• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي خوست کې یې پر وژنو تورنه یوه ډله نیولې ده

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۱

خوست کې طالب چارواکو ویلي چې د صبریو ـ یعقوبیو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ پر وژنو تورنه یوه ډله نیولې ده.

ددغه ولایت د والي ویاند، مستغفر ګربز په وینا، دغې ډلې څو ورځې وړاندې د صبریو ـ یعقوبیو ولسوالۍ د نوري کلي په سیمه کې یو کس په ډزو ټپي کړی و او له سیمې تښتېدلې وه، خو وروسته امنیتي ځواکونو د طوطي کلي په سیمه کې ونیوله.

ګربز وایي، نیول شویو کسانو په خپلو لومړنیو څرګندونو کې پر جرم اعتراف کړی او منلې یې ده چې د ۲۰ لکه پاکستانۍ کلدارو په بدل کې یې د یاد کس د وژلو هڅه کړې وه.

د هغه په وینا، له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، شاجورې، مرمۍ او یو عراده موټر هم نیول شوی دی.

ګربز زیاته کړې چې نیول شوې ډله د نورو قانوني اجرااتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوې ده.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

۵

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

بلوچستان: تربت کې ایران ته پر لاره د افغانانو موټر ټکر کړی؛ ۹ کسان ټپیان شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د تربت ولسوالۍ په ګن سیمه کې ایران ته پر لاره د افغانانو یو موټر له ترافیکي پېښې سره مخ شوی، چې له امله یې ۹ افغان وګړي ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې پنځه ښځې هم شاملې دي.

ځايي پولیسو ویلي، د ټکر د څرنګوالي او لاملونو په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

ځايي چارواکي وایي چې له پېښې وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او ټول ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې، یادو افغان وګړو غوښتل د غیرقانوني سفر له لارې ایران ته ولاړ شي.

ملګري ملتونه: د کانګو تبې د مخنیوي لپاره دې د اختر پر مهال روغتیايي سپارښتنې مراعت شي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۹:۰۳ GMT+۱

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ادارې د اختر له رانږدې کېدو سره له خلکو غوښتي چې د حیواناتو د حلالولو او غوښې د پروسس پر مهال روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي، څو د کانګو وینې بهېدونکې تبې او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې دروغتیا نړیوالې ادارېدفتر په خپل اېکس پوسټ کې د عامې روغتیا او د ناروغیو د مخنیوي په موخه یو لړ سپارښتنې خپرې کړې دي.

ادارې ویلي چې د حیواناتو حلالول باید د کورونو له چاپېریاله لرې، په پاک او خلاص ځای کې ترسره شي، ترڅو د احتمالي ناروغیو د خپرېدو خطر کم شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې همدارنګه سپارښتنه کړې چې خلک دې د حیواناتو د حلالولو او غوښې پرېکولو پر مهال له محافظتي وسایلو لکه دستکشو، ماسکونو او محافظتي چپنو استفاده وکړي، څو د حیواناتو له وینې او نورو مایعاتو سره د مستقیم تماس خطر راکم شي.

په پوسټ کې راغلي چې د غوښې د پرېکولو او چمتو کولو ځایونه باید پاک وساتل شي او حیوان دې تر هغې ځوړند وساتل شي چې وینه یې په بشپړ ډول ووځي او وچه شي.

ادارې له خلکو غوښتي چې د حیواناتو پاتې شوني هم په خوندي او مناسب ډول له منځه یوسي، څو چاپېریال پاک او خوندي پاتې شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د اختر په مناسبت خلکو ته د خوندي او سالم اختر هیله هم څرګنده کړې ده.

فراه کې د جراحي عملیاتونو زیاتېدل؛ ایا ټولې پېښې عملیاتو ته اړتیا لري؟

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د روغتیا وزارت وايي چې د فراه ولایتي روغتون کې په یوه کال کې له ۳۵۰۰څخه زیات جراحي عملیات ترسره شوي، خو د دولتي روغتونونو د جراحي عملیاتو لوړې شمېرې د روغتیايي خدماتو او د غیرضروري عملیاتو د احتمال په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

طالبانو ویلي چې په تېر کال کې د فراه ولایتي روغتون کې ټولټال ۳۵۵۳ جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي دي، چې له دې ډلې ۱۸۸۲ لوی او ۱۶۷۱ واړه عملیات دي.

طالبان دا یوه لاسته راوړنه ګڼي او وایي چې دا د دې روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت ښکارندویي کوي.

خو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې په ځینو مواردو کې، په ځانګړي ډول د ښځو د ولادي قضیو په برخه کې، د دولتي روغتونونو ټول عملیاتونه روښانه طبي اړتیا نه لري او احتمال شته چې ځینې قضیې د دونرانو د مالي ملاتړ یا مالي هڅونو له امله عملیاتو ته واړول شي.

د دغو سرچینو په وینا، په ځینو حالاتو کې، په ځانګړي ډول د زېږون اړوند ستونزو کې، ښځې تر ډېره عملیات کېږي، په داسې حال کې چې ځینې نور ناروغان چې ورته ستونزې لري د واسطې لرلو له امله له عملیاتو معاف کېږي.

ماهره (مستعار نوم) وایي چې څه موده وړاندې له یوې ولادي ناروغې سره یو دولتي روغتون ته تللې وه. د هغې په وینا، ډېری ولادي ناروغان عملیات کېدل. هغه وایي: «پخوا به داسې نه وه، حتی ښځو به په کورونو کې زېږون کاوه او د عملیاتو شمېر به بیخي کم و، اوس ډېری ښځې د ماشوم د زېږون پر مهال عملیات کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان روغتیايي نظام د تجهیزاتو، امکاناتو او تخصصي خدماتو له کمښت سره مخ دی، چې همدې موضوع د روغتیايي خدماتو د کیفیت او عدالت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

فضلي: اروپا کې د ښي‌ اړخو زیاتېدونکي نفوذ د کډوالو پر وړاندې سخت دریځ پیاوړی کړی

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۸ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي ویلي چې په اروپا کې د ښي‌اړخو سیاسي جریانونو پراخېدو د کډوالو پر وړاندې د حکومتونو سخت اقدامات زیات کړي او له طالبانو سره د اروپایي ټولنې تعامل یې د بشري حقونو په برخه کې د دې ټولنې پر اعتبار پوښتنې راپورته کړې دي.

فضل محمود فضلي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په اروپا کې د ښي‌ اړخو سیاستونو زیاتېدونکي نفوذ یو شمېر حکومتونه دې ته اړ کړي چې د کډوالو پر وړاندې لا سخت او بېړني اقدامات وکړي.

هغه همدارنګه د اروپایي ټولنې پر وروستي تعامل نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له طالبانو سره اړیکې، چې د هغه په وینا میلیونونه ښځې او نجونې له زده‌کړې او کار څخه محروموي، د بشري حقونو په برخه کې د دې ټولنې اعتبار زیانمن کړی دی.

فضلي لیکلي: «په اروپا کې د ښي‌ اړخو سیاستونو زیاتېدونکي نفوذ ډېر حکومتونه د کډوالو پر وړاندې د سختو او بې‌وسه اقداماتو لوري ته بیولي دي. د اروپایي ټولنې وروستي تعاملات له طالبانو سره د دې ټولنې د بشري حقونو او ارزښتونو د اعتبار وروستی ټکان دی.»

هغه زیاته کړې چې اروپایي ټولنه نور اخلاقي صلاحیت نه لري چې پر نورو هېوادونو د ارزښتونو په اړه خبرې وکړي.

د هغه په وینا دا وضعیت د نړیوالو بشري حقونو په اړه د اروپا د دریځ پر اعتبار جدي پوښتنې راپورته کوي.

اروپایي ټولنه: بامیان کې د ښځو د ټولنیزو سپما ګروپونو له لارې ۵۳ کاروبارونه جوړ شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي چې په بامیان ولایت کې د یاکاولنګ ولسوالۍ د ښځو د ټولنیزو سپما ګروپونو له لارې ۵۳ټولنیز کاروبارونه رامنځته شوي او ښځو ته د مشرتابه او سوداګرۍ روزنه ورکړل شوې ده.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ په خپله اېکس پاڼه کې ویلي چې غړو یې په بامیان ولایت کې د یاکاولنګ ولسوالۍ د ښځو له یوې ټولنیزې سپما ډلې سره لیدنه کړې ده. دغه لیدنه په افغانستان کې د اغا خان پراختیايي شبکې په همکارۍ ترسره شوې ده.

په پوسټ کې ویل شوي چې د دې پروګرام له لارې تر اوسه ۵۳ټولنیز کاروبارونه جوړ شوي، ښځو ته د مشرتابه او سوداګرۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوې، او د پانګونو دوران درې ځله ترسره شوی دی.

د اروپایي ټولنې استازولۍ دا اقدام د ښځو د سوداګرۍ، اقتصادي ودې او د ټولنې په کچه د پراختیایي پرمختګ یوه بریالۍ بېلګه بللې ده.