د طالبانو تدارکاتو کمېسیون د ۴،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د طالبانو ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ۴،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظور شوې دي. طالبان وايي، چې منظور شوې پروژې له داخلي بودېجې تمویلېږي.
