• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېتانیا سمندري سوداګریز مرکز: د منځني ختیځ وضعیت لاهم د اندېښنې وړ دی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۴ GMT+۱

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ مرکز د منځني ختیځ په سمندري سیمه کې د ګواښ کچه لاهم «جدي» بللې او ویلي یې دي، چې د هرمز تنګي له لارې تګ‌راتګ لا هم په څرګند ډول کم شوی؛ خو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په دغه سیمه کې د امنیت اړوند هېڅ پېښه نه‌ده راپور شوې.

دغه ادارې چې د برېتانیا سمندري ځواک برخه ده، د پنجشنبې په ورځ ویلي: «د سمندري تګ‌راتګ د بېلو شویو لارو دننه او شاوخوا د ماینونو ځای پرځای کول لاهم یو ګواښ ګڼل کېږي».
د دغه مرکز د معلوماتو له مخې؛ سوداګریزې بېړۍ لاهم د عمان خلیج او د عرب سمندر په شمال کې د امریکا سمندري ځواکونو ته راپورونه ورکوي او د امریکا له لوري سمندري کلابندي دوام لري.
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ مرکز په باب‌المندب او عدن خلیج کې سوداګریز تګ‌راتګ لاهم «باثباته» بللی دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د برېټانیا مشرانو جرګې غړې: طالبان نه پوهېږي چې ښځې د افغانستان لپاره څومره ستره شتمني ده

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د برېټانیا د مشرانو جرګې غړې بارونس فیونا هاجسون افغانستان انټرنشنل ته په یوې مرکې کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت «بوږنوونکی» بللی. هغې ویلي، طالبان دا نه درک کوي چې ښځې د افغانستان لپاره «یوه ستره بشري پانګه او شتمني» ده.

نوموړې د طالبانو سره د تعامل پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړې چې د دې ډلې د چلند او تګلارې د بدلون لپاره فشار هم اړین دی.

بارونس فیونا هاجسون د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، د نجونو او ښځو له زده کړو، کار او ټولنیز حضور څخه محرومول په عملي توګه د دې لامل شوي چې ښځې له ټولنیز ژوند او عامه ډګر څخه و ایستل شي.

هغې زیاته کړه، طالبان د ښځو حقونه د «لوېدیځ مسئله» ګڼي، حال دا چې افغان ښځو له کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کړې ده.

نوموړې خبرداری ورکړی چې پر ښځو د محدودیتونو دوام، په ځانګړي ډول د زده کړو، کار او ټولنیز ګډون په برخو کې، بشري وضعیت لا پسې خرابوي او د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

خو بارونس هاجسون ویلي چې له طالبانو سره باید یو ډول تعامل موجود وي، خو دا تعامل د طالبانو د رسمیت پېژندنې یا له هغوی سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو معنا نه لري.

هغې ټینګار کړی چې له طالبانو سره خبرې او اړیکې باید دې ډلې ته سیاسي مشروعیت ور نه کړي.

د برېټانیا د مشرانو جرګې دې غړې زیاته کړې، د ستونزې یوه برخه دا ده چې د نړۍ پام له افغانستان څخه اوښتی او نوو جګړو او کړکېچونو دا لامل شوي چې د افغانستان موضوع د هېوادونو د بهرني سیاست له لومړیتوبونو ووځي.

هغې د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان د مسئلې پر وړاندې پر نړیوالې همغږۍ او ګډ دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د روانو ستونزو، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د خنډونو د حل لپاره، د نړیوالې ټولنې پراخې همکارۍ ته اړتیا ده.

مېرمن بارونس تر دې وړاندې هم د برېټانیا د مشرانو جرګې په غونډه کې ټینګار کړی و چې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو مسئله باید د نړیوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي او دا موضوع باید تل د نړیوالو خبرو او بحثونو په محور کې پاتې شي.

طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي. دې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې بندې کړې، ښځې یې پوهنتونونو ته له تګ راګرځولې او په ډېرو دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او نړیوالو سازمانونو کې یې د هغوی د کار مخه نیولې ده.

طالبانو همداراز له محرم پرته د ښځو پر سفر بندیزونه لګولي او په ګڼو عامه ځایونو لکه پارکونو، ورزشي لوبغالو او د ښکلا په سالونونو کې یې د ښځو حضور منع کړی دی.

د بشري حقونو بنسټونه وایي، دغو محدودیتونو ښځې له زده کړو، کار، ټولنیز ګډون او عامه ژوند څخه څنډې ته کړې دي.

ډونالډ ټرمپ: د ایران د موضوع له امله ښايي د خپل زوی په واده کې ګډون ونه کړم

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د خپل مشر زوی جونیور ډونالډ ټرمپ د واده په مراسمو کې ګډون ونه کړي، ځکه د هغه په وینا د دغو مراسمو وخت ورته مناسب نه دی او دا مهال د «ایران موضوع او نورو مسایلو» سره بوخت دی.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د خپل زوی د واده په مراسمو کې به ګډون وکړي که نه، وویل چې زوی یې غواړي هغه په واده کې حاضر وي، خو زیاته یې کړه چې دا مراسم به «کوچني او شخصي» وي.

نوموړي ویلي، سره له دې هڅه کوي چې په دغو مراسمو کې ګډون وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې که ګډون وکړي یا ونه کړي، په دواړو حالاتو کې به د رسنیو له نیوکو سره مخ شي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ټرمپ ۴۸کلن زوی د روانې اوونۍ په پای کې له بټینا انډریوسن سره د باهاما په یوه شخصي ټاپو کې واده وکړي.

د راپورونو له مخې، دغه جوړې په پیل کې د واده مراسمو د سپینې ماڼۍ په ماڼۍ کې د ترسره کېدو په اړه فکر کړی و، خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې کوچني مراسم ترسره کړي. ویل کېږي، د دې بدلون یو دلیل دا و چې په داسې وخت کې د پراخو او ګران بیه مراسمو ترسره کول، چې امریکا د ایران اړوند کړکېچونو سره مخ ده، ښايي له عامه غبرګونونو سره مخ شي.

لېنډسي ګراهام: ډونالډ ټرمپ به ایران ته د یورانیمو د غني‌کولو د دوام اجازه ور نه‌کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۱

د امریکا جمهوري‌ غوښتونکي سناتور لېنډسي ګراهام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله لیکلي چې هغه لا هم ټینګار کوي چې ایران باید د لوړې کچې غني شویو څه باندې ۴۰۰ کیلوګرامه یورانیمو د ساتلو اجازه ونه لري.

د ګراهام په وینا، دا مواد د «چټل بم» د جوړولو لپاره کارېدلی شي او یا هم په راتلونکي کې تر ۹۰ سلنې پورې غني کېدای شي چې د اټومي وسلو د تولید وړتیا پیدا کړي.

ګراهام زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، پرته له دې چې د یورانیمو د غني‌کولو وړتیا موجوده وي، د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لاره نه شته. هغه ویلي، د ایران د «دوکې او تېروتنې» د مخینې له امله، تهران ته باید د غني‌کولو د دوام اجازه ور نه کړل شي.

نوموړي همداراز د ایران له‌خوا د نیابتي ډلو د ملاتړ مخنیوی د مذاکراتو له «سرو کرښو» څخه وباله او زیاته یې کړه: «وخت به هر څه روښانه کړي».

برېتانوي استازي په کابل کې د افغان ښځو د رول او زده‌کړې پر ارزښت ټینګار کړی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي رېچارډ لینډسي کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې د زده‌کړې او په اقتصادي بهیر کې د ښځو د فعال ګډون پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغان ښځو رول د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي دی.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي رېچارډ لینډسي ویلي، چې د کابل په سفر کې یې د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره لیدنه کړې او په هېواد کې یې د تعلیم‌یافته ټولنې د اهمیت او د ښځو د اقتصادي مشارکت پر اړتیا ټینګار کړی دی.

لینډسي په اېکس خواله کې لیکلي: «ما په کابل کې د اقتصاد له وزیر سره وکتل. ما د تعلیم‌یافته ټولنې پر اهمیت او د افغان ښځو د فعال ګډون له لارې د اقتصادي فرصتونو پر زیاتېدو ټینګار وکړ.»

100%

هغه زیاته کړې چې د خپل سفر پر مهال یې د ښځینه وکیلانو، هنرمندانو، نادولتي مؤسسو او د سوداګرۍ د خونې له استازو سره هم لیدلي دي.

لینډسي د دې لیدنو په اړه ویلي: «دا زړورې ښځې د افغانستان د ډېرو خلکو په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته کوي او د هېواد راتلونکی جوړوي.»

د برېتانیا ځانګړي استازي د افغانستان د ښځو د وضعیت او د اقتصادي ګډون په اړه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په هېواد کې د ښځو پر کار او ټولنیز حضور سخت محدودیتونه دوام لري.

مارکو روبیو: د ناټو متحدین له موږ سره همغږي دي چې ایران باید اټومي وسلې ونه لري

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د ناټو ټول متحد هېوادونه له واشنګټن سره په دې نظر دي چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، ځکه د ده په وینا دغه هېواد د سولې لپاره ګواښ دی او داسې توغندي لري چې اروپا ته رسېدلای شي.

د مارکو وربیو خبرې د امریکا بهرنیو چار وزارت وزارت اړوند د ایکس رسمي اکاونټ خپرې کړي، چې پکې روبیو د ناټو د متحدینو د دریځ په اړه ویلي: «ټول د ناټو هېوادونه له موږ سره موافق دي چې ایران نشي کولی اټومي وسلې ولري، دا رژیم د سولې لپاره ګواښ دی، او لا دمخه داسې توغندي لري چې اروپا ته رسېدای شي.»

هغه زیاته کړې چې امریکا په دې برخه کې اقدام کړی، خو په وینا یې ځینې متحدین وروسته له غبرګونه «شاته شوي» دي.

روبیو په خپل بیان کې ویلي: «موږ پرېکړه وکړه چې اقدام وکړو، او ټول لاړل او پټ شول. هو، موږ له دې وضعیت څخه ناراضه وو.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې واشنګټن او اروپایي متحدین د ایران د اټومي پروګرام او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه ګډې اندېښنې لري، خو د عملي اقداماتو او نظامي همغږۍ په برخه کې وخت ناوخت اختلافونه هم راپورته شوي دي.