ځینو سوداګرو نن جمعه، د غبرګولي په لومړی نیټه افغانستان انټرنشنل وویل، چې که څه د څو میاشتو راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سوداګریزې لارې تړل شوي دي خو اوس هم په بازارونو کې پاکستاني درملو په ګډون ددغه هېواد ګڼ شمیر تولیدات پیدا کېږي.
یو سوداګر وویل:«زمونږ د معلوماتو له مخې له دې لارو هر ورځ له ۳ نیولې تر ۵ موټروو پورې د پاکستاني درمل افغانستان ته راځي.»
دوی زیاتوي، چې اوس هم بازار پاکستان درملو په ولکه کې دی.
په خیبرپښتونخوا کې ځینو سوداګرو وویل، چې د رسمي لارو تړل کېدو وروسته پاکستاني توکي په بېلابلو لارو لېږل کېږي او ځیني وخت دا توکي نیول کېږي.
ځیني سوداګر مني، چې په دې غیرقانوني سوداګرۍ کې پاکستاني او طالب چارواکي د بډو په بدل کې د قاچاقي توکو ته اجازه ور کوي.
یو ځايي کس چې د قاچاق دا بهیر یې له نژدې لیدلی وویل:«د یو غریب او بې وسه څو کریټونه مېوه نیول کېږي خو د یو سوداګر کانټینر درمل مخنوی نه کېږي ځیني وخت دا موټر د طالبانو له لوري سکوټ او د کندهار بایپاس منډي پورې راوړل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د رسمي لارو پرله پسې تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ قانوني سوداګریز فعالیتونه تر ډېره په ټپه درولي دي. که څه هم طالبان وخت ناوخت اعلانوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د قاچاق مخه نیولې، خو د ځايي کسانو په وینا یوازې د دغو توکو کمه اندازه نیول کېږي.
د طالبانو د خپلو راپورونو پر بنسټ هم، د رسمي لارو د بندښت له امله د قاچاق کچه خورا لوړه شوې او اوسمهال په بېلابېلو پټو لارو ګڼ شمېر پاکستاني تولیدات او مېوې افغانستان ته لېږدول کېږي.