فرید بشارت د خپل امریکایي سیال اټین اوینګ پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان د «اېماېماې» څانګې نه ماتېدونکی لوبغاړی فرید بشارت به د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د امریکا په لاس ویګاس کې د خپل امریکایي سیال اتین اوینګ پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

د افغانستان د «اېماېماې» څانګې نه ماتېدونکی لوبغاړی فرید بشارت به د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د امریکا په لاس ویګاس کې د خپل امریکایي سیال اتین اوینګ پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.
د «یواېفسي» سازمان، «تاپالوژي» وېب پاڼې او د ««ایاېسپياېن» شبکې د یادې لوبې ترسراوی تایید کړی. د رزمي لوبو ۲۸کلن افغان لوبغاړی فرید بشارت له ۱۵ پرلهپسې بریاوو سره خپل نه ماتېدونکی ریکارډ ساتلی، چې له دې ډلې شپږ بریاوې یې په «یواېفسي»سازمان کې ثبت شوې دي.
له بلې خوا ۲۸ کلن امریکایی اټین اوینګ له ۱۰ بریاوو او دوو ماتو سره د لوبو ډګر ته ننوځي.
دغه لوبه د فرید بشارت لپاره یو له خورا په زړه پورو سیالیو کېدی شي، هغه لوبغاړی چې اوسمهال د «یواېفسي» سازمان په غوره ۱۵ جنګیالیو کې د افغانستان یوازینی استازی دی.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې غړي احسام رحیمي د منګولیا په پلازمېنه اولان باتور کې د تکواندو په اسیایي سیالیو کې خپل جاپاني سیال ته ماتې ورکړه، خو علي اکبر امیري بیا د خپل چینایي سیال پر وړاندې لوبه بایلوده.
د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک او سپورټ ریاست د معلوماتو له مخې، احسام رحیمي د ۵۴ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې خپل جاپاني سیال ته د ۲-۱ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړې ده. همدارنګه د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې علي اکبر امیري خپله لومړۍ لوبه په ۸۷ کیلو ګرامه وزن کې چینایي لوبغاړي ته بایللې ده.
د طالبانو د سپورټ ریاست زیاته کړې، چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ شپږ ورزشکاران او دوه روزونکي ګډون لري. دغه اسیایي سیالۍ چې د ۳۴ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د مې میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شوې، د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.
له بلې خوا د وروستیو راپورونو له مخې، احسام رحیمي د دغو سیالیو په بل پړاو کې ماتې خوړلې ده. نوموړي د اسیایي سیالیو د شپاړسم پړاو په لوبه کې د ازبکستاني سیال جهانګیر خدایبردیف پر وړاندې د دوه صفر په پایلې سره ماتې ومنله او په دې توګه اسیایي لوبو ته له لارموندنې پاتې شو.
په ورته وخت کې ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې بل غړی ازاد بېګ نوروزي هم د دغو سیالیو د ۳۲ غوره لوبغاړو په پړاو کې د خپل عربستاني سیال پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي. نوموړی به د ۵۸ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې له ریاض ناصر حمدي سره سیالي وکړي.
د طالبانو تر چتر لاندې د اولمپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست په میدان وردګ ولایت کې د ورزشي دودیزې میلې د ترسره کيدو خبر ورکړی. دغه ریاست ویلي چې په یاده میله کې د میدان وردګ طالب والي له عامو خلکو غوښتي چې د طالبانو د ادارې ملاتړ وکړي.
ددغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډه همکارۍ د دغه ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې ورزشي او دودیزه ګډه مېله ترسره شوه.
په دغه ورزشي او فرهنګي غونډه کې ورزشکارانو د جمناسټیک او تکواندو نندارې وړاندې کړې، همدارنګه د کتابونو، لاسي صنایعو او د هېواد د تاریخي سیمو بېلابېل انځورونه هم نندارې ته وړاندې شول.
خبرپاڼه کې راغلي، د میدان وردګ طالب والي ملا خیرالله خیرخواه په دې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې دا ډول فرهنګي، علمي او ورزشي غونډې د ولسونو، قومونو او ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
نوموړي همدارنګه له ولسونو وغوښتل چې د خپلو سیمو د امنیت د ټینګښت، ټولنیز نظم او د ولسونو ترمنځ د یووالي په برخه کې د طالبانو له ادارې سره همکاري وکړي.
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د مویتای افغان اتل محمد یوسف جهانګیر د سعودي عربستان د سپورټي چارواکو په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې ریاض ته تللی دی.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، جهانګیر د اسلامي هېوادونو د همغږۍ په لوبو کې د سرو زرو مډال ګټلو له امله، د ستاینې په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره هلته بلل شوی، چې د مډال ګټونکو ورزشکارانو د قدرونې په موخه جوړ شوي دي.
محمد یوسف جهانګیر د افغانستان د مویتای ملي لوبډلې غړی دی. نوموړي د اسلامي هېوادونو د همغږۍ په شپږم پړاو لوبو کې، چې د سعودي عربستان په کوربهتوب ترسره شوې، د سرو زرو مډال ګټلی و.
د طالبانو د سپورټ ادارې زیاته کړې، چې دغه افغان ورزشکار په یادو سیالیو کې د اندونیزیا، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو څخه خپلو حریفانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقام او د سرو زرو مډال خپل کړی و.
د رزمي لوبو افغان لوبغاړي روحید ستانکزي د ازبکستان د ۲۰۲۶کال د اسیا د ځوانانو په رزمي سیالیو کې خپله دویمه لوبه د قرغزستان فردوس ارګاشیف پر وړاندې وګټله. ستانکزي د یادې لوبې په ګټلو سره بل پړاو ته لار وموندله.
روحید ستانکزي د منفي ۶۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ازبکستان نظر ماکسیتبایف ته ماتې ورکړه. د ۲۰۲۶کال د اسیا د ځوانانو د رزمي لوبو د اتلولۍ دویم پړاو د مئ له ۱۸مې تر ۲۰مې پورې په ازبکستان کې د اسیا د رزمي لوبو څانګې تر څار لاندې ترسره کېږي.
په دغه سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو د رزمي لوبو لوبغاړي د درېیو ورځو لپاره د یو بل په وړاندې سیالي کوي. په دغه سیالیو کې د بېلابېلو اسیایي هېوادونو د ملي فدراسیونونو او ټولنو ځوانو لوبغاړو برخه اخیستې ده.
دغه سیالۍ به په دوو کټګوریو کې دوام وکړي: «عصري رزمي لوبې» او «دودیزې رزمي لوبې»؛ ترڅو په نړۍواله کچه د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو اندازه کولو لپاره یوه زمینه برابره شي.
د عزیزي ګروپ بنسټګر میرویس عزیزي اعلان کړی، چې د هند په نوي ډیلي ښار کې یې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له ستوري شاپور ځدراڼ سره لیدلي دي او د هغه د روغتیا پوښتنه یې کړې ده. شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د یوې سختې ناروغۍ له امله په هند کې تر درملنې لاندې دی.
عزیزي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د شاپور ځدراڼ د درملنې د لګښتونو د پوره کولو لپاره یې د هغه له کورنۍ سره مالي مرسته کړې ده. نوموړي ژمنه کړې چې دا مالي ملاتړ به د شاپور ځدراڼ تر بشپړې روغتیا پورې دوام ولري.
هغه همدارنګه د ځدراڼ د روغتیايي وضعیت او د درملنې د پرمختګ په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.
میرویس عزیزي زیاته کړې، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې غوښتل له شاپور ځدراڼ سره وویني، خو په منځني ختیځ کې د اوسني وضعیت او د سفر د محدودیتونو له امله دا کار شونی نه و. هغه ویلي چې بالاخره یې پرون ډیلي ته سفر وکړ او هلته یې د شاپور ځدراڼ د پوښتنې ترڅنګ د هغه د کورنۍ له غړو سره هم لیدنه وکړه.
د عزیزي ګروپ بنسټګر شاپور ځدراڼ یو داسې شخص بللی، چې په نړیواله کچه د کرېکټ په ډګر کې د خپلو غوره لوبو له لارې یې د میلیونونو افغانانو زړونو ته خوښي او ویاړ بښلی دی. د افغان کرېکټ مینهوالو نیوکې کوي چې د افغانستان کرېکټ بورډ او چارواکو تر اوسه پورې د رنځور شاپور ځدراڼ لاسنېوی نه دی کړی.
تر دې مخکې د راشد خان او محمد نبي په ګډون د کرېکټ یو شمېر نورو ستونرو هم د شاپور ځدراڼ د روغتیا پوښتنه کړې وه.