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، د نجونو او ښځو له زده کړو، کار او ټولنیز حضور څخه محرومول په عملي توګه د دې لامل شوي چې ښځې له ټولنیز ژوند او عامه ډګر څخه و ایستل شي.

هغې زیاته کړه، طالبان د ښځو حقونه د «لوېدیځ مسئله» ګڼي، حال دا چې افغان ښځو له کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کړې ده.

نوموړې خبرداری ورکړی چې پر ښځو د محدودیتونو دوام، په ځانګړي ډول د زده کړو، کار او ټولنیز ګډون په برخو کې، بشري وضعیت لا پسې خرابوي او د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

خو بارونس هاجسون ویلي چې له طالبانو سره باید یو ډول تعامل موجود وي، خو دا تعامل د طالبانو د رسمیت پېژندنې یا له هغوی سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو معنا نه لري.

هغې ټینګار کړی چې له طالبانو سره خبرې او اړیکې باید دې ډلې ته سیاسي مشروعیت ور نه کړي.

د برېټانیا د مشرانو جرګې دې غړې زیاته کړې، د ستونزې یوه برخه دا ده چې د نړۍ پام له افغانستان څخه اوښتی او نوو جګړو او کړکېچونو دا لامل شوي چې د افغانستان موضوع د هېوادونو د بهرني سیاست له لومړیتوبونو ووځي.

هغې د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان د مسئلې پر وړاندې پر نړیوالې همغږۍ او ګډ دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د روانو ستونزو، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د خنډونو د حل لپاره، د نړیوالې ټولنې پراخې همکارۍ ته اړتیا ده.

مېرمن بارونس تر دې وړاندې هم د برېټانیا د مشرانو جرګې په غونډه کې ټینګار کړی و چې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو مسئله باید د نړیوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي او دا موضوع باید تل د نړیوالو خبرو او بحثونو په محور کې پاتې شي.

طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي. دې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې بندې کړې، ښځې یې پوهنتونونو ته له تګ راګرځولې او په ډېرو دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او نړیوالو سازمانونو کې یې د هغوی د کار مخه نیولې ده.

طالبانو همداراز له محرم پرته د ښځو پر سفر بندیزونه لګولي او په ګڼو عامه ځایونو لکه پارکونو، ورزشي لوبغالو او د ښکلا په سالونونو کې یې د ښځو حضور منع کړی دی.

د بشري حقونو بنسټونه وایي، دغو محدودیتونو ښځې له زده کړو، کار، ټولنیز ګډون او عامه ژوند څخه څنډې ته کړې دي.

منګولیا کې د تکواندو اسیاسي سیالۍ؛ افغان ورزشکار احسام رحیمي خپل جاپاني سیال ته ماته ورکړه

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۶ GMT+۱

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې غړي احسام رحیمي د منګولیا په پلازمېنه اولان باتور کې د تکواندو په اسیایي سیالیو کې خپل جاپاني سیال ته ماتې ورکړه، خو علي اکبر امیري بیا د خپل چینایي سیال پر وړاندې لوبه بایلوده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک او سپورټ ریاست د معلوماتو له مخې، احسام رحیمي د ۵۴ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې خپل جاپاني سیال ته د ۲-۱ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړې ده. همدارنګه د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې علي اکبر امیري خپله لومړۍ لوبه په ۸۷ کیلو ګرامه وزن کې چینایي لوبغاړي ته بایللې ده.

د طالبانو د سپورټ ریاست زیاته کړې، چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ شپږ ورزشکاران او دوه روزونکي ګډون لري. دغه اسیایي سیالۍ چې د ۳۴ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د مې میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شوې، د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

له بلې خوا د وروستیو راپورونو له مخې، احسام رحیمي د دغو سیالیو په بل پړاو کې ماتې خوړلې ده. نوموړي د اسیایي سیالیو د شپاړسم پړاو په لوبه کې د ازبکستاني سیال جهانګیر خدای‌بردیف پر وړاندې د دوه صفر په پایلې سره ماتې ومنله او په دې توګه اسیایي لوبو ته له لارموندنې پاتې شو.

په ورته وخت کې ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې بل غړی ازاد بېګ نوروزي هم د دغو سیالیو د ۳۲ غوره لوبغاړو په پړاو کې د خپل عربستاني سیال پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي. نوموړی به د ۵۸ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې له ریاض ناصر حمدي سره سیالي وکړي.

میدان وردګ کې ګډه ورزشي او دودیزه مېله؛ والي له خلکو د طالبانو د ملاتړ غوښتنه کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د اولمپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست په میدان وردګ ولایت کې د ورزشي دودیزې میلې د ترسره کيدو خبر ورکړی. دغه ریاست ویلي چې په یاده میله کې د میدان وردګ طالب والي له عامو خلکو غوښتي چې د طالبانو د ادارې ملاتړ وکړي.

ددغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډه همکارۍ د دغه ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې ورزشي او دودیزه ګډه مېله ترسره شوه.

په دغه ورزشي او فرهنګي غونډه کې ورزشکارانو د جمناسټیک او تکواندو نندارې وړاندې کړې، همدارنګه د کتابونو، لاسي صنایعو او د هېواد د تاریخي سیمو بېلابېل انځورونه هم نندارې ته وړاندې شول.

خبرپاڼه کې راغلي، د میدان وردګ طالب والي ملا خیرالله خیرخواه په دې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې دا ډول فرهنګي، علمي او ورزشي غونډې د ولسونو، قومونو او ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

نوموړي همدارنګه له ولسونو وغوښتل چې د خپلو سیمو د امنیت د ټینګښت، ټولنیز نظم او د ولسونو ترمنځ د یووالي په برخه کې د طالبانو له ادارې سره همکاري وکړي.

برېتانوي استازي په کابل کې د افغان ښځو د رول او زده‌کړې پر ارزښت ټینګار کړی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي رېچارډ لینډسي کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې د زده‌کړې او په اقتصادي بهیر کې د ښځو د فعال ګډون پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغان ښځو رول د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي دی.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي رېچارډ لینډسي ویلي، چې د کابل په سفر کې یې د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره لیدنه کړې او په هېواد کې یې د تعلیم‌یافته ټولنې د اهمیت او د ښځو د اقتصادي مشارکت پر اړتیا ټینګار کړی دی.

لینډسي په اېکس خواله کې لیکلي: «ما په کابل کې د اقتصاد له وزیر سره وکتل. ما د تعلیم‌یافته ټولنې پر اهمیت او د افغان ښځو د فعال ګډون له لارې د اقتصادي فرصتونو پر زیاتېدو ټینګار وکړ.»

100%

هغه زیاته کړې چې د خپل سفر پر مهال یې د ښځینه وکیلانو، هنرمندانو، نادولتي مؤسسو او د سوداګرۍ د خونې له استازو سره هم لیدلي دي.

لینډسي د دې لیدنو په اړه ویلي: «دا زړورې ښځې د افغانستان د ډېرو خلکو په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته کوي او د هېواد راتلونکی جوړوي.»

د برېتانیا ځانګړي استازي د افغانستان د ښځو د وضعیت او د اقتصادي ګډون په اړه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په هېواد کې د ښځو پر کار او ټولنیز حضور سخت محدودیتونه دوام لري.

د لوبغاړو د ستاینې مراسم؛ د موتای لوبې افغان اتل یوسف جهانګیر سعودي عربستان ته لاړ

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د موی‌تای افغان اتل محمد یوسف جهانګیر د سعودي عربستان د سپورټي چارواکو په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې ریاض ته تللی دی.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، جهانګیر د اسلامي هېوادونو د هم‌غږۍ په لوبو کې د سرو زرو مډال ګټلو له امله، د ستاینې په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره هلته بلل شوی، چې د مډال ګټونکو ورزشکارانو د قدرونې په موخه جوړ شوي دي.

محمد یوسف جهانګیر د افغانستان د موی‌تای ملي لوبډلې غړی دی. نوموړي د اسلامي هېوادونو د هم‌غږۍ په شپږم پړاو لوبو کې، چې د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره شوې، د سرو زرو مډال ګټلی و.

د طالبانو د سپورټ ادارې زیاته کړې، چې دغه افغان ورزشکار په یادو سیالیو کې د اندونیزیا، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو څخه خپلو حریفانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقام او د سرو زرو مډال خپل کړی و.