• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېټانیا مشرانو جرګې غړې: طالبان نه پوهېږي چې ښځې د افغانستان لپاره څومره ستره شتمني ده

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د برېټانیا د مشرانو جرګې غړې بارونس فیونا هاجسون افغانستان انټرنشنل ته په یوې مرکې کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت «بوږنوونکی» بللی. هغې ویلي، طالبان دا نه درک کوي چې ښځې د افغانستان لپاره «یوه ستره بشري پانګه او شتمني» ده.

نوموړې د طالبانو سره د تعامل پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړې چې د دې ډلې د چلند او تګلارې د بدلون لپاره فشار هم اړین دی.

بارونس فیونا هاجسون د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، د نجونو او ښځو له زده کړو، کار او ټولنیز حضور څخه محرومول په عملي توګه د دې لامل شوي چې ښځې له ټولنیز ژوند او عامه ډګر څخه و ایستل شي.

هغې زیاته کړه، طالبان د ښځو حقونه د «لوېدیځ مسئله» ګڼي، حال دا چې افغان ښځو له کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کړې ده.

نوموړې خبرداری ورکړی چې پر ښځو د محدودیتونو دوام، په ځانګړي ډول د زده کړو، کار او ټولنیز ګډون په برخو کې، بشري وضعیت لا پسې خرابوي او د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

خو بارونس هاجسون ویلي چې له طالبانو سره باید یو ډول تعامل موجود وي، خو دا تعامل د طالبانو د رسمیت پېژندنې یا له هغوی سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو معنا نه لري.

هغې ټینګار کړی چې له طالبانو سره خبرې او اړیکې باید دې ډلې ته سیاسي مشروعیت ور نه کړي.

د برېټانیا د مشرانو جرګې دې غړې زیاته کړې، د ستونزې یوه برخه دا ده چې د نړۍ پام له افغانستان څخه اوښتی او نوو جګړو او کړکېچونو دا لامل شوي چې د افغانستان موضوع د هېوادونو د بهرني سیاست له لومړیتوبونو ووځي.

هغې د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان د مسئلې پر وړاندې پر نړیوالې همغږۍ او ګډ دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د روانو ستونزو، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د خنډونو د حل لپاره، د نړیوالې ټولنې پراخې همکارۍ ته اړتیا ده.

مېرمن بارونس تر دې وړاندې هم د برېټانیا د مشرانو جرګې په غونډه کې ټینګار کړی و چې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو مسئله باید د نړیوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي او دا موضوع باید تل د نړیوالو خبرو او بحثونو په محور کې پاتې شي.

طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي. دې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې بندې کړې، ښځې یې پوهنتونونو ته له تګ راګرځولې او په ډېرو دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او نړیوالو سازمانونو کې یې د هغوی د کار مخه نیولې ده.

طالبانو همداراز له محرم پرته د ښځو پر سفر بندیزونه لګولي او په ګڼو عامه ځایونو لکه پارکونو، ورزشي لوبغالو او د ښکلا په سالونونو کې یې د ښځو حضور منع کړی دی.

د بشري حقونو بنسټونه وایي، دغو محدودیتونو ښځې له زده کړو، کار، ټولنیز ګډون او عامه ژوند څخه څنډې ته کړې دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: د ایران د موضوع له امله ښايي د خپل زوی په واده کې ګډون ونه کړم

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د خپل مشر زوی جونیور ډونالډ ټرمپ د واده په مراسمو کې ګډون ونه کړي، ځکه د هغه په وینا د دغو مراسمو وخت ورته مناسب نه دی او دا مهال د «ایران موضوع او نورو مسایلو» سره بوخت دی.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د خپل زوی د واده په مراسمو کې به ګډون وکړي که نه، وویل چې زوی یې غواړي هغه په واده کې حاضر وي، خو زیاته یې کړه چې دا مراسم به «کوچني او شخصي» وي.

نوموړي ویلي، سره له دې هڅه کوي چې په دغو مراسمو کې ګډون وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې که ګډون وکړي یا ونه کړي، په دواړو حالاتو کې به د رسنیو له نیوکو سره مخ شي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ټرمپ ۴۸کلن زوی د روانې اوونۍ په پای کې له بټینا انډریوسن سره د باهاما په یوه شخصي ټاپو کې واده وکړي.

د راپورونو له مخې، دغه جوړې په پیل کې د واده مراسمو د سپینې ماڼۍ په ماڼۍ کې د ترسره کېدو په اړه فکر کړی و، خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې کوچني مراسم ترسره کړي. ویل کېږي، د دې بدلون یو دلیل دا و چې په داسې وخت کې د پراخو او ګران بیه مراسمو ترسره کول، چې امریکا د ایران اړوند کړکېچونو سره مخ ده، ښايي له عامه غبرګونونو سره مخ شي.

د کابل ښاروالۍ: کابل ژوبڼ کې ۱۰۰ ډوله ژوي ساتل کېږي او د لیدونکو شمېر زیات شوی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې کابل ښاروالۍ ویلي، په وروستیو کلونو کې په کابل ژوبڼ کې د بیارغونې او پراختیايي پروژو له پلي کېدو وروسته، اوس په دغه ژوبڼ کې ۱۰۰ډوله ژوي، الوتونکي، ماهیان او خزندګان ساتل کېږي او د لیدونکو شمېر هم زیات شوی دی.

د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ښاروالۍ د مسولینو په هڅو په کابل ژوبڼ کې یو شمېر پرمختیايي او بیارغنیزې پروژې پلې شوې او د ژوبڼ بېلابېل تاسیسات هم رغول او بېرته نوي شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې موده کې ژوبڼ ته یو شمېر نوي، نادر او کم پیدا کېدونکي ژوي هم راوړل شوي دي.

د کابل ژوبڼ رییس عزیز ګل ثاقب ویلي، د ژویو لپاره یو شمېر قفسونه په معیاري ډول جوړ شوي، د شنو ساحو پراختیا ته پاملرنه شوې او د ژوبڼ د ښکلا لپاره هم اقدامات ترسره شوي دي.

هغه ویلي: «اوس مهال کابل ژوبڼ د محصلانو، زده‌کوونکو او ماشومانو لپاره په مناسب تفریحي او څېړنیز مرکز بدل شوی دی.»

د خبرپاڼې له مخې، کابل ژوبڼ کېاوس په ټولیز ډول شاوخوا ۶۰۰ ژوي، الوتونکي، ماهیان او خزندګان، چې د ۱۰۰ بېلابېلو ډولونو استازولي کوي، پکې ساتل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې کابل ژوبڼ د جنوبي اسیا د ژوبڼونو د سازمان او د نړیوالو ژوبڼونو د شبکې غړیتوب لري او له دغو ادارو سره د علمي، تخنیکي او څېړنیزو تجربو او معلوماتو تبادله کوي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، ژوبڼ په عادي ورځو کې له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ او د رخصتیو په ورځو کې له ۲۵۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې لیدونکي لري.

میدان وردګ کې ګډه ورزشي او دودیزه مېله؛ والي له خلکو د طالبانو د ملاتړ غوښتنه کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د اولمپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست په میدان وردګ ولایت کې د ورزشي دودیزې میلې د ترسره کيدو خبر ورکړی. دغه ریاست ویلي چې په یاده میله کې د میدان وردګ طالب والي له عامو خلکو غوښتي چې د طالبانو د ادارې ملاتړ وکړي.

ددغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډه همکارۍ د دغه ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې ورزشي او دودیزه ګډه مېله ترسره شوه.

په دغه ورزشي او فرهنګي غونډه کې ورزشکارانو د جمناسټیک او تکواندو نندارې وړاندې کړې، همدارنګه د کتابونو، لاسي صنایعو او د هېواد د تاریخي سیمو بېلابېل انځورونه هم نندارې ته وړاندې شول.

خبرپاڼه کې راغلي، د میدان وردګ طالب والي ملا خیرالله خیرخواه په دې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې دا ډول فرهنګي، علمي او ورزشي غونډې د ولسونو، قومونو او ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

نوموړي همدارنګه له ولسونو وغوښتل چې د خپلو سیمو د امنیت د ټینګښت، ټولنیز نظم او د ولسونو ترمنځ د یووالي په برخه کې د طالبانو له ادارې سره همکاري وکړي.

لېنډسي ګراهام: ډونالډ ټرمپ به ایران ته د یورانیمو د غني‌کولو د دوام اجازه ور نه‌کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۱

د امریکا جمهوري‌ غوښتونکي سناتور لېنډسي ګراهام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله لیکلي چې هغه لا هم ټینګار کوي چې ایران باید د لوړې کچې غني شویو څه باندې ۴۰۰ کیلوګرامه یورانیمو د ساتلو اجازه ونه لري.

د ګراهام په وینا، دا مواد د «چټل بم» د جوړولو لپاره کارېدلی شي او یا هم په راتلونکي کې تر ۹۰ سلنې پورې غني کېدای شي چې د اټومي وسلو د تولید وړتیا پیدا کړي.

ګراهام زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، پرته له دې چې د یورانیمو د غني‌کولو وړتیا موجوده وي، د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لاره نه شته. هغه ویلي، د ایران د «دوکې او تېروتنې» د مخینې له امله، تهران ته باید د غني‌کولو د دوام اجازه ور نه کړل شي.

نوموړي همداراز د ایران له‌خوا د نیابتي ډلو د ملاتړ مخنیوی د مذاکراتو له «سرو کرښو» څخه وباله او زیاته یې کړه: «وخت به هر څه روښانه کړي».

برېتانوي استازي په کابل کې د افغان ښځو د رول او زده‌کړې پر ارزښت ټینګار کړی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي رېچارډ لینډسي کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې د زده‌کړې او په اقتصادي بهیر کې د ښځو د فعال ګډون پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغان ښځو رول د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي دی.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي رېچارډ لینډسي ویلي، چې د کابل په سفر کې یې د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره لیدنه کړې او په هېواد کې یې د تعلیم‌یافته ټولنې د اهمیت او د ښځو د اقتصادي مشارکت پر اړتیا ټینګار کړی دی.

لینډسي په اېکس خواله کې لیکلي: «ما په کابل کې د اقتصاد له وزیر سره وکتل. ما د تعلیم‌یافته ټولنې پر اهمیت او د افغان ښځو د فعال ګډون له لارې د اقتصادي فرصتونو پر زیاتېدو ټینګار وکړ.»

100%

هغه زیاته کړې چې د خپل سفر پر مهال یې د ښځینه وکیلانو، هنرمندانو، نادولتي مؤسسو او د سوداګرۍ د خونې له استازو سره هم لیدلي دي.

لینډسي د دې لیدنو په اړه ویلي: «دا زړورې ښځې د افغانستان د ډېرو خلکو په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته کوي او د هېواد راتلونکی جوړوي.»

د برېتانیا ځانګړي استازي د افغانستان د ښځو د وضعیت او د اقتصادي ګډون په اړه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په هېواد کې د ښځو پر کار او ټولنیز حضور سخت محدودیتونه دوام لري.