اسراییل: ښایي د ایران حکومت د عربي هېوادونو او اسراییل پر وړاندې ناڅاپي توغندیز برید وکړي

اسراییلي چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۳۱مه) خبرداری ورکړی، چې ښایي ایران د فارس خلیج هېوادونو او اسراییل په وړاندې د توغندیو او ډرون په کارولو سره د ناڅاپي برید پلان ولري.
دغه خبرداری د لوړ پوړو پوځي قوماندانانو او د اسراییل د دفاع وزیر یسرایل کاټز په ګډون تر امنیتي ارزونې وروسته ورکړل شوی. دغه ارزونې داسې مهال خپرېږي، چې راپورونه ښيي د اوربند په اړه د امریکا او ایران ترمنځ خبرې لاهم روانې دي.
ورته مهال ځینې ناتایید شوي راپورونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ د ایران له حکومت سره د مقابلې د دوام په اړه د نظر اختلاف ښیي.
امنیتي چارواکي وايي، ښایي تهران مخکې له دې چې واشنګټن او تل ابیب د ډیپلوماټیکې لارې د پای ته رسېدو په اړه یوې پایلې ته ورسېږي؛ اقدام وکړي.
له بل پلوه د امریکا او اسراییل پوځي او استخباراتي همکاري پیاوړې شوې ده؛ ترڅو چمتووالی زیات شي او احتمالي ګواښونه لهمنځه یوړل شي.
