د هبتالله په امر؛ په هلمند کې د کرېکټ د یوه معیاري لوبغالي د ویجاړولو چارې پیل شوې

په هلمند کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د مولوي هبتالله اخوندزاده په امر په لښکرګاه کې د کرېکټ د یوه معیاري لوبغالي د ویجاړولو عملي چارې پیل کړي. هبتالله هلمند ته په خپل وروستي سفر کې د کرېکټ په لوبغالي کې د عیدګاه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.
