ملګرو ملتونو د افغان کډوالو لپاره د ۵۲۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف په افغانستان کې د یونېسف او یوناما له سرپرست سره په لیدنه کې د افغان کډوالو سره د مرستو په اړه غږیدلی دی. طالبانو ویلي، چې یوناما د راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ۵۲۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې.
